چارواکي وايي، ننګرهار، کندز او ارزګان کې یې ۸۲ مخالف وسلوال وژلي

د ننګرهار سیمه ایزو چارواکو د یکشنبې په ورځ ادعا وکړه چې په دې ولایت کې یې د هوايي او مځکنیو عملیاتو په ترڅ کې د داعش اوه ویشت وسلوال وژلي دي .
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي د پژواک خبري اژانس ته ویلي ، چې دا وسلوال د شنبې په شپه په بیلابیلو سیمو کې د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي .

د نوموړې په وینا عملیات د اچین ولسوالۍ په څو کلو کې شوي ، او دده په وینا په کې ولسي خلکو او امنیتي ځواکونو ته تلفات نه دي اوښتي .

د دفاع وزارت هم په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په اچین کې یې په عملیاتو کې د داعش څو وسلوال وژلي .

کندوز کې طالب قومندان وژل شوی

د کندوز چارواکي بیا وايي، د دشت ارچي ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې د طالبانو د یو سیمه ایز قومندان په ګډون اته کسان وژل شوي .

د کندز د والي ویاند غلام حضرت کریمي رسنیو ته ویلي ، د استخباراتي راپورونو پر اساس بې پیلوټه الوتکې ددې ولسوالۍ په ترکي کلي کې برید کړی او د یو قومندان په شمول اته وسلوال وژلي دي .

طالبان چې په کندز کې د جګړې یو فعال لوری دی تر اوسه یې ددې راپور په اړه تبصره نه ده کړې .

ارزګان کې ۴۷ وسلوال وژل شوي

بل خوا د دفاع وزارت په یوې خبرپاڼې کې ادعا کړې چې د افغانستان د ملي اردو په عملیاتو کې په ارزګان ولایت کې ۴۷ وسلوال طالبان وژل شوي او ۴۱ نور ټپیان شوي دي .

دفاع وزارت ویلي ، عملیات د ځانګړو ځواکونو له خوا د چارچینو په ولسوالۍ کې شوي خو نور جزییات یې نه دي ورکړې .
طالبانو د افغان لورې دا ادعاوې رد کړي او په مقابل کې حکومتي لورې ته د تلفاتو د اړولو ادعا کړې .
هرات کې یولس ولسي خلک ټپیان شوي

له هرات څخه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي چې د روژې خوړولو په تور وسلوالو طالبانو پر څو کسانو ډزې کړي چې یولس تنه یې ټپیان شوې . پېښه د هرات په اوبه ولسوالۍ کې شوې ده .

ددې ولسوالۍ امنیې قومندان شیراقا الکوزي رسنیو ته ویلي چې طالبانو لومړۍ په دوو تنو چې د روژې په خوړولو تورن وو ډزې وکړې وروسته یې په نورو هغو راټولو شویو کسانو هم ډزې وکړې چې د ددې دوو کسانو پلوي یې کوله .

ویل کیږي په ټپیانو کې د شپږو وضیعت د اندېښنې وړه ده .
طالبانو په دې راپور تبصره نه ده کړې .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.