the-best-books-i-read-in-2014_2014_1200px_v4

څو کتابونه چې لوستل یې ډیر څه در زده کولی شي

که غواړی چې امپراتوري رامنځته کړی او یا هم لږ ترلږه په خپل مسلک کې تر نورو مخکې شی، څوک به تر هغه کس ښه مشوره درکړي چې خپله په یوه برخه کې بریالی شوی وي.

له همدې کبله موږ څو هغه کتابونه چې بریالیو کسانو لیکلي درته راټول کړي دي. البته دا د هغو میلیاردرانو کتابونه دي چې شتمنۍ یې خپله پیدا کړې یا په بل عبارت له چا په میراث نه دي ورته پاتې. د بېلګټس له سوداګریزو افکارو د ریجارډ برانسون د رهبرۍ تر درسونو پورې له دغو کتابتونو به تاسې تر یوه ټولګي ډېر څه زده کړئ.

د همدې کتابتونو پر مټ به پوه شی چې دغو کسانو څنګه په خپلو برخو کې د دوی په وینا ناشونې بریاوې ترلاسه کړې دي.

۱. د ریچارډ برانسون« د ویرجین لار» کتاب
سره له دې چې برانسون اعتراف کوي، په ټول ژوند یې د رهبرۍ اړوند کوم کتاب نه دی لوستی؛ خو شاوخوا ۵۰ کاله بریالۍ سوداګرۍ ور زده کړي چې څنګه یو کاروبار جوړ کړي. د « ویرجین لار» کتاب چې د ویرجین ګروپ بنسټګر ریچارډ برانسون لیکلی د مدیریت او پانګونې په اړه غوره وړاندیزونه لري. دغه راز نورو ته د غوږ نیولو او د ښو کارکوونکو د ګومارنې پر اهمیت مو پوهوي.

برانسون په کتاب کې د خپلو بریاوو او ناکامیو د بیان په اړه صادق دی، د بېلګې په توګه په ۱۹۹۰ کلونو کې د ویرجین کولا د رامنځته کولو لپاره د خپلې هڅې کیسه کوي.

په ټولیز ډول کتاب د هغه چا د ژوند په اړه یوه اجمالي او قانع کوونکي کیسه ده چې هېڅ وخت له ننګونو مخ نه اړوي.

۲. « د پرمختګ پر لور» د هوارډ شولټز کتاب
شولټز په ۲۰۰۰زېږدیز کال کې د سټاربک له اجرایوي مشرۍ استعفا وکړه؛ خو په ۲۰۰۸ زېږدیز کال کې بېرته دغه پوست ته وروسته له دې راستون شو چې کمپنۍ له مالي کړکېچ څخه د راوتلو لپاره هڅې کولې. «د پرمختګ پر لور» کتاب تاسې ته ښيي چې څنګه دغه میلیاردر د قهوې دغه نړیواله شبکه له ماتې وژغورله.

لوستونکي به د کتاب تر لوستلو وروسته پوه شي چې شولټز څنګه په موقتي ډول په امریکا کې د سټاربک ۷۰۰۰ هټۍ وتړلې او څنګه یې کمپنۍ بېرته پرته له دې چې خپل اصلي ارزښت له لاسه ورکړي، د پرمختګ پر لور برابره کړه. لوستونکي به دغه راز زده کړي چې شولټز څنګه خپلې سوداګریزې سټراټیژۍ سره تنظیموي. دغه کتاب په حقیقت کې یوه صادقانه او له شوره ډکه وینا ده چې پانګوال او بل هر څوک هڅوي چې له سختیو سره په جرئت مخ شي.

۳. « څنګه د سوداګرۍ په لوبه کې بریالي کېدای شو» د مارک کوبان کتاب
دغه کتاب د پانګونې په اړه د « ډالاس ماویریکس» د مالک او مشهور پانګوال مارک کوبان د افکارو او شخصي بلاګونو ټولګه ده. ده په ډېر صداقت د ځان په اړه لیکلي چې څه ډول هغه څوک« دی په خپل» چې په ۲۰ کلنۍ کې یې د اوسېدو د ځای د نه شتون له کبله د خپل ملګري په کوچ کې ویده کېده، اوس د خپلې کمپنۍ او میلیاردونه ډالرو مالک دی. دغه کتاب د ژمنتیا او هڅو یوه کیسه ده.

کوبان لیکي سره له دې چې په کمپیوټر ډېر نه پوهېده؛ خو په دې برخه کې خپل رقیبان یې له دې کبله مات کړل چې ډېر وخت به یې د هغو سافټوییر په اړه مطالعه کوله چې خپلې کمپنۍ یې پلورل.

۴. « د بافېټ مقالې» د وارن بافېټ لیکنه

د برکشیر هېټوې ۸۵ کلن رییس او اجرایوي مشر په نړیواله کچه د یوه مخکښ پانګوال په توګه پېژندل کېږي. دغه کتاب خپلو شریکانو ته د وارن د لیکنو ټولګه ده. په هر لیک کې نوموړي د خپل کاروبار بېلابېل اړخونه او د پانګونې فلسفه تشریح کړې ده. سره له دې چې موضوعات مغلق ښکاري؛ خو د دغه میلیاردر د لیکلو بڼه ساده او د لوستلو وړ ده. نوموړی معمولا مفاهیم د حکایاتو په مرسته تشریح کوي.

۵. « د فکر په چټکتیا کاروبار» د بېل ګټس لیکنه
بېل ګټس تر ۷۹ میلیارده ډالرو د ډېرې پانګې په لرلو سره د نړۍ تر ټولو شتمن کس دی چې د ځمکې د مخ لږ خلک به یې نه پېژني. « د فکر په چټکتیا کاروبار» کتاب کې نوموړي دا تشریح کړې چې د کاروبار او ټنکالوژۍ ترمنځ اړیکه څه ډول ده. هغه په خپل کتاب کې له مایکروسافټ او جنرال موټورز څخه د مثالانو په وړاندې کولو سره څرګنده کړې چې سوداګري د عملیاتي پراختیا لپاره یوازې یوه لاره لري او هغه تکنالوژي ده. سره له دې چې کتاب یې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۰ لسیزه کې خپور شوی؛ خو وړاندوینې او افکار یې اوس هم دقیق او د کارېدنې وړ دي.

۶. « بلومبرګ» د مایکل بلوم برګ لیکنه

دغه کتاب په ۱۹۹۷ زېږدیز کال کې پنځه کاله وړاندې له دې چې نوموړی د نیویارک ښاروال شي خپور شوی دی. په دغه کتاب کې چې د نوموړي بیوګرافي ده، بلومبرګ هغه لارې چارې ښوودلې چې پر مټ یې یوه امپراتوري رامنځته کړې ده. نوموړی د خپلو کړنو له لارې لوستونکی رهبري کوي. دی لوستونکي ته ښيي چې څنګه په سالومان براډرز کې بریالی شو او ولې په ۱۹۸۱ زېږدیز کال کې له دې کمپنۍ اخارج شو. دغه راز مو پر دې پوهوي چې څنګه یې له دندې د لرې کېدو په بدل کې په ترلاسه کړو پیسو یوه کمپنۍ جوړه کړه چې اوس پر یوه امپراتورۍ بدله شوې. کتاب د مدیریت او رهبرۍ اړوند د صادقانه افکارو ډک دی چې ټول یې د بلومبرګ د شخصي تجربو پایله ده.

۷. « له صفره تر یوه» د پیټر ټيل لیکنه

دغه کتاب د بحث وړ یوې فرضیې پیل دی چې وايي رقابت د پایلوونکو لپاره دی، پانګوال باید انحصارات رامنځته کړي.

د پې پال او پلاناټیر بسنټګر په دغه کتاب کې د نوښت پر اهمیت بحث کړی او وړاندیز کوي چې د نوي شي د رامنځته کولو له لارې مارکېټ خپل کړئ. دی د هغه څه لپاره چې وړاندې لا بازار ته راغلي وي، رقابت ګټور نه بولي. د ټیل له فلسفې سره ښايي مخالف وی؛ خو له دې سره سره په کتاب کې ډېر د بحث وړ اډیاوې شته.

۸. « ماته ټېډ وايي» د ټېډ ټورنر لیکنه

سره له دې چې تورنر ډېر پانګونې کړې؛ خو د مشهور کېدو لامل یې د لومړي ځل لپاره د داسې یوه کېبلي چنیل جوړول وو چې ۲۴ ساعته خبرونه خپروي او هغه مشهور چینل سي اېن اېن دی. نوموړی دغه راز د اتلانتا براویز پخوانی مالک دی. ټېډ په خپله اتوبیوګرافۍ کې د بریالیتوب خپله غیر متعارفه لاره تشریح کړې ده. ده په دغه کتاب کې له برون پوهنتون څخه له اخراجه، د خپل پلار د کمپنۍ تر چلولو او له یوې کوچني چنیل څخه د رسنیو د یوې امپراتورۍ تر رامنځته کولو خپل ژوند انځور کړی دی.

۹. « د اتل په څېر فکر وکړه» د ډونالډ ترمپ لیکنه

د « اتل په څېر فکر وکړه» د امریکايي سیاستوال، میلیاردر او ولسمشرۍ ته د مخکښ کاندید ډونالډ ترمپ د شخصي ژوند او بریا کیسه ده. د کتاب په هره برخه کې نوموړي له شخصي تجربې سره خپلې هڅوونکې لارښوونې یو ځای کړې دي. په کتاب کې له تېروتنو څخه له زده کړې را نیولې، پر وېرې تر غلبې پورې په زړه پورې بحث شوی دی.

۱۰. « لومړی میلیارد تر ټولو سخت دی» د ټي بون پېکنس لیکنه

دغه کتاب تاسې ته هغه کیسه کوي چې «د بي پي کپیټل منېجمېنټ» اوسنی مشر څنګه پر خپلو شخصي او مسلکي ننګونو غالب او کم ساري بریالیتوب ته ورسېد. په کتاب کې شوی روایت لوستونکی « پر سترو شرکتونو له بریدکولو» د ژوند په پای کې د امریکا د انرژۍ د خپلواکۍ تر مدافع پورې د پېکنس له ژونده په جزیاتو خبروي. د کتاب هر فصل په هڅوونکو او ګټورو خبرو پیلېږي.

۱۱. « سوروس آن سوروس» د جورج سوروس لیکنه
له هلوکاسټ څخه له ژغورل کېدو د نړۍ په تر ټولو ځلېدونکي پانګوال تر بدلېدو د سوروس ژوند یوه کوچنۍ معجزه نه شو ګڼلی. لوستونکي د هغه د ژوند د لارې په اړه په « سوروس آن سوروس» کې تفصیل لوستلی شي. دغه کتاب په تخنیکي لحاظ دوې اوږدې مرکې دي چې د سوروس د شخصي تجربو پر اساس پر مالیاتو او سیاست په کې بحث شوی دی. د سوروس د پانګونې د مدیریت بنسټ مشر د خپلو بریاوو او ناکامیو په اړه صادق دی او په سختۍ د بحث برانګېزو نظریو د ویلو په اړه شرم کوي. د دغه کتاب لوستلو ټولو هغو کسانو ته ګټور دي چې چې غواړي د سوروس پر ژوند او په نړیواله کچه پر مالي پالیسیو پوه شي.

۱۲. « مستقیم له ډېل څخه» د مایکل ډېل لیکنه

مایکل ډېل د ۱۹ کلونو و چې له کالج څخه اخراج شو او د پي سي لېمېټډ په نوم کمپنۍ یې جوړه کړه چې اوس ډېل کمپیوټر کارپ ورڅخه جوړ شوی دی. نوموړی په ۲۷ کلنۍ د فورچون مجلې د تر ټولو ځوانو اجرایوي مشرانو په نوملړ کې راغی.

په« مسقیم له ډېل څخه» کتاب کې دغه میلیاردر څرګنده کړې چې څنګه یې کاروبار پراختیا وموندله او د خپل مدیریت ځانګړی سټایل یې تشریح کړی دی. دغه کتاب د بریالیتوب یوه هڅوونکې کیسه او د رهبرۍ یوه ارزښتمن درس دی.

۱۳. « په اسانۍ شتمنېدل» د ریچارډ ډیوس

په دغه اتوبیوګرافۍ کې ډیوس د اقتصادي کړکچ پر مهال د مشیګان په کالج کې له زده کړو د مستقیم پلور د کمپنۍ« اموې» تر بنسټګرۍ او میلیاردرۍ په جزیاتو بحث کړی دی. کتاب د هغه د شخصي او مسلکي ژوند کیسه ده. د دغه کتاب یو مینوال وايي:« که له اموې کمپنۍ سره مینه ولرې او که نه د ډیوس له هڅوونکې کیسې سره مخالفت نه شې کولی.»

۱۴. « تریوټه دا دې څنګه ترسره کړل؟» د تریوټ کټي لیکنه

د ډېری امریکایانو لپاره د « چېګ فایل- اې» په نوم د ساندوېچو د یوې سترې شبکې د بنسټ اېښوودو له کبله کټي یو معاصر اتل دی. په دغه کتاب کې کټي چې په ۲۰۱۴ زېږدیز کال کې مړ شو، له ډوارف ګریل سره د محاسب په توګه له کار کولو تر بریالیتوب او میلیاردرۍ خپله کیسه تشریح کړې ده. د ۹۵ پاڼو لرونکی دغه لنډ کتاب د رهبرۍ او سوداګرۍ په اړه په زړه پورې او هڅوونکي درسونه لري.

۱۵. « د مالي خپلواکۍ لپاره د شواب نوی لارښوود» د چارلیز شواب لیکنه
مشهور امریکايي پانګوال په دغه کتاب کې په وضاحت ویلي چې هر څوک یو بریالی او دانا پانګوال کېدای شي. د ده په باور څه شی چې باید تاسې ترسره کړی، د بنسټیزو مسائلو زده کړه او د یوې ستراتیژۍ له لارې د هغوی عملي کول دي. په کتاب کې لیکوال لوستونکو ته ښيي چې څنګه د یوې پانګونې لپاره اهداف وټاکي، بهیر یې وارزوي او د تقاعد لپاره پلان جوړ کړي. د هغه اصلي ټینګار پر دې دی چې کله خبره د پانګونې شي، هېڅ نه ترسره کول، تر ټولو بد انتخاب دی. دغه کتاب د هغو کسانو لپاره چې د پانګونې اراده لري، د لارې یوه غوره نقشه ده، ځکه خورا مغلق مفاهیم یې په ډېره ساده ژبه تشریح کړي دي.

۱۶. « په هر وخت کې د ځینې خلکو تېر ایستل» د ډېوېډ اېنهورن لیکنه
په کتاب کې اېنهورن د شپږ کلنې مالي حماسې په اړه خپل نظر لیکلی. د دې مالي حماسې لنډیز په لاندې ډول دی. په ۲۰۰۲ زېږدیز کال کې د ګرین لایټ کپیټل دغه بنسټګر فکر وکړ چې دی کولی شي په الایډ کپیټل کې د حسابدارۍ ناقص تمرینونه کشف کړي، له همدې کبله یې په ورو د ونډو پلور پیل کړ. دغه کار نتیجه ور نه کړه له همدې کبله یې هڅه شروع کړه چې د الایډ کپیټل غیر اخلاقي چلند افشا کړي او نږدې وه چې خبره د ارزښت لرونکو پاڼو او تبادلې تر کمېسیونه رسېدلې وه؛ خو دغه کمېسیون د ده په اړه څېړنه ونه کړه. کتاب مغلق دی او یوه نیوکه کوونکي ویلي چې ځینې برخه یې د عصابي ډېوېډ اېنهورن چټیات دي. له دې سره سره یې د والسټریټ د ډرامې په اړه ډېره شی، تر عامه اذهانو پورې رسولی شي.

۱۷. « د خوندیتوب څنډه» د سېډ کلارمن لیکنه

د « باو پوسټ» مشر په دغه کتاب کې لوستونکي د پانګونې د اصولو او قوانینو زده کړو ته هڅوي.

په ځانګړي ډول هغه د بنجاسین ګرام هغه مېتود چې وايي د ارزښت لرونکو پاڼو په سوداګرۍ کې تر ذاتي ارزښت بیه ټیټه وټاکئ، تشریح او دفاع کوي. د کتاب عنوان هم د بنجامین ګراهام له یوې وینا چې وايي هر وخت د خوندیتوب په څنډه کې پانګونه وکړئ، اخیستل شوی دی.

دغه کتاب لا هم د امازون له لارې جلد یې تر زرو ډالرو پلورل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.