gesture-chair-tablet-13-0004200

څوکۍ څومره زموږ پر کار او روغتیا اغیز پرېباسي؟

څو میاشتې وړاندې مې غاړې، د ملا مهرو او د بدن نورو هډوکو درد کاوه. په پېښور کې یوه ډاکټر د درې زره کلدارو دوا راته ولیکله، خو دا هسې د معدې په عذابول وو. بله ورځ مې خپلې څوکۍ ته پام شو. پر څوکۍ به، چې کښېناستم غاړې او ملا به مې درد کاوه، خو، چې له څوکۍ به پاڅېدم، روغ رمټ به وم. مشر ته مې وویل، چې څوکۍ رابدله کړي، همداسې یې وکړل او نور مې نه ملا درد کړی او نه هم غاړې.

څومره، چې ستاسې د کار څوکۍ ارامه وي، که سمه ګټه ترې وانخلى وجود او روغتیا ته مو زیان رسوي. ښه څوکۍ باید شمزۍ، غاړه، ملا، څټ او لاندې د کوناټیو پاسنۍ برخه په یوه تخته کې راولي. انسان په هر ساعت ناسته کې خپلې اوږې او سر ۵۳ ځله خوځوي، چې یوازې ۲۸ سلنه یې تکیه کول او څرخېدل دي.

په یو شمېر دفترونو کې څوکۍ داسې وي، چې کس خپله ملا، اوږې او سر نه شي خوځولای، کارکوونکی اړ کیږي، چې د څوکۍ له تکیې سره فاصله ونیسي او دا ددې لامل ګرځي، چې د څوکۍ د تکیې ملاتړ له لاسه ورکړي. ځینې څوکۍ د شمزۍ (ستون فقرات) څلورواړې برخې نه شي تکیه کولای او په وجود کې هر حرکت او تغییر د لګن، ورنونو، زنګانه او پښې له لارې ترسره کیږي. کله، چې تاسې کار کوﺉ، ډېر نارامه وﺉ، یوه پښه پر بلې هغې اړوﺉ، کله پښې وغځوﺉ، کله یې له میز سره ونښلوﺉ، کله د میز مینځ ته ورننوځى، دا ټول حرکات د نامناسبې څوکۍ له امله دي.

د څوکۍ منځنۍ برخه کله په داسې ډول وي، چې په پښواو زنګنونو کې د وینې جریان مختل کوي او وینه په زنګنونو کې را غونډیږي. پر څوکۍ د کښېناستو پرمهال څنګلې باید له اوږې سره فاصله ولري، د بدن لاندنیو برخو ته د وینې جریان مخه ونه نیسي او د شمزۍ لپاره ښه تکیه ولري. څوکۍ مو باید نه ډېره لوړه وي او نه هم ډېره ټیټه. لوړې څوکۍ د زنګانه داخلي برخې تر فشار لاندې راولي او داسې به انګیرﺉ، چې د بدن پر نور غړو مو سخت فشار دی.دغسې لنډې څوکۍ ستاسې د کوناټیو پر هډوکو او ورنونو فشار راوړي.

زما یو ملګری وايي، چې په لندن کې یې په دفتر کې کار کاوه. هره اوونۍ به یو ځانګړی ډاکټر راتله او څوکۍ به یې کتلې. د کارکوونکي د بدن ازموینه به یې کوله، بیا به یې څوکۍ کتله او ، چې مناسبه به یې وبلله د کار څوکۍ یې ور بدلوله. له بده مرغه په افغانستان کې دې مسالې ته ډېره لږ توجه کیږي. زموږ ډېری دفتروالا داسې څوکۍ ګوري، چې ارزانه وي.

د دا ډول څوکیو ستر زیان دا وي، چې یو خو ډېر ژر استهلاکیږي، ځکه څوکۍ، چې څومره نارامه او غیر مناسبه وي، کارکوونکی پکې ځان نارامه احساسوي او ډېر پکې خوځي. څومره، چې کارکوونکی خوځیږي، یا څوکۍ ورسره یوې او بلې خواته تاووي، د څوکۍ ټایرونه، لاستي او یا هم کومه بله برخه ورسره ماتیږي، ځکه په دغسې حرکاتو کې وجود توازن او څوکۍ اصطحکاک له لاسه ورکوي او یوه برخه یې ماتیږي. زه، چې په کوم دفتر کې کار کوم همداسې څوکۍ یې ورته راوړې دي، خو وینم یې، چې هره ورځ یوه څوکۍ ماتیږي. زه پوهیږم، چې دا د کارکوونکو ګناه نه ده، بلکې د هغه چا ګناه ده، چې دا ډول څوکۍ یې اخيستې دي. پر داسې څوکیو ناست کارکوونکي اړ کیږي، چې هر نیم ساعت وروسته له څوکۍ پاڅیږي او بهر خپله ستړیا له منځه یوسي.

دا په خپله د وخت ضایع کېدل دي، خو که موږ سمه څوکۍ واخلو، نه یوازې دا، چې ژر نه استهلاکیږي، بلکې وخت به هم نه ضایع کیږي او تر څنګ به یې د څوکیو له وخت مخکې له منځه تلو مخه هم نیول شوې وي. پر دې ټولو سربېره کارکوونکي به ارامه او په وجود روغ وي.

په ځینو دفترونو کې ښځې کار کوي، د هغوی لپاره باید د هغوی له اړتیا سره سمې څوکۍ وپېرل شي.

موږ باید د کار، مجلس، ډوډۍ خوړلو، ښوونځي، پوهنتون او… څوکۍ سره جلا کړو، ځکه په طعام خورۍ کې یو ډول، په مجلس کې بل ډول او د کار او میز لپاره بل ډول څوکۍ کاریږي. که داسې څوکۍ جوړوﺉ، چې ژر ماتې نه شي، دې ته مو باید پام وي، چې دا ډول څوکۍ بیا کارکوونکي او ظرفیتونه ماتوي، چې ستاسې پر کاري کیفیت بد اغیز پرېباسي.

معمولا کارکوونکي باید هر ۴۵ دقیقې وروسته له څوکۍ پاڅیږي، قدم ووهي، چې ټول وجود ته یې وینه ورسیږي. که داسې ونه شي وجود، په ځانګړې توګه پښې مو ستړې کیږي. څومره، چې لاسونه او پښې خوځوﺉ، ستاسې د زړه درزا ورسره ډېریږي او په دې توګه سلولونو ته زیات اکسیجن رسیږي. دا کار تاسې ته د کار انرژي درکوي.