apple_desktop-wallpaper-1440x900

څه ډول له بې کارۍ ځان وژغورئ؟!

د افغانستان خلک په ژمي کې معمولا پیتاوي ته کښېني.
له ژمي مخکې دومره څه راغونډوي، چې په درې میاشتې ژمي کې یې وخوري. پخوا په ژمي کې په کلي او ښار دواړو کې خلک په کور کښېناستل، یا ډېر کم کار یې کاوه، خو اوس وضعیت بدل شوی دی. اوس خلک کوښښ کوي، چې په ژمي کې هم وزګار پاتې نه شي.

د کلي د پیتاوي په څېر د کابل په دفترونو او ادارو کې هم ورته وضعیت شته دی.
په حکومتي ادارو کې د غرمې له لسو بجو نه تر یوې بجې پورې د ډوډۍ وخت پیلیږي. دیګ بخارونه دي، چې شرشری یې خیږي. د ځینو کسانو کار کم وي، یا خپله تکړه وي، د درې ساعتونو کار په یوه ساعت کې کوي، خو نور وزګار پاتې کیږي. اوس خو د بیکارۍ په وخت کې تر ټولو ستره بوختیا فیسبوک او ټویټر دي. ځینې کسان یوټیوب هم ګوري، خو ډیری دفترونه یوټیوب بند ساتي.
د وزګارتیا ټولې پېښې عیب نه دی. دا عیب دی، چې یوڅوک کار بوخت نه شي ساتلای، خو دا عیب نه دی، چې یوڅوک د خپل چټک کار له امله وزګار پاتې کیږي. په دغسې وزګارتیاوو کې د دفتر رییس او مدیر تاسې ته نه غوسه کیږي. هغوی پوهیږي، چې خپل کار مو کړی، خو ددې لپاره، چې یوه شیبه هم بیځایه له لاسه ورنه کړئ، ځان په نورو چارو بوخت کړئ. که نور هیڅ نه وي، د سبا ورځې کاري پلان در سره ولیکئ. د خپلې سبا ورځې کار وکړئ. کله، چې څه ستونزه درته پیدا کیږي، تاسې به واردمخه خپل کار کړی وي او په رخصتي اخستلو کې به له ستونزې سره نه مخ کیږئ.
زه، چې کله وزګار پاتې کیږم، د سبا ورځې کار کوم. مقاله لیکم، مطالعه کوم.
دا چارې له ما سره زما په چارو او ظرفیت جوړاوي کې خورا مرسته کوي. که نور هیڅ نه وي، ورځپاڼې لولم. په کمپیوټري پروګرامونو کې نوي څیزونه زده کوم. ګورم، په ایفون او نورو داوړ ټکنالوژیکو وسایلو کې څه بدلونونه راغلي دي. وروسته یې پر خپل ایفون عملي کوم.

د راډیو او ټلویزیون بېلګه به راوړم. یو څوک د بیکارۍ په وخت کې پر یوه ځانګړي رپوټ کار کوي. نوی کال را رسیږي، خو ده یوه میاشت مخکې د ځانګړي رپوټ لپاره مواد را غونډ کړي وي، مرکې یې کړې وي او هرڅه چمتو وي. د نوي کال په وروستیو ورځو کې که دی د خپل کار په تړاو تشریحات ور کوي، د مدیر او رییس له خوا به خورا وهڅول شي. دا پخپله کارکوونکي ته د پرمختګ زمینه برابروي.
د بیکارۍ په وخت کې له بېلابېلو ادارو او مشتریانو سره اړیکي ونیسئ.
په دغه کار سره د خپل پلور کچه لوړوئ. په مشتریانو کې یوه مثبته روحیه را ټوکوئ او بالاخره یې د ځان پر لور در جذبوئ.
دا او دې ته ورته په لسګونو نور کارونه دي، چې تاسې یې د وزګارتیا پر وخت کولای شئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.