04_kabul-express-21

څه ډول ریسټورانټداري وکړو؟

(( زه ریسټورانټ ته نه ځم، خو ملګري مې په زور بوتلم. شاوخوا ۴۵ دقیقې ناست وو، چې ډوډۍ پخه شي. پیتزا او سور کړی چرګ یې زموږ پر وړاندې کېښودل، خو دواړه یې خام ول. نیمايي ډوډۍ پاتې شوه او دا وروستی ځل دی، چې زه دغه ریسټورانټ ته ځم)).

ډېر کسان، چې له هوټل او رسټورانټ نه ښې خاطرې نه لري، د بیا ورتګ زحمت نه کوي. ډېر کم کسان به په هغه هوټل کې د واده مراسم ونمانځي، چې شاوخوا کال مخکې یې زموږ د یوه ملګري په واده کې د شپې ۱۲ بجې ډوډۍ ورکړه او ډېر میلمانه ترې په وږې خېټه لاړل.

په هوټلدارۍ کې د یو شمېر ضوابطو، تګلارو او د مشتریانو د خواهشاتو په پام کې نیول خورا مهم دي. یوازې ښه راشه درشه کار نه ورکوي، ځکه خلک له ژمنې سره سم عمل، ښه خدمات، نظافت، نظم او انضباط غواړي.

په افغانستان کې موږ ګڼ هوټلونه او رسټورانټونه لرو، خو ډېر کم یې په معیار برابر دي.

خلک په رسټورانټونو کې لابي، اداري برخه، نیټ کفي، جومات، سرویس او تفریح ځایونه نه غواړي، خو په هوټل کې دا ټول مهم او ضروري دي. په هوټل کې خلک یوه اوونۍ او ان یوه میاشت تېروي، خو که چېرې دا سهولتونه نه وي، مېلمانه به له دوه ورځو ډېر وخت تېر نه کړای شي.

د هوټلدارۍ په صنعت کې مسلکي زده کړه د ننني دور مهمه غوښتنه ده.

که چېرې تاسې په خپل هوټل کې خوراک، څښاک او د مېلمنو لپاره خدمات اداره او کنټرول نه کړﺉ، مشتریان له لاسه ورکوﺉ. ستاسې کارکوونکي باید په تیوریک او عملي دواړو بڼو د هوټلدارۍ له اصولو سره بلد وي. له مېلمنو سره شخړې کول، له هغوی او د هغوی له بسترو کرکه او دا ډول نورې چارې ستاسې مشتریان بیزاره کوي.

په لوېدیځ کې که تاسې کوم هوټل ته لاړ شى، ټوله کوټه مو چټله کړﺉ او هرڅه تیت او پرک وغورځوﺉ، بېرته، چې خپلې کوټې ته راګرځى، هرڅه مو پر خپل ځای ایښي وي، هرڅه مو نوي شوي وي او د هوټل کارکوونکي نه یوازې دا، چې ستاسې له دې بې سلیقه توبه شکایت نه کوي، بلکې په موسکا مو بدرګه کوي.

ستاسې د خوراک او څښاک مدیر باید په دې پوه وي، چې هرڅه پاک او ستره دي. په پخلنځي کې هېڅ داسې بوی نه شته، چې د هوټل یا رسټورانټ مېلمانه پرې وځوریږي، یا هغوی ته د بې نظافتۍ تصویر ورکړي او هوټل او رسټورانټ پریږدي. که یو څوک ستاسې پخلیوال یا اشپز داسې وویني، چې خولې پرې را روانې وي او کالي یې ککړ او چټل وي، کله به هم ستاسې ډوډۍ ونه خوري.

که پر میز اېښی پیشقاب مو چټل وي، مچان پرې ناست وي، یا میز مو سم پاک نه وي، مشتریان د بیا راتګ لپاره زړه نه ښه کوي. دغه مشتریان به اوس هم په نه زړه ډوډۍ خوري او کېدای شي ووینى، چې نیمه ډوډۍ یې سلامته پرېيښې ده. تاسې باید دغه مهال وپوښتئ، چې ډوډۍ خوند ورنه کړ او که بل څه لامل و؟

په هوټل او رسټورانټ کې په کار بوخت کسان باید ځانګړی یونیفورم واغوندي او مسوولان او ارډر اخستونکي باید تر نورو شیک پوشه وي. که یو خیرن او داسې کس مېلمنو ته د ډوډۍ ارډر اخيستلو لپاره ودریږي، چې له جامو یې پسوړ بوی ځي، مشتریان به ډېر پرې وځوریږي.

کله هم د خوراکونو په مینو کې داسې څه مه لیکئ، چې تاسې یې نه لرى. څه مو، چې لیکلي دي، باید ټول موجود وي. په ځینو رسټورانټونو کې، چې د ښیښې تر شا پخلنځی او کارکوونکي لیدل کیږي د مېلمنو زړه پرې تسکین پیدا کوي، چې تازه او پاک څیزونه پخوي، خو که د هغوی نظافت او نظم پرځای نه وي، مشتریان ترې زړه بدي کیږي.

درې کاله وړاندې زه د کابل یوه مشهور هوټل ته لاړم. ډوډۍ یې راوړه، خو په سلاد کې یې مچ و. نن هم، چې را یادیږي، هوټل ته د تګ لپاره زړه نه ښه کوم. د هوټل او رسټورانټ مسوولان باید په سبزي او سلاډ کې د نظافت چارې ته زیات متوجه وي.

ستاسې خوراک باید د یوه کس لپاره کفایت وکړي، نه ډېر وي او نه کم. که چېرې مو خوراک زیات وي، له مشتري نه پاتې کیږي او هغه داسې فکر کوي، چې پیسې یې عبث لاړې، خو دومره کم هم ونه اوسي، چې هغه د بل خوراک فرمایش ورکولو ته اړ وځي. یانې ستاسې فردي خوراک باید د کمیت او کیفیت له مخې متوازن وي.

په رسټورانټ کې باید د خوراکونو بوی نه وي. که مشتري ډوډۍ خوړلې وي، یا نیمايي ته رسېدلی وي او ستاسې په جوسخونه کې کیلې له شودو سره ګډیږي، بوی به یې د مشتري لپاره ډېر ځوروونکی وي، ځکه دغه مهال د اومو شودو بوی پر سړي ښه نه لګي. څومره، چې امکان وي، د رسټورانټ فضا مو ستره کړﺉ، ځکه سره نږدې میزونه او ګڼه ګوڼه د خلکو نه خوښیږي. خلک د ډوډۍ ترڅنګ مجلس هم کوي او که میزونه خوله په خوله وي، د خلکو د ازاد مجلس مخه به مو نیولې وي.

کوښښ وکړﺉ میزونه مو ښیښه يي وي، ځکه دا ډول میز خیری نه نیسي او ژر پاکیږي. میز مو باید د ناست قد په اندازه وي، نه ډېر لوړ او نه هم ډېر ټیټ وي. هغه میزونه، چې د انسان د ناستې له قد لوړ وي، مشتریانو ته د خوراک په وخت کې ستونزې جوړوي. کله هم په لاسمینځي ( دستشويي) کې لاسلونى (لاسپاک) مه ږدﺉ، ځکه ډېر خلک لاسپاک نه خوښوي، کوښښ وکړى، د لاس پاکولو ځانګړی کاغذ وکاروﺉ. هوټل ته ډېری باسلیقه خلک ځي، کله هم داسې موسیقي مه غږوﺉ، چې د خلکو خبرې اخلال کړي، یا بد اغیز پرېباسي. زما مشوره داده، چې نرمه او جذابه موسیقي وغږوﺉ.