عکاس : انور دانشیار
عکاس : انور دانشیار

څنګه یو ښه کاروبار پیل کړو؟

 

(( زما طالع خرابې دي، په ما پسې پیسې نه ځي او…)). دا د هغو کسانو خبرې دي، چې په سوداګرۍ او تجارت کې یې ماته خوړلې او یا په دا ډول څرګندونو او انګېرنو ځان ته درواغجن اطمینان ورکوي.

تاسې به ډېر داسې کسان لیدلي وي، چې ښه شتمن دى، خو سوداګرۍ یا تجارت ته زړه نه ښه کوي. هغوی تل پر دې پوښتنو فکر کوي: ((هسې نه په تجارت کې تاوان وکړم؟ له بدو پکې بدتر نه شم؟ ایا مشتریان به زما تولیدات واخلي؟ زه به ځان ته په مارکېټ کې ځای پیدا کړم او داسې نور)).

که چېرې له تاسې سره په کاروبار کې دومره اندېښنې ملګرې وي او د تجارت پیلونې جرات ونه لرى، کله هم نه شتمن کیږى. پیسې پر هېچا هم له اسمانه نه را وریږي، خو دا متل رښتیا دی، چې پیسه پیسه ګټي.

زموږ ډېر کوچیان په سلګونو رمې لري، خلک وايي بېوزله دي، خو که د رمو مجموعي قیمت یې اټکل کړى، ځینې به یې میلیونران وي، خو هغوی په یوه ځانګړي موسم کې یوازې د وړیو او پسونو خرڅلاو ته ناست وي. که خپله یوڅه رمه وپلوري او د ژویو ساتنې په چارو کې اصلاحات راولي، ګټه به یې یو پر دوه وي.

زموږ د ډېرو خلکو یوه ستره ستونزه له فکر پرته پر کار او تجارت پیل دی. هغوی لومړی محصول غوره کوي او بیا بازار او مشتریان ورته ګوري، په داسې حال کې، چې د محصول له انتخاب مخکې باید موږ بازار وڅیړو، چې خلک څه شي ته زیاته اړتیا لري.

که تاسې د شمسیو یا لمریو تجارت پیلوى، لومړی باید خپل مارکیټ وګورﺉ، چې شمسۍ په کومو سیمو کې زیاتې پلورل کېدای شي. په مزار شریف، یا هرات کې کېدای شي هومره بازار ونه لري، خو په لوګر او وردګو کې ښه بازار پیدا کوي، ځکه دلته عموما خلک برېښنا نه لري او شمسیو ته اړتیا لري. ممکن په سترو ښارونو کې خپل تولیدات یا محصولات عرضه کړو، خو اصلي مشتري باید و پېژنو.

په تجارت کې باید لومړنی فکر پر بریالیتوب وشي. یانې ستاسې فکر او سوچ مثبت وي، پرماته هومره فکر مه کوﺉ، خو له ماتې د ځان ژغورنې لارې چارې حتما ولټوﺉ. که تاسې د بریالیتوب پر لارو چارو فکر وکړ، نو په دې پوه شى، چې تاسې په کاروبار کې د ماتې مخه هم نیولې ده.

په تجارت کې باید ستاسې خپله پانګونه څرګنده وي. اضافي پیسې هم درسره وساتئ، چې د اړتیا په صورت کې یې وکاروﺉ. کورني لګښتونه له تجارتي پانګې مه ورکوﺉ، کوښښ وکړﺉ هغو ته یوه بله لار ولټوﺉ، یا د میاشتې او کال په سر کې د پیسو ټاکلې کچه ورته وټاکئ. داسې نه شي، چې دوکان پرانیزﺉ او هره ورځ کور ته ترې خوراکي توکي را وچلوﺉ.

پښتانه وايي، ګټه په تاوان کیږي، دا تضمین څوک نه شي درکولای، چې تاسې به هېڅکله هم په خپل تجارت کې زیان نه کوﺉ. خو زیان ډېرځله د تجربې او بري د حصول او د فکر د صیقل کېدو لامل هم کیږي. ستاسې تجارت هومره ستر نه دی، چې په زیان مو هرڅه له منځه لاړ شي، ځکه سوداګري او تجارت له کمې شتمنۍ پیلیږي او په تدریج سره د بازار د ارزونې له مخې، پانګونه زیاتیږي.

که تاسې په یوځل د میلیونونو افغانیو توکي پیرﺉ او مخکې له دې، چې ټولې اړتیاوې مو څیړلې وي، د ښه بازار توقع باید ونه لرﺉ. یوځل مارکېټ ښه و اروزوﺉ او کله چې ډاډمن شوﺉ بیا له اړتیا سره سمه پانګونه وکړﺉ.

زما په یاد دي، یوځل د پېښور په ګرمیو کې یوڅو کسانو له یوې غرنۍ سیمې یوه لارۍ واوره راوړله. هغوی تمه درلوده، چې ګرمي ده او واوره تر یخ ارزانه ورکوي ټول خلک به یې وپیري، خو دا، چې پر واوره ناست ګرد له ورایه ښکارېده، چا ډېر زړه نه ورته ښه کاوه. بالاخره نیمه واوره په موټر کې اوبه شوه او نیمه نوره یې وپلورله.

دا په دې معنا ده، چې موږ باید لومړی خپل بازار او اړتیاوې وسنجوو او بیا د محصول پر انتخاب غور وکړو. دا کار لږ ترلږه دا یقیني کولای شي، چې که ګټه نه کوﺉ، زیان خو بیخي نه کوﺉ.