o-how-to-say-no-facebook

څنګه په ځان کې د ((نه)) ځواب وړتیا وروزو؟

زه یو عادت لرم، چې چاته (نه) نشم ویلای. که پور رانه غواړي، ضمانت مې غواړي، یا کومې میلې او محفل ته مې بولي، نه یې ردوم. دې چارې ډېر زیانمن کړی یم. سرمایه مې ټوله پر ملګرو پور ده، په کور او بانک کې یوه انۍ هم نه لرم.

زه تاسې ته لارښوونې کوم، خو خپله ترستوني پکې غرق یم. دا یو کال کیږي، چې له ځان سره مې پتېیلې چاته به پور نه ورکوم، خو بیا هم په دې هوډ کې ټینګ نه یم. له ۱۰ تر ۱۵ زرو پورې ډالر مې پر خلکو پور دي. همدالامل دی، چې کله کور او کار او بار راته پیدا کیږي، پیسې راسره نه وي او، چې پیسې راسره وي، کور او کاروبار نه را پیدا کیږي.

تېرکال مې د یوه ملګري ضمانت کړی و، خو ستونزو او شکایتونو یې نور تر دوو سپږمو راوستی یم. اوس وایم، چې ژوندی یم د چا ضمانت به نه کوم. یو بل خپلوان مې غواړي کار ورته پیدا کړم، خو زه پوهیږم، چې هرې ادارې ته یې ور معرفي کړم، ښې خاطرې به ترې ونه لرم. پیسې ورکوم، خو دې ته زړه نه ښه کوم، چې کومې ادارې ته یې ور وپېژنم. زه مخامخ ((نه)) نه ورته وایم، خو دا هرومرو وایم، چې په دفتر کې مو واسطه نه چلیږي، تشکیل مو پوره دی او د بل کس د ګومارنې ګنجایش نشته.

په ښو چارو کې د چا له همکارۍ ډډه مه کوﺉ، خو همکاري مو باید په فکر او دقت وي. پور ورکړﺉ، خو ژمنه واخلئ، چې پر ټاکلي وخت به یې در رسوي. کار چاته پیدا کړﺉ، خو سل په سلو کې تضمین یې مه کوﺉ.

دا خبرې په دې معنا نه دي، چې تاسې ملګرتیا، دوستي او بشرپالنې چارې پریږدﺉ.

زه وایم په دې برخو کې باید لږ په احتیاط او فکر عمل وکړﺉ، چې سبا په خپلو ښو پښیمانه نه شئ. له چا نه شرم مه کوﺉ، یا له دې مه ویریږﺉ، چې په نه سره به څوک له تاسې خپه شي. تاسې لومړی خپلې ګټې وسنجوﺉ، چې ایا په دې کار کې مو خیر شته او که یه؟ ایا دا سړی په دې ارزي، چې زه ښه ورسره وکړم؟ یا دا توان لري، چې پور مې بېرته را پرې کړي.

زموږ یوه ملګري په پېښور کې له څو ملګرو پیسې پور کړې. له چا یې د ناروغۍ په پلمه او له ځینو یې په لس او شل نورو پلمو په سلګونو زره کلدارې غونډې کړې. ترڅو، چې پلار او مور او خلک پرې خبرېدل، سړی په یونان کې و. اوس یې نه کورنۍ مسوولیت پرغاړه اخلي او نه د هلک پته لګیږي، چې د لندن په کومه سیمه کې اوسیږي. دغسې زما یادیږي، چې زموږ د یوه بل ملګري کورته ښځه ورغلې وه، چې د فلاني میرمن یم، په کور کې مې اوړه او غوړي نشته، یو سل ډالره مې په کار دي. سړي د بشري زړه سوي او انډیوالۍ له مخې سل ډالر ورکړي وو، خو وروسته وپوهېد، چې د ملګري د مېرمنې په نامه چا تېر اېستی دی.

کېدای شي له تاسې یوڅوک وغواړي، چې د درواغو شاهدي ورکړﺉ، یا دې ته مو وهڅوي، چې تاسې هم د پېښې په ځای کې وﺉ. دا ډول چارې تاسې ته سرخوږی پیدا کوي. د خلاصون ښه لاره داده، چې ووایاست په اسلام کې درواغ حرام دي او مور مې د درواغو په صورت کې خپلې شودې راباندې حرامې ګرځولې دي. مخامخ چاته (نه) مه وایاست، خو د هر (نه) ځواب لپاره معقولې لارې ولټوﺉ، چې نه سیخ وسوځي او نه کباب. مقابل اړخ ښايي وپوهیږي، چې تاسې پلمه کوﺉ، خو ستاسې معقول ځواب به لږترلږه هغه ته قناعت ورکړای شي، خو که بیخي نه ورته ووايى، ښه به پرې ونه لګیږي.