proper-office-work-techniques-to-prevent-pain

څنګه په خپل دفتر کې خوشاله کار وکړو؟

((هرسهار، چې دفتر ته ځى، په دې فکر کوى، چې څنګه خپله دنده ترسره کړى او څنګه خپل مدیر خوشاله وساتى. ځان درته ستړی، مات او په کار کې عاجز، خو نور خلک درته خوشاله ښکاري. زړه مو ډک وي او ان کله کله ژړا درځي. دې ته منتظر وﺉ، چې کله جمعه او رخصتي را رسیږي او تاسې یو دوه ورځې د دفتر له کار او د مدیر او رییس له غالمغال نه ځان بې غمه کړﺉ. کوښښ کوﺉ دا ثابته کړى، چې کار مو بې ګټې دی او اداره هسې خوشی مصرف کوي)).

کله، چې په کار کې له دغسې وضعیت سره مخ کیږى، یا یې حل ولټوﺉ او یا د ځان لپاره یو نوی کار پیدا کړﺉ.

ډېرځله موږ له یوه داسې وضعیت سره مخ کیږو، چې له خپل مسلک او کار نه مو زړه تور شي.

په کومه دنده کې، چې بوخت یو، خورا ستومانوونکې راته ښکاري او غواړو نور دغه دنده پریږدو. له کاره په کې وتلي وو، نه کورنۍ چارو ته رسیږو او نه ملګرو او دوستانو سره د چکر او سیاحت فرصت مومو. کله کله دومره زړه تنګي شو، چې په نه زړه او خورا ټیټ کیفیت کار کوو. زه خپله په یوه داسې اداره کې کار کوم، چې له سهار نه تر ماښامه پورې په کار په کې بوخت یم. ملګري مې شکایت کوي، چې ګوښه شوی یې، یا دومره په کار کې ډوب شوی یې، چې ټولنیز ژوند ته دې شا اړولې ده.

د دا ډول زړه تنګي څو لاملونه دي. یو دا، چې په اداره کې تاسې ته پوره ارزښت نه درکول کیږي. تاسې، چې څومره تمه لرﺉ اداره او مسوولان مو په هغه کچه په ارزښت نه دي قایل، یا هومره امتیاز او معاش نه درکوي. شپه او ورځ کار کوﺉ، خو څوک مو کار ته ارزښت نه ورکوي، لږترلږه مو تشویقوي هم نه. که رخصتي غواړﺉ جنجال درسره کوي او که یوه ورځ مو د کار کیفیت ټیټ وي، د ټولو کارکوونکو پر وړاندې نیوکې درباندې کیږي، یا خو له سره د دې کار وړتیا نه لرﺉ، خو هسې مو ځان ورته اړم کړی دی. دویم دا، چې پر تاسې کار له بریده ډېر دی. تاسې، چې هرڅومره خپل ظرفیت او وړتیا کاروﺉ، کارونه مو نه سره سمیږي، خامخا یوه نیمه تېروتنه کیږي، چې مسوولان مو پرې ناراضه وي. په دفتر کې کاري ظرفیتونه او امکانات ډېر کم دي، مسوول کسان مو له دفتره بهر دي او له لرې د کار او امکاناتو ترمنځ انډول نه شي درک کولای.

همدا، چې یوه وړه تېروتنه وشي، یا پر خپل وخت یو کار ونه کړﺉ، نیوکې کوي او وايي، چې کار مو بې کیفیته دی. تاسې به د څلورو او پنځو کسانو کار کوﺉ، نور کارکوونکي به هم همداسې په کار بوختوﺉ، خو دا، چې کار او کاري ساحه مو پراخه او ظرفیتونه او امکانات مو کم دي، د کار کیفیت درنه خرابیږي، یا ټول فرمایشونه نه شى پرځای کولای.

دغسې یو وضعیت د کارکوونکي، مسوول او مدیر لپاره ښه وضعیت نه دی، ځکه نه یوازې دا، چې خپله انرژي له لاسه ورکوي، بلکې د کاري کیفیت د خرابتیا له امله په مسلکي کړیو کې خپل مسلکي اعتبار هم له لاسه ورکوي. خلک دا نه ګوري، چې په (X)اداره کې امکانات کم دي، ځکه خو د (Y) د کار کیفیت او مدیریت هم ورسره زیانمن شوی دی. خلک دا سوچ کوي، چې Yپه خپل مدیریت کې ناکامه دی او له دومره امکاناتو او ظرفیتونو سره سره، نه شي کولای، چې ښه خدمات وړاندې کړي. دا یو داسې وخت دی، چې تاسې باید د امکاناتو او ظرفیتونو د بډاینې په لټه کې شى او که داسې ونه شي، کوښښ وکړﺉ ځان ته بله دنده پیدا کړﺉ.

ما په لومړي سر کې د یوې داسې ادارې مسوولیت پرغاړه درلود، چې کارونه مې یې له صفره پیل کړل. شپه او ورځ مې خوب نه و. د شپې له مهاله مې په خوب کې لیدل، چې څه ډول کار کوم. دې فکرونو ما ته رواني ستونزې پیدا کړې وې، خو خپله حوسېله مې له لاسه نه ورکوله.

مور او مېرمنې مې راته ویل، چې ځان ته دې خپله جنجال جوړ کړی، ځکه ما له دې دندې مخکې په ښه معاش بل ځای هم کار کاوه. خو زما هوډ بل څه و. ما غوښتل ځان په یوه داسې مسلکي مدیریت کې و ازمویم، چې له ډېرو زیات یې د مسلکي توب ادعا لرم. کار مې مثبتې پایلې درلودې، ورو ورو هرڅه سم شول او دغه اداره مخ په بریالیتوب ځي، خو اوس، چې د امکاناتو او ظرفیتونو کمي او ناانډوله وضعیت ته ګورم، په ثابت او جامد حالت کې پاتې کېدل راته د زغم وړ نه دي، ځکه نه خپل ابتکار او خلاقیت عملي کولای شم او نه هم د نورو کارکوونکو ابتکارات هڅولای شم.

زه یو عادت لرم، چې هیڅ ځای له دوو کلونو ډېر وخت نه تېروم، خو هرځای ته، چې ځم له لومړني هغه ښه ځای راته ګورم. ځینې کسان سره له دې، چې له خپل کاره ستړي او زړه تنګي وي، خو د پرېکړې جرات نه لري او په یوه ځای کې په ثابت حالت کې پاتې کیږي. په هغه اداره کې، چې ستاسې د ارتقا چانس محسوس وي او اداره مو کارته ارزښت ورکوي، ستاسې پاتې کېدل حتمي دي، خو که په ثابت حالت کې پاتې کیږﺉ او دغه وضع له کاره ستاسې زړه توروي، په دې حالت کې ښه داده، چې ځان ته یوه بله دنده وګورﺉ.

زموږ یو ملګری لس کاله کیږي، چې په یوه اداره کې کار کوي، خو په دې لسو کلونو کې، چې لومړی څه کاره و، نن هم په همغه پوسټ کې دی. لږترلږه ۱۰ کلنه تجربه سړی د مدیریت کچې ته لوړوي، خو که دغسې ثابت پاتې کیږي، بیا خو غوره داده، چې دنده پریږدي او د پرمختګ لپاره نور ځایونه ولټوي.

تاسې، چې څومره په رتبه کې لوړیږﺉ، په همغه کچه مو امتیازونه ډېریږي، خو که ثابت پاتې شى، نه یوازې دا، چې امتیاز مو نه لوړیږي، بلکې له یوه کورني مالي بحران سره هم مخامخ کیږﺉ. تاسې لس کاله مخکې یوازې مجرد ژوند کاوه، خو اوس په دې ۱۰ کلونو کې ستاسې د واده ثمره شاوخوا څلور بچیان دي. د هغوی لپاره مو کور کرایه کړی، خوراک او پوښاک ورکوﺉ او سبق هم پرې وایى. که تاسې په خپله دنده کې ارتقا ونه کړﺉ او امتیاز مو ورسره په مناسب ډول پورته لاړ نه شي، دا به سخته وي، چې په شته معاش د خپلو بچیانو کفالت او د کور کرایه ورکړى.

هرکال باید ستاسې ظرفیت اپډیټ شي. سږکال په کمپیوټر نه پوهیږﺉ، تاسې باید راتلونکی کال د کمپیوټر په ټولو پروګرامونو بلد وﺉ. په انټرنیټ کې ښه ماهر وﺉ. په پنځو کلونو کې باید له نوې ټکنالوژۍ سره بشپړ عادي شى. انګلیسي مو تقویه کړﺉ، مطالعه پراخه کړﺉ او په خپل مسلک کې ځان داسې ځای ته ورسوﺉ، چې ځانګړی نظر او لید ولرﺉ. په دې صورت کې تاسې خامخا پرمختګ کوﺉ او کله، چې پرمخ ځى، امتیازونه او مقام مو هم ورسره لوړیږي. دا هغه وخت دی، چې تاسې به له خپل کار او دفتر نه خوند اخلى، په رخصتیو کې به هم دفتر ته راځى او کله به مو هم زړه ترې نه تنګیږي.