Money and plant. Hand holding euro coin.
Money and plant. Hand holding euro coin.

څنګه پانګونه وکړئ؟!

د نویو پانګوالو په ذهن کې بېلابېلې پوښتنې را ټوکیږي.
څه ډول پانګونه وکړم؟ چېرې یې وکړم؟ څومره پیسې په وګټم؟ او ….
په مالي ژوند کې یو مهم تصمیم د پانګونې تصمیم دی.
ایا تاسې غواړئ، چې د خپلې پانګونې په تړاو ښه او پر ځای تصمیم ونیسئ؟ خپلې پیسې خوندي کړئ؟ خپلو مالي اهدافو ته د رسېدو په خاطر ګټه او عاید ډېر کړئ؟
که ځواب مو مثبت وي، د ځان لپاره مو ښه لارښود ټاکلی، ځکه دا ټکي تاسې په یوه هوښیار پانګوال بدلوي. مبتدي او نوي پانګوال که غواړي بریالي واوسي، دغو پوښتنو ته باید ځوابونه ومومي. په دغو پوښتنو سره تاسې د پانګونې په تړاو خپل ابهامات لرې کولای شئ.
که دا پوښتنې مو ذهن ته نه درځي، په همدې تړاو لیکل شویو کتابونو ته مراجعه وکړئ.
شخصي اهداف وټاکئ. مالي پروګرام جوړ کړئ. د پانګونې اهداف وټاکئ. د پانګونې د کنټرول او استعمال لارې چارې ولټوئ. هر انسان اړ دی، چې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره پانګونه وکړي. په نړۍ کې به هېڅ داسې خلقت ونه وینئ، چې پانګونه نه کوي. سړی د اولاد لپاره پانګونه کوي، پر اولاد پانګونه کوي، پر باغ، پر کور، پر دوکان او حتا پر خپل فکر او….
پانګونې ته تر تګ مخکې باید ددې لارې پر ټولو اړتیا وړ مسایلو پوه وئ. په پټو سترګو پانګونې مه کوئ، ځکه په تیاره کې غشی وارول ګټه نه کوي. د پنځو ورځو، میاشتې او کال پانګونې مه کوئ. نن مو دوکان پرانيست، ګټه یې ونه کړه، بېرته یې بندوئ. دا ناکامې پانګونې دي او ګټې په کې نه شئ کولای. د دوکان لپاره واردمخه څو کلن پلان وسنجوئ. سږ کال څه ډول وي، راتلونکی کال په کوم حد کې او په پنځو او لسو کلونو کې په کوم حد کې واوسي. که نن هم دوکاندار وئ او لس کاله وروسته هم همغه دوکاندار وئ، نن هم پر بایسکل ځئ او لس کاله وروسته هم بایسکل چلوئ، دا پانګونه نه ده. پانګونه باید په مشخص زمان کې ستاسې په ژوند کې بدلون راولي.
پانګونه معمولا د اړتیا پر تشخیص او منطقي تصمیم کیږي.
که یو څوک د خپل کاروبار او تجارت، یا په مجموع کې پانګونې لپاره اهداف، پلان، زماني حصول او لرلید ونه لري، دا نه تجارت دی او نه پانګونه ورته ویل کیږي. دا هسې د هوا ګزول دي. دا باید جوته وي، چې راتلونکی کال مو وضعیت د نن په پرتله په کوم برید کې وي؟ ایا دوکان به مې په مغازه بدل شي؟ څو مزدوران ولرم؟ ځنځیري پلورنځي به څو وي؟ موټر او کور په کې اخیستی شم؟ دا هغه څه دي، چې ستاسې د پانګونې نتیجه ټاکي.
که یوڅوک خپله پانګونه او تجارت په سمه توګه مدیریت کړي، هغوی ښو نتایجو ته رسیږي.
لنډمهالي او اوږدمهالي اهداف او د هغو د حصول ستراتیژۍ باید مشخصې کړئ. ځای، وخت ، فرصتونه او کچه یې معلومه کړئ. ابتکاري لارې یې جوتې وي، عواید، ګټې او مصارف ټول باید وسنجوئ. لنډمهالي اهداف مو باید اوږدمهالو هغو ته ورسولای شي. څومره مو، چې عواید له اړتیاوو، لګښتونو او راتلونکو پلانونو سره همغږي وي، هومره د خپلې پانګونې د کمیت او کیفیت یو روښانه تصویر ترلاسه کولای شئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.