131d981d-d3b7-4b38-8f35-38e1ecd3ada6_cx0_cy3_cw0_w987_r1_s_r1

څنګه ټلویزیون وپېرﺉ؟

په کورونو کې د کورنیو د غړو د راغونډېدو یو لامل ټلویزیون دی.

هیڅ دوکاندار د خپلو توکیو غیبت نه کوي. هغوی به وايي: (( زه په خپل کور کې همدا ټلویزیون کاروم، درې کاله کیږي هیڅ خرابی نه لري)). هغوی مکلف دي، چې د خپلو توکو مارکیټنک او ستاینې وکړي، خو تاسې د یوه جنس له استعمال، کتلو او پر ټولو ځانګړنو له پوهېدا پرته هغه مه پیرﺉ.

که صدیق عمر مارکیټ ته ولاړشى، ګڼ متنوع او پرمختللي ټلویزیونونه به ووینى. تاسې نه شئ کولای، چې هر ټلویزیون مو خوښ شي، سملاسي یې وپیرﺉ. تاسې لومړی خپله بودجه او د استعمال څرنګتیا ارزوﺉ او بیا توکی پېرﺉ. که دفتر ته یې پیرﺉ، دیوالي هغه به مناسب وي، خو په کور کې دا څیز لازم نه دی، ځکه تاسې په هر موسم کې د ناستې کوټه بدلوى. په ګرمي کې دهلیز ته راوځى او په ژمي کې وړه او توده کوټه غوره کوﺉ، چې په دې صورت کې دیوالي ټلویزیون مناسب نه دی.

لازمه نه ده، چې ستاسې د ټلویزیون پرده ستره وي، ۴۲ یا اویا انچه وي. ټلویزیون تاسې د کور لپاره اخلى، تر ۲۱ اینچو پرده تاسې ته کار ورکوي. خپله کوټه وګورﺉ، چې څومره ده. د ۴۲ اینچه اېل سي ډي لپاره ستاسې او ټلویزیون ترمنځ فاصله باید ۲۱۳ سانتي متره وي. دلته د تصویر کیفیت، رڼا، پر سترګو د ټلویزیون د رڼا اغېز او نور ټول مسایل په پام کې نیول کیږي. څومره، چې ټلویزیون ته نږدې کیږﺉ، تصویر مات درته ښکاري، خو که په وړ فاصله کې وﺉ، تصویر روښانه او نرم وینى.

ریزولیشن په ټلوزیون کې د تصویر وضاحت ښيي. څومره، چې پیکسلونه ډېر وي، تصویر مو روښانه کیږي. په اېل سي ډي کې د بشپړ ایچ ډي او ایچ ډي په نامه دوه ډوله اصطلاحات دي. دا د ټلویزیون پیکسل او ریزولیشن ښيي. د ټلویزیون اخيستلو پرمهال د تصویر د تیاره او روښانه برخو اندازه یا کنټراسټ وګورﺉ. څومره، چې دغه اختلاف ډېر وي، تصویر مو روښانه راځي.

تضمین د ټلویزیون لپاره مهم دی. څلور کاله مخکې مې یوه خوریې په صدیق عمر مارکیټ کې اکیرا ټلویزیون راته واخيست. دا، چې نوموړی د ټلویزیون مسلکي و، دویمه خبره مې په کې ونه کړه، خو یو کال یې وتلی نه و، چې ټلویزیون له کاره ولوېد. برېښنا یې ډېره مصرفوله، خو تصویر او کیفیت یې خراب و. اوس همداسې په ګودام کې راسره پروت دی.

دې ته په پام، د ټلویزیون تضمین باید زموږ لومړیتوب وي. کوښښ وکړﺉ زوړ یا استعمال شوی ټلویزیون ونه پېرﺉ. که یو ایل سي ډي اووه کاله عمر ولري او شپږ کاله استعمال شوی وي، تاسې یې د ۲۰۰ ډالرو پرځای په ۱۰۰ ډالرو وپېرﺉ، ټلویزیون یو کال نور کار ورکوي او په دویم کال اړ کیږﺉ، چې نوی ټلویزیون وپېرﺉ، ځکه خو ستاسې لومړنی انتخاب باید د یوه نوي ټلویزیون پېرل وي.

زه یې تجربه لرم. درې کاله مخکې مې سامسونګ ایل سي ډي اخستی، تر اوسه پورې نه یوازې دا، چې د تصویر کیفیت یې نه دی خراب شوی، بلکې هېڅ راز ستونزه هم نه ده په کې رامنځته شوې. همدا اوس یې که بازار ته یوسم کېدای شي په وړ بیه وهم پلورل شي.

نن سبا په بازار کې ایل سي ډي، ایل اي ډي او پلازما درې ډوله ټلویزیونونه پلورل کیږي او هر یو یې خپلې ځانګړنې لري، خو دمګړۍ تر ټولو ډېر ایل سي ډي پلورل کیږي. د دریواړو ترمنځ د توپیر د هغوی په تصویر او رڼا کې دی. ایل اي ډي او پلازما تر ایل سي ډي دغو ډېره برېښنا مصرفوي. ایل سي ډي تر ۳۰ زاویې پورې تصویر سم ښيي، خو په ایل اي ډي او پلازما کې دغه درجه لوړه ده او څومره، چې له ټلویزیون نه په متفاوته زاویه کښیېنﺉ، تصویر په همغه کیفیت لیدای شى.

ایل سي ډي د رڼا لپاره یوه بېله سرچینه لري، کمی او زیاتی په کې راوستلای شو، خو پلازما رڼا په خپله تولیدوي. په هغو ځایونو کې، چې رڼا ډېره وي، یا پرانيستې فضا وي په پلازما کې تصویر سم نه لیدل کیږي، هلته بیا ایل سي ډي کاریږي. ایل سي ډي او پلازما دواړه ۶۰ زره ساعته عمر لري، یانې اووه کاله یې شپه او ورځ کتلای شى. د ایل اې ډي په اړه هم ویل کیږي، چې ۱۰۰ زره ساعته عمر کوي، یانې شاوخوا ۹ کاله یې ۲۴ ساعته کتلای شى. د ایل سي ډي یوه ستونزه داده، چې تور رنګ ښه نه ښيي.

د ټلویزیون په پېرلو کې د هغه پورټونو او نورو داخلي او خروجي لارو ته ځیر شﺉ. تاسې له کمرې، کمپیوټر او نورو وسایلو تصویر یا بل څه پر ټلویزیون ګورﺉ، د یو ایس بي، ټي وي کارډ او نورو وسایلو د اتصال امکانات باید ولري.