self-employed

څنګه له دندې سره پر یوه وخت شخصي کاروبار جوړولی شو؟!

ژباړه -د وخوره او مه مره له ژونده د خلاصون لپاره د شخصي کاروبار جوړول د ډېری خلکو هیله ده، خو ستره پلمه یې دنده ده.

دوی د دندنې د له لاسه ورکولو له وېرې شخصي کاروبار ته زړه نه ښه کوي؛ خو ډېری بریالیو کاروباریانو تر هغه وخته چې په شخصي کاروبار کې یې بریا نه وي یقیني شوې، خپلو ورځنیو او رسمي دندو ته هم دوام ورکړی دی.

د لېږد دغه پړاو ښايي له فشاره ډک او ستونزمن وي، په ځانګړي ډول په هغه حالت کې چې تاسې له خپلې دندې خوند نه شی اخیستلی؛ خو په یاد ولرئ چې د شخصي کاروبار خوند په دغو سختیو ارزي.

جاه طلبي مهمه ده؛ خو هر وخت د پرمختګ لپاره بسنه نه کوي.

د هڅوونکو او وېښوونکو عواملو پېژندل له کارکوونکي څخه پر کاروباري ستاسې د بدلون په پړاو کې حیاتي ارزښت لري.

لاندې څو هغه موارد دي چې تاسې یې په ترسره کولو سره کولی شئ له اوسنۍ دندې سره پر یوه وخت شخصي کاروبار پیل او په هغه کې بریالي شئ.

لومړی: د شخصي کاروبار د پيل لپاره خپل دلیل د منرال په څېر روڼ کړئ

له «ولې» سره ستاسې اړیکه د کاروبار د پیل لپاره لومړنی او مهم ګام دی. تاسې ښايي دې هڅولي وی چې د خپل ځان مدیران شی، مالي خپلواکۍ ته ورسېږئ، ازاد وخت ولرئ، خلکو ته خپل نوښت وښيئ او یا هم له خپلو ماشومانو سره په کور کې د پاتې کېدو لپاره کافي وخت ولرئ.

هر یو چې ستاسې هڅوونکی وي، هماغه شی له تاسې سره په تمرکز او خپلو هیلو ته په رسېدو کې په ځانګړي ډول د سختو شرایطو پر مهال مرسته کوي.

دویم: خپلو هيلو ته ژمن شئ

د یوه کار د ترسره کولو لپاره لېوالتیا هغه ته له ژمنتیا سره ډېر توپیر لري. کله چې تاسې خپلې هیلو ته ژمن وئ، او ټینګه ژمنه کوئ، چې هیله به مو پر واقعیت بدلوئ.

د دې معنا دا ده په دغه حالت کې که تاسې له ننګونو سره مخ کېږئ، د حل لاره ورته پيدا کوئ
.
دا ژمنه لومړی له ځانه سره وکړئ او وروسته یې له خلکو سره شریکه کړئ.

درېیم: د خپل کاروبار لپاره شخصي لیدلوری جوړ کړئ

پر دې فکر وکړئ چې له خپل کاروبار څخه څه غواړئ او نتیجه یې د یوه کال په جریان کې په منظم ډول ولیکئ. هڅه وکړئ چې مشخص او په جزیاتو یې ولیکئ. کوم فعالیتونه غواړئ چې په کاروبار کې یې ترسره کړئ، مشتریان مو څوک دي، شمېر یې څومره دی او میاشتینی عاید مو باید څومره وي؟

لیدلوری مو هر سهار وختي او مازدیګر په زوره ولولئ، په بشپړ ډول مو تمرکز پر پایلو کړئ، ستاسې لړزه« جنب و جوش» د کاروبار د رونق لامل کېږي.
پر پایلو د تمرکز له لارې تاسې کولی شئ چې ځان د منفي افکارو له پراختیا وساتئ.

څلورم: متفکر ګروپ رامنځته کړئ

متفکر ګروپ د افرادو داسې ټولګه ده چې غړي یې د یو بل کارونه ارزوي، په منظم ډول یو د بل ملاتړ کوي، نوې ایډیاوې پنځوي او د ننګونو پر وړاندې ګډه مبارزه کوي.

متفکر ټیم له تاسې سره فوق العاده مرسته کوي چې حساب ورکوونکي او خوځنده و اوسئ.

دغه ډول یو ټیم د مخامخ کتنو، انلاین رسنیو او تلفون اړیکو له لارې رامنځته کولی شئ.

د یوه متفکر ګروپ د جوړولو لپاره تر ټولو مناسب کسان هغه دي چې ستاسې په څېر یې نوی کاروبار پیل کړی دی.

پنځم: ځان مو په زده کړه کې ډوب کړئ

هر هغه شی چې ستاسې د کاروبار اړوندي دي، په اړه یې څېړنه او مطالعه وکړئ. انټرنېټ یوه غوره سرچینه ده چې د نوي کاروبار په اړه ترې ډېر معلومات ترلاسه کولی شی.

کورس ته ولاړ شی، ځان ته لارښوود ونیسئ او یا هم یو باتجربه کس پیدا کړئ.
د کاروبار اړوندې ویناوې او اډیو کتابونه واورئ. څومره چې په خپله برخه کې ډېره زده کړه کوئ او مسلکي کېږی په هماغه اندازه ستاسې د بریا فرصت زیاتېږي.

شپږم: د خپلې دندې په اړه مثبت فکر ولرئ

هره ورځ د خپلې دندې اړوند داسې یو شی پيدا کړئ چې د ستاینې وړ وي.
تاسې ښايي له خپلو همکارانو سره له ناستې پاستې خوند واخلئ او یا هم له روخصتۍ. یا هم کېدای شي دغه شی وړیا قهوه او ستاسې ارامه څوکۍ وي.
اصله خبره دا ده چې په مثبتو ټکو پسې وګرځئ.

څومره چې په اوسني وضعیت کې مثبت شیان پیدا کوئ، په هماغه اندازه په کاروبار کې ستاسې بریا زیاتېږي.

منفي افکار ستاسې ځواک له منځه وړي او نه مو پرېږدي چې تاسې خپلې هیلې تعقیب کړئ.

اووم: ورځني اهداف وټاکئ
هره ورځ د خپلې سوداګرۍ لپاره یو کوچنی او د اندازه کولو وړ ګام پورته کړئ.

دا په یاد ولری چې ځینې وخت ښايي داسې ښکاره شي لکه تاسې چې هېڅ نه وي کړي.

په لومړیو ورځو کې ښايي ستاسې ډېر کارونه ستړي کوونکي وي؛ خو همدا کارونه ستاسې د سوداګرۍ لپاره مهم دي.

هره ورځ د یوه ګام په پورته کولو سره، که هغه ډېر کوچنی هم وي، تاسې به یوه ورځ پایلې احساس کړی.

د پورتنیو کارونو په ترسره کولو سره به یوه ورځ متوجه شی چې د خپلې اوسنۍ دندې ترڅنګ مو له خپلې هیلې سره سم شخصي کاروبار هم جوړ کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.