Listening-to-Mozart-makes-the-mind-more-focused

څنګه فکري تمرکز ولرو !؟

په اوسمهالې نړۍ کې د بوخت ژوند له امله د انسان ذهن او فکر هم خورا بوخت دی.

په ورځ کې انسان له ګڼو داسې پېښو او موضوعاتو سره مخ کیږي، چې ذهن یې پرې بوختیږي او فکر یې پر حل لارې او څرنګتیا متمرکز کیږي. که له ډېرو څیزونو څنګ ته پاتې شئ، داسې عوامل شته، چې تاسې بېرته په موضوع کې ښکیلوي. له سیاست نه لرئ ګرځئ، خو په کور کې موراډیو او ټلویزیون شپه او ورځ سیاسي بحثونه در اوروي او بالاخره ستاسې فکر هم ورسره مشغولیږي.

اوسمهالې صنعتي نړۍ له رنګارنګیو ډکه ده او دا رنګا رنګي له فکري او ذهني اړخه له تمرکز پالنې سره په تقابل کې ده. ډېر ځله انسان پر یوه موضوع تمرکز کوي، فکر یې پر همدغه محور راڅرخي او بل هېڅ څیز ته یې پام نه وي. فکري تمرکز د انسان په هڅو پورې تړلی دی او څومره، چې سړی د خپل فکر پر را غونډولو کار کوي، هومره سره را غونډیږي.

تاسې که په یوه وخت کې مطالعه کوئ، ټلویزیون ګورئ او له ملګري سره په ټیلیفون هم غږیږئ، په دریواړو چارو کې به ناکام وئ. نه به مو مطالعه په ذهن کې ناسته وي، نه به مو له فلم کتلو خوند اخستی وي او له ملګري سره به مو پر ټیلیفون خبرې هم بې مفهومه وي، خو که فکر مو یوازې پر یوه موضوع را غونډ کړئ، غوره پایلې به ترلاسه کړئ.

څومره، چې انساني فکر ډېر بوخت وي، هومره یې تمرکز تیت او پاشلی وي.

پر یوه وخت د پلورنځي کنټرول، مشتریانو ته سودا ورکول، مالي حسابونه او د مشتریانو جذب او رخصتول ناشوني دي. چاته به کمې او یا ډیرې پیسې ورکوئ، یوڅوک به مو له پلورنځي غلا کوي، څوک به درنه خپه کیږي او څوک به نیم ساعت درته منتظر وي، چې پاتې پیسې ورکړئ، خو ستاسې به هېڅ ورته پام هم نه وي.

که تاسې خپلې اړتیاوې سره ووېشئ او ځینو ته لومړیتوب او پاتې نورې وځنډوئ، فکري تمرکز له لاسه نه ور کوئ. نن باید یوازې دوه کاره وکړئ، پاتې نور سبا او بلې ورځې ته پریږدئ. دا دوه کاره به تاسې له پوره فکري تمرکز سره کوئ او هېڅ ستونزه به هم نه در پېښیږي. پر یوې ځانګړې مسئلې، چې فکر کوئ مزاحم افکار شړئ او مه پریږدئ، چې ذهن او فکر مو پر حاشیوي څیزونو بوخت شي. څومره، چې تاسې مزاحمو افکارو او فکري اندېښنو ته نه ځواب ورکوئ، هومره یې کچه ټیټیږي او بالاخره پر ځانګړې موضوع فکري تمرکز ته رسیږئ.

ګهیځ اته بجې دي. له خوبه ناوخته پاڅېدئ او غواړئ ږیره جوړه کړئ او ځان ومینځئ. پر میرمنې مو پټکې کوئ، چې ولې یې اوبه پر وخت نه دي تودې کړې. ځان مینځئ او دریشي کوئ. په همدې شیبه کې ددفتر موټر را رسیږي او پرله پسې هارن کوي. دریشي مو واغوسته، خو نېکټايي ورکه ده. نیکټايي مو ومونده، خو اوس مو موبایل ورک دی، چې لس دقیقې مخکې مو چېرته کېښود. ځان ته غوسه یئ، پر ښځې او ماشومانو هم غوسه کیږئ. د چایو پیاله یخه پاتې ده او تاسې په وچه خوله موټر ته خیږئ، خو که لږ وختي پاڅیږئ او په ارام فکر ځان سمبال کړئ، نه به موبایل درنه هیریږي او نه به مو فکر دومره ګډوډ وي.

د محصل او زده کوونکي، چې ګهیځ وختي درس ښه یادیږي، لامل یې د هغه فکري تمرکز دی.
د شپې له یوې نړۍ اندېښنو او مزاحمو افکارو سره خوب ته پناه وړي، خو سهار، چې پاڅیږي ذهن او فکر یې له ټولو مزاحمتي افکارو تش وي. هغوی تر هر بل وخت دا مهال ډیر فکري تمرکز لري او تر هر بل وخت یې ښه درس زده کیږي.

زه، چې پر هرڅیز فکر کوم، ګوښه کښېنم، کاغذ او قلم را اخلم، کرښې وباسم او د مسالې په تړاو خپله ذهني خاکه کاغذ ته پلې کوم. په همدې وخت کې ډیر داسې څه ذهن ته راځي، چې له فکري تمرکز او د مسالې له حل سره مرسته کوي. تاسې هم دا کار تجربه کړئ. د کار له پیل مخکې لس دقیقې پر هغه فکر وکړئ، ذهني خاکه جوړه کړئ او بیا یې عملي کړئ.

کمپیوټر، موبایل، ټولنیزو شبکو، دفتري کارونو او اقتصادي او سیاسي اوضاع د انسان فکر سخت بوخت کړی دی. زموږ مغز او فکر د مدیر په توګه عمل کوي او هڅه کوي دا ټول څیزونه سره اداره کړي، خو په ټولو پسې نه رسیږي. یو کار کوي، خو بل ترې هیریږي. ددې لپاره، چې مدیریت ترې خراب نه شي، د لومړیتوبونو تشخیص او یادښت کولو ته اړ دی. که دا کار وکړئ، باور لرم، چې فکري تمرکز به له لاسه نه ورکوئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.