interview-tips

څنګه غوره کاري مرکه وکړﺉ؟

زموږ هر یو کس له فراغت وروسته، یا د کارموندنې په بهیر کې له کاري مرکو سره مخ کیږي.

د افغانستان په پوهنتونونو کې د کارموندنې/ګومارنې په تړاو تر اوسه ځانګړی یا فرعي مضمون نه تدریس کیږي، خو د ژوندانه د یوه مهم اړخ په توګه مهمه ده، چې د پوهنځي په وروستي سمستر کې تدریس شي.

زموږ ډېر دوستان پرته له دې، چې د اړوندې ادارې په اړه څېړنه او مطالعه وکړي، یا د مرکې لپاره ځان چمتو وساتي، د مرکې ځای ته حاضریږي. د دغه کار معمول پایله دا وي، چې کارغوښتونکی د ګومارونکي پر وړاندې خپله روحیه له لاسه ورکوي او ناکامیږي.

زموږ یو ملګری له موږ سره یو ځای له پوهنتون نه فارغ دی. تراوسه یې له ۱۰ ډېرو دفترونو کې مرکې ورکړې، خو په یوه مرکه کې هم دویمې ته نه دی غوښتل شوی. د نوموړي تر ټولو ستره ستونزه داده، چې د مرکې په وخت کې خپله روحیه او پرځان تمرکز له لاسه ورکوي.

په یو شمېر مرکو کې مرکه ورکوونکي خورا ځیرک او باجراته وي. زه یو داسې کس پېژنم، چې په یوه حکومتي دفتر کې مې ترې مرکه اخيسته. نږدې وه، چې په خپلو پوښتنو مې پښېمانه کړي، ځکه خورا جراتمند او مسلکي غږېده. دا چې په دغه ډول مرکو کې ډېری مرکه کوونکي یا ګومارونکي بشپړ مسلکي افراد نه وي، زه یې هم په دې ډله کې راوستی وم، خو زما ښېګړه داوه، چې د مسلک او پوښتنو په تړاو مې بشپړه مطالعه او درک درلود.

له مرکې مخکې د افرادو انتخاب د هغوی له پېژندګلویو یا سي وي کیږي. څومره مو، چې سي وي مسلکي او په همدغه ترڅ کې لنډه او له کاري تجربو او وړتیاوو ډکه وي، په همغه کچه مو د انتخاب امکان ډېریږي. مدیران ډېری داسې کسان ګوماري، چې په اړوند پسټ او مسلک کې کافي تجربه او زده کړې ولري. څومره، چې ستاسې تخصص او تجربې ډېرې وي، د ګومارنې شونتیا مو ورسره ډېریږي. که یو څوک ژورنالیست وي، خو ترڅنګ یې په کمره، مدیریت، اډاب پریمیر پروګرام وپوهیږي، د انتخاب چانس یې له نورو ډېر دی.

له مرکې مخکې د شرکت، ادارې او کمپنۍ په تړاو بشپړ معلومات وکړﺉ. څومره، چې تاسې له اړوند شرکت نه خبر وﺉ، په همغه کچه پر مدیر او ګومارونکو افرادو اغېز ښیندى. له مرکې مخکې پر ځان بشپړ کنټرول ډېر مهم دی. هېڅکله باید د مدیر، رییس او یا مرکه کوونکي پلاوي له پوښتنو ونه ویریږﺉ.

پر خپل نفس باور خوندي کړﺉ او مرکې ته حاضر شئ.

په مرکه کې ستاسې حضور باید په سلام پیل او په خدای په اماني او مننې پای ته ورسیږي. هېڅ داسې حرکت او خبره مه کوﺉ، چې ستاسې شخصیت، وړتیا تر پوښتنې لاندې راولي، یا مقابل اړخ مو بې ادبي او سترچارې ( کلانکاري) په کې محسوسه کړي. یو شمېر ګومارونکي دې مسایلو ته ډېر ارزښت ورکوي او ښايي په پای کې کمې نومرې در کړي. له ګومارنکو یا مرکه کوونکي پلاوي سره بحث او مباحثه مه کوﺉ، ځکه په دې توګه ستاسې د بري چانس کمیږي.

ښه دلیل، غوره ځواب، په جرات سره خبرې اوځانباوري مقابل اړخ تر اغیز لاندې راولي. په ځوابونو کې زیات څه مه وایئ، ځکه په ډېرو خبرو کې تاسې خپل اصلي هدف زیانمنوﺉ او کېدای شي حاشیې ته لاړ شى.

پنځه کاله مخکې یوه دفتر د یوه پوسټ لپاره شپږ تنه ور غوښتي وو، یو په کې زه وم.

کله، چې ازموینې ته کښېناستو، دوو ملګرو مخامخ راته وویل: (( ستاسې په حضور کې به موږ ونه نیسي)). ما تر وپوښتل، چې ولې؟ ځواب یې داو، چې تاسې ډېره تجربه لرﺉ، مسلک مو دی او موږ خو دومره کار نه دی کړی.

په ظاهره ما ورته وویل، چې د سږ کال د ځوانانو تجربې د پروسږ کال له ځوانانو او فارغانو غوره دي، خو اصلي مسئله داوه، چې ما هم خپلې ټولې وړتیاوې اپډیټ کړې وې.
که چېرې تاسې په ازموینه او مرکو کې له ځان سره دا ډول روحیه ولر‌ى، په هېڅ وجه نه بریالي کیږﺉ. تاسې د هېچا له وړتیاوو او تجربو مه ویریږﺉ، ځکه هرڅوک یوه نیمګړتیا لري او هغه نیمګړتیا به د ګومارل کېدو چانس ترې اخلي. که تاسې پر دې فکر کوﺉ، چې فلانی له ما وړ سړی دی او زه د هغه ځای نه شم نیولای، کله هم تاسې پرمختګ نه شى کولای. وړ کس ته درناوی پر ځای، خو ځان دومره مه غورځوﺉ، چې بیا مو نه نور څوک راپورته کړای شي او نه هم خپله د پورته کېدو شیمه درکې وي.

یو وخت مې د “حفیظ الله تراب” یو طنز لوست، چې نوم یې د تمدن لکۍ و. د طنز کرکټر مرکې ته تللی و، خو خبر نه و، چې شاته یې یخن قاق نیم له پتلانه وتلی و. رییس په همدې ګناه نه و ګومارلی.

دا مساله په ډېرو ادارو کې صدق کوي. که په مرکه کې ښه لباس، سلیقه او پوښاک ونه لرﺉ، یو شمېر ګومارونکي به مو خوښ نه کړي. کوښښ وکړﺉ په ښه سلیقه او لباس مرکې ته حاضر شى.

په مرکه کې خپلې ټولې وړتیاوې توضیح کړﺉ. په هغو پوښتنو، چې نه پوهیږﺉ، مه یې ځوابوﺉ، ځکه ځواب نه ورکول، تر غلط ځواب ښه دي. دا ستاسې رښتینولي ښيي او ګومارونکی پوهیږي، چې کارغوښتونکی په خپلو وړتیاوو کې مبالغه نه کوي، یا درواغ نه وايي.

یو شمېر کسان د مرکې په سر یا منځ کې معاش پوښتي. په ډېرو کسانو دا پوښتنه ښه نه لګیږي، تاسې منتظر اوسى، ځکه په یوه جلا پاڼه کې تاسې ته د معاش او امتیاز غوښتنې حق درکول کیږي. هېڅکله له حده زیات معاش مه غواړﺉ او مه هم ډېر ټیټ معاش ټاکى، ځکه که بیا کتنې ونه شي، د قرارداد تر پایه به مو همدا معاش وي.

په مرکه کې له پخوانیو دفترونو شکایت مه کوﺉ او چې نه بریالي کیږﺉ، کله هم ځان ته دا احساس مه ورکوﺉ، چې تاسې ناکام شوي یاست، یا یې وړتیا نه لرﺉ. تاسې وړتیا او تجربه دواړه لرﺉ، خو ادارې له څو وړ کسانو یو تن غوره کړی دی. کله هم دا کوښښ مه کوﺉ، چې هر پوسټ ته اپلای وکړﺉ، یوازې هغه ځای غوره کړﺉ، چې ستاسې مسلک دی او پرې پوهیږﺉ.