maxresdefault

څنګه د کاغذ مصرف کنټرول کړو؟

موږ هر یو کس د ورځې په لسګونو کاغذونه توروو او ماښام مهال ډېری هغه باطله دانیو ته غورځول کیږي. افغانستان خپل کاغذ له نورو هېوادونو تامینوي، ځکه خو یې د ځنګلونو د له منځه تګ ویره نشته، خو په دفترونو او ادارو کې د ورځې په سلګونو ټنه کاغذ مصرفیږي.

له بل ګیټس پرته، چې په خپل دفتر کې ټول ډیجیټلي توکي کاروي، اکثریت دفترونه لا هم کاغذ ته شدیده اړتیا لري. په افغانستان کې زموږ شاوخوا ۱۰ میلیونه ماشومان ښوونځیو ته ځي او هر ماشوم، چې د ورځې یوه یوه پاڼه مصرف کړي، ۱۰ میلیونه پاڼې کیږي. دغه راز د کارتنونو، ډبیو، او نورو توکو په استعمال کې هم د کاغذ یوه ستره برخه مصرفیږي.

په اټکلي ډول د یوه ټن کاغذ د تولید لپاره باید ۱۷ ونې غوڅې شي، دغه راز ۴۰۰ زره لیټره اوبه او څلور زره کیلو واټه برېښنا غواړي. دغه لګښت له انسان نه دا تقاضا کوي، چې د کاغذ په مصرفولو کې محتاط واوسي.

کمپیوټر تر یوه بریده د کاغذ مصرف راکم کړی، خو دا تر ډېره په ځوان نسل پورې منحصر څیز دی.

د زاړه، یا پاخه عمر کسان، چې د کمپیوټر پر ښیښه مطالعه نه شي کولای ډېری متنونه پر کاغذونو لولي. په اکثریت دفترونو کې د کاغذ په استعمال کې افراط کیږي، که پنځه کرښې پرې پرنټ شي، کاغذ باطله داني ته ځي، په داسې حال کې، چې دویم مخ یې سپین وي. دغه کار پر ګرانبیه تمامیدو سربېره، د کاغذ مصرف ډېروي او د کثافاتو د تولید لامل هم ګرځي.

زموږ ډېر کاغذ په ورځپاڼو او ټاکنیزو منډو ترړو کې هم مصرفیږي، ځکه هر نوماند په لسګونو زره عکسونه او پیغامونه چاپوي. په زرګونو نور کاغذونه په چاپخونو کې د ناسم چاپ یا قطع کولو پرمهال هدر ځي.

په ادارو او دفترونو کې د کاغذونو د مصرف د کنټرول لپاره مهمه داده، چې له کاغذ نه اعظمي ګټه واخستل شي او سپین ځای پکې پرېنښودل شي. د یادښتونو او ورځنیو دفتري چارو لپاره باید استعمال شوې، یومخ تورې پاڼې وکاریږي. په هره راډیو او ټلویزیون کې د ورځې ۱۲ تر ۱۵ پورې خبري سرویسونه دي او په هر خبري سرویس کې لږ ترلږه ۱۰ خبرونه وي، چې د اصلي سرویسونو په زیاتېدو سره یې د کاغذ مصرف په ورځ کې تر ۲۰۰ پاڼو اوړي. دغه راز د خبرونو په تصحیح، پروف او نورو مسایلو کې هم ۲۰۰ کاغذه مصرفیږي، چې په اوسط ډول ۵۰۰ پاڼې کیږي. ددفتر په نورو ادارو کې هم همدومره کاغذ مصرفیږي، چې مجموعي لګښت یې د ورځې له ۱۰۰۰ تر ۲۰۰۰ پورې پاڼې راځي. که چېرې موږ دواړه مخه وکاروو د یوې ورځې کاغذ مو سپمیږي او په میاشت کې د ۱۵ ورځو او په کال کې د شپږو میاشتو. که د ورځې په یوه متوسط رسنیز دفتر کې د کاغذ مصرف درې ریمه حساب کړو، په یو کال کې موږ ۵۴۰ او په دوو کلونو کې یوزر او اتیا ریمه بچت کوو.

دغه راز د دفتر په داخل کې د اوټ لوک سیسټم، یا عادي برېښنالیک له لارې د اطلاعاتو تبادله، د متنونو تصحیح، مشورې او دا ډول نورې چارې د کاغذ مصرف خورا ټیټوي. موږ ډېر داسې کسان لیدلي، چې ۱۰۰ مخیز متنونه پرنټ کوي او په هغو کې بیا ۱۰ یا ۲۰ پاڼې اضافي یا خرابې هم پرنټ کیږي. دغه متن موږ په فلش کې وړلای شو، یا یې په کمپیوټر کې کتلای شو، خو دا کار نه کوو.

نړۍ اوس د ډیجیټل کېدو پر لور پرمخ ځي، کېدای شي یوه ورځ ټولې ورځپاڼې، مجلې او کتابونه په ډیجیټل بڼه ولولﺉ. همدا اوس ډېر خلک د ګډون ونډو له لارې ورځپاڼې او مجلې په انټرنیټ کې د هغو په ډیجیټل بڼه ګوري. موږ اوس هم ډېر کتابونه په خپلو موبایلونو کې لولو، قران کریم، په موبایل کې تلاوت کوو او داسې نور کارونه. په دې سره د کاغذ د مصرف ډېره مخه نیول شوې او ډېرې ونې له غوڅېدو ژغورل شوې دي.

که غواړﺉ خپل چاپیریال او د نړۍ چاپیریال مو شین وي، کاغذ کم مصرفوﺉ.