iStock_000065250231_Medium-620x433

څنګه د کار او کورنۍ ترمنځ توازن ساتلی شئ ؟

 –  د نیلي اکالپ لیکنه

د څلورو اولادونو د مور په توګه زه خپله د کورنۍ او نوي پیل کړي کاروبار ترمنځ د توازن ساتلو په برخه کې له ننګونو سره مخ وم. نوی کاروبار په جدیت کار غواړي. له جدي پام پرته هغه په خورا چټکۍ د ماتې پر لور تللی شي. کورنۍ هم همداسې درواخلئ. ښه نو داسې هم شونې ده چې تاسې د خپل نوي کاروبار او کورنۍ ترمنځ توازن وساتلی شی؟ کاملا دغه کار ممکن دی.

په حقیقت کې داسې مهارتونه شته چې کاروباریان او والدین یې زده کولی شي.

د لاندې پنځو مهارتونو پر مټ تاسې د نوي کاروبار او کورنۍ ترمنځ توازن ساتلی شی:

لومړی: د ماشومانو وضعیت ته په کتو مو وخت تنظیم کړئ

تر ټولو وړاندې باید دا ومنئ چې په یوه وخت کې په خپله ماشومان او کاروبار نه شی چلولی. پر یوه وخت د څو کارونو ترسره کول په حقیقت کې داسې تګلاره ده چې تاسې په لوی لاس تر یوه فشار اچوونکي وضعیت وروسته ځان له بل سره مخ کوی. په دغه حالت کې به ستاسې ماشومان رنځېږي، کاروبار به مو له ستونزو سره مخ او تاسې به هم رنځور وی.

له دغه وضعیت څخه د راوتلو لار دا ده چې ستاسې کورنۍ له تاسې سره مرسته وکړي. د ژوند ملګری مو هغه مهال چې تاسې پر خپله سوداګرۍ او کاروبار تمرکز کوئ، باید ټولې هغه دندې چې ستاسې مسئولیت و، د بېلونو له پرې کولو د ډوډۍ تر پخولو پر غاړه واخلي.

دا هم مهمه ده چې خپل اولادونه په دې پوه کړی چې دا یو ټیمي کار دی او دوی هر یو باید د خپل سن مطابق ونډه په کې واخلي.

دویم: له اولادونو سره مو ښه وخت تېر کړی

دا مهمه نه ده چې تاسې څومره له خپلو اولادونو سره پاتې کېږئ، څه شی چې مهم دي د وخت کیفیت دی.

څو ځله به مو دا خبره اورېدلې وي؟ ایا دا خبره ریښتیا ده؟ مطالعاتو ښوودلې چې دا ریښتیا ده او سخته هم نه ده چې هغه حس کړی.

یوازې په کور کې پاتې کېدل په هېڅ صورت د دې معنا نه لري چې والدینو خپل وخت له اولادونو سره تېر کړی. محض حضور هم له اولادونو سره په فعالیت کې د برخې اخیستو ځای نه شي نیولی.

یو له هغو دلایلو چې له مخې یې تاسې سوداګرۍ ته مخه کړې ښايي ډېر انعطاف وي. تاسې به بلاخره هغې ته ورسېږئ ؛ خو اړتیا نه شته چې د کاروبار په لومړیو ورځو کې دې دغه کار وکړئ. له همدې کبله په کاري چاپيریال کې د ډېر وخت پاتې کېدو له کبله پر ځان مه غوسه کېږئ. د دې پر ځای دا ومنئ چې ستاسې بوخت کاري مهالوېش ستاسې د ژوند برخه ده او ډېر تمرکز مو پر هغه وخت وکړئ چې له اولادونو سره یې تېروئ. دا ښايي ګډه مطالعه، یو ځای د ډوډۍ خوړل، لوبې او یا هم پر یوه پروژه کار وي.

درېیم: ځان ته کرښې وټاکئ

دا یو نو ټول په تاسې پورې اړه لري. سره له دې چې پورته مې د بوختیا او پر خپل کاروبار د تمرکز پر مهال د ماشومانو د با کیفیت خیال ساتلو په اړه ځینې مشورې درلودې؛ خو دلته د ځینو سرو کرښو یادونه کوو چې تاسې نه شی ترې تېرېدلی. د روخصتیو، د ښوونځي د کنسرټونو او د سترو لوبو په څېر ځینې کارونه دي چې باید مېس یې نه کړی. له دې سرو کرښو تېرېدل نه ستاسې او نه هم ستاسې د کورنۍ په ګټه دي.

ځینې وخت تاسې باید کورنۍ ته لومړیتوب ورکړی او له ټول سخت کار او پلان جوړولو سره سره کار باید تاسې ته وخت درکړي، په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې تاسې ورته جدي اړتیا لری.

تاسې نه شی کولی ټول عمر پر کورنۍ د یوازیني هغه انتخاب په توګه حساب وکړئ چې تل له تاسې سره جوړجاړی کوي.

څلورم: دمه وکړئ

د کورنۍ او کاروبار ترمنځ توازن ساتل ښايي د ډېرو لپاره یوه ستره ننګونه وي. تاسې ښايي ځینې وخت خپل ژوند له ملګرو یا هغه ایډیال ژوند سره پرتله کړئ چې یو شمېر وېبلاک لیکوونکي یې خلکو ته ښيي او فکر وکړی چې ټولو ته مو شا کړې ده.

د دغه کار نه کول ستونزمن دي او حتما بد کار هم نه دی. دا ښايي تاسې ته ګناه ښکاره شي؛ خو د خپل ژوند په اړه په نقادانه بڼه فکر کول بد کار نه دی.

په متواتر ډول دا ارزول چې تاسې چېرې یاست او له هغو سټندرډونو څومره فاصله لری چې په خپله مو ځان ته ټاکلي ښه خبره ده. له همدې کبله یوازې دې ته اړتیا لری چې پوه شی څه وخت دمه وکړئ او ځان ته استراحت ورکړئ.

دا په یاد ولرئ که تاسې پر ځان تر اندازې ډېره نیوکه کوی، له فلج کېدو او سټرس سره مخ کېدای شی، نو له همدې کبله ځان ته په خپله ماتې مه ورکوئ.

پنځم: کاروبار مو کورنۍ چاره کړئ

د کاروبار طبعیت ته په کتو مو هڅه وکړئ چې هغه کورنۍ چاره کړئ. ستاسې د کورنۍ د غړو عمر ته په کتو هغوی په کاروبار کې ښکېلولی شئ. دغه کار یوازې د دې لپاره چې تاسې له یو بل سره وخت تېر کړی مهم نه دی؛ بلکې ستاسې ماشومانو ته د کاروبار داسې مهارتونه ورښيي چې په راتلونکي کې دوی هم بریالي کاروباریان شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.