A6959856-08ED-49A1-A17B-F689A529EE47_mw800

څنګه د هوټلي ودونو لګښتونه را کم کړو؟

په تېرو ۱۱ کلونو کې، چې په کابل کې کوم شي ډېره وده کړې، هغه د ودونو تالارونه دي.

د ښار په هرکونج او ګوټ کې به تاسې د ودونو د یوه مجلل او ښکلي هوټل شاهدان وﺉ. د هوټلي ودونو فرهنګ کېدای شي د یو شمېر شتمنو لپاره د رضایت وړ وي، خو ډېری ځوانان، چې دا ډول ودونو ته اړ اېستل کیږي، خپل ټول هست او بود په کې له لاسه ورکوي.

د ترسره شویو څیړنو له مخې، تېرکال په کابل ښار کې په هوټلونو کې پر ترسره شویو ودونو ۱۰ میلیارده افغانۍ لګېدلې دي. ویل کیږي په هر واده کې له ۱۰۰ زره افغانیو څخه تر ۱۲ میلیونو افغانیو پورې لګښت کیږي، چې د هوټل د سالونونو، خوراکونو، سندرغاړو، فلم اخيستنې، د ناوې او نورو نجونو د جامو، نکریزو شپې، نکاح، ګلپوښۍ او داسې نورو مسایلو لګښتونه پکې شامل دي.

اوس مهال په منځني ډول په کابل ښار کې هره ورځ ۶۰ ودونه کیږي، چې د لسګونو زرو مېلمنو لګښت یې له ۱۵ تر ۲۰ میلیونو افغانیو پورې لوړیږي.

د افغانستان د عدلیې وزارت په دې وروستیو کې د یوې قانوني طرحې له لارې هڅه کړې، چې د هوټلي ودونو لګښتونه مشخص کړي، خو تراوسه یې کومه پایله نه ده ورکړې.

په هوټلونو کې ودونه په ځانګړې ډول کوم عیب یا ناوړه فرهنګ نه دی، خو عمومي دود یې ټولنیزې او طبقاتي ستونزې راولاړولی شي.

په هوټل کې واده د هرچا خوښیږي، خو ددې لپاره، چې لګښت مو را کم کړﺉ ځینې مسایل باید په پام کې ونیسئ. د زیاتو میلمنو را غوښتل نه یوازې دا، چې ستاسې د خوراک لګښت ډېروي، بلکې له تاسې نه د سترو سالونونو، د فلم اخيستې د وسایلو، سندرغاړو او ……لګښتونو غوښتنه هم کوي. که دمیلمنو شمېر کم کړﺉ او یوازې واده، یا د نکریزو شپه په هوټل کې وکړﺉ، تاسې به خپلې ډېرې پیسې سپمولې وي، ځکه نن سبا په دواړو محفلونو کې ورته پیسې لګول کیږي.

د هوټلونو تقریبا ۲۵ سلنه لګښتونه د واده د مراسمو پرځای او هرکلي لګول کیږي.

ځینې خلک کوښښ کوي، چې تر ټولو غټ سالونونه په کرایه ونیسي، په داسې حال کې، چې د میلمنو شمېر به یې د سالون په پرتله ډېر کم وي. دا یوه خورا ناسمه سیالي ده، ځکه په ستر سالون ستاسې ډېره کرایه لګیږي. تاسې کولای شئ دغه کرایه د خوراک د کیفیت پر لوړولو ولګوﺉ او که خوراک مو با کیفیته وي، پیسې وسپموﺉ.

د هوټلونو بیې ډېری د اوونۍ په پیل او پای کې لوړې وي، یا په پسرلي کې یې لګښتونه لوړ ځي. که د دواړو اړخونو ترمنځ موافقه وي، کولای شي د ودونو لپاره یو داسې وخت وټاکي، چې د ودونو د تالارونو بیې غورځېدلې وي. د دې لپاره، چې لګښتونه مو لا کم شي، له ښکلاییزو مسایلو لکه قیمتي ګلپوښ، د ناوې او زوم لپاره له قیمتي لباسونو، ګرانبیه کرايي(لوموزین) موټرو او دغه راز پرمصرفه فلمبرداریو او عکاسیو تېر شئ.