څنګه د خپلو محصولاتو نندارتون پرانیزو؟

په افغانستان کې د نندارتون پرانېستلو دود خورا کم دی او د نوروز په ورځو کې د بادام باغ او یو نیم کتابي نندارتون پرته څوک په دې سر نه خوږوي. دا په دې معنا نه ده، چې نندارتون ګټه نه کوي، بلکې دا زموږ د لنډفکرۍ زیږند دی، چې په ارزښت یې نه پوهیږو.

په نړۍ کې د کتابونو له نندارتون نیولې تر موټرو، نویو اختراعاتو او هرڅه پورې خلک خپل توکي نندارې ته وړاندې کوي. که یوه فابریکه نوي جوس راوباسي، یا انرژي جوړوي، په نندارتون کې یې خلکو ته وړاندې کوي. په نندارتون کې د توکو بیه کمه او په لومړي وار وړیا هم ورکول کیږي، ځکه دا پخپله د توکو لپاره یو ډول بازار موندل دي.

په نندارتون کې په فابریکې، شرکت او پلورنځي یوازې د یوې غرفې لګښت راځي او یو کس ورته کینوي. په نندارتون کې د پیرونکو پر موندلو سربېره له سیالانو سره د سیالۍ ننداره هم وړاندې کیږي. شرکتونه ټول د خپلو توکو لپاره یو نوم یا برانډ لري او نندارتون هغه ځای دی، چې تاسې خپل برانډ پکې وړاندې کوﺉ.

تاسې ټلویزیون او نورو رسنیو ته د خپلو توکو د اعلان پر سر په یوه دقیقه ۲۰۰ او ۵۰۰ ډالره ورکوﺉ، په داسې حال کې، چې هلته د اعلان د لیدو انتخاب د مخاطبانو په لاس کې دی، کېدای شي هېڅ یې ونه ګوري او بل چینل وګوري، خو په نندارتون کې مو، چې پر غرفه ډېر کم لګښت راځي، مخاطبان په خپله او وړیا ډول د توکو پر لور راجذبیږي. په نندارتونونو کې سوداګر، بهرني پانګوال او داسې نور مشتریان شرکت کوي، چې داستاسې د توکو پر پلورکچه خورا اغیز ښندي.

څو کاله وړاندې زه د بادام باغ یوه نندارتون ته لاړم. د کتابونو برخې ته ورغلم، ګورم، چې افغاني مطبعې تر ایراني کتابونو په ښه کیفیت کتابونه چاپ کړي دي. ما ورته وویل، چې ستاسې د چاپ څه اصول دي، ویل یې څه لرﺉ؟ ما د خپل کتاب موضوع ورسره شریکه کړله، ویې ویل، چې همدا سبا یې راوړﺉ په همدغه کیفیت یې وړیا درته چاپوم.

کېدای شي ستاسې ځینې مشتریان له تاسې خپه شوي وي، یا نورو ورجذب کړي وي. په نندارتون کې د هغوی حضور تاسې ته دا زمینه مساعدوي، چې بېرته یې د ځان پر لور در وکاږﺉ. په نندارتونونو کې د سر او پای وختونه خورا مهم دي، ځکه په همدې دوو وختونو کې د مشتریانو او نندارچیانو هجوم ډېر وي.

تاسې ښې غرفې او ځایونه هم موندلای شﺉ او تبلیغاتي توکي، بروشورونه، کاتالوګ او نورو څیزونه به مو هم پر وړ ځای اېښي وي. نندارتونونو ته ډېری خبریالان هم ځي، کوښښ وکړﺉ خپله غرفه او توکي داسې سره تنظیم کړﺉ، چې هغوی له تاسې سره مرکې او خبرو اترو ته وهڅیږي. که چېرې تاسې له هغوی سره خبرې وکړې او توکي مو یې فلمبرداري کړل، دا ستاسې د توکو او شرکت لپاره پخپله یو وړیا مارکیټنګ دی.

ډېری داسې نندارتونونه دي، چې هغو ته پانګوال او مهم کسان راځي، په دغسې حالاتو کې ستاسې غرفه باید د ناستې او خبرو اترو ځانګړی ځای هم ولري، چې له هغوی سره پر بېلابېلو مسایلو وغږیږﺉ. د کرنې وزیر درځي، یا د سوداګرۍ، بل وخت فرصت نه مومئ، چې خپلې ستونزې ورسره شریکې کړﺉ، دا یې تر ټولو ښه وخت دی، دلته له تاسې تېښته نه شي کولای او خبرو ته مو غوږ ږدي.

زموږ ډېری پلورونکي د نندارتون له ارزښته په سمه توګه خبر نه دي، ډېرځله، چې زه غرفې ته ورغلی یم، یا نه وي یا دومره په خپلو کارونو کې بوخت وي، چې نندارچی او مشتري ته یې پام نه وي. دا کار ستاسې په زیان دی، ځکه کېدای شي په همدې شېبو کې تاسې خپل مهم نندارچیان او مشتریان له لاسه ورکړﺉ.
تاسې، چې څومره پر نندارچیانو خپل کارتونه ویشﺉ، دغسې له هغوی نه هم د هغوی ادرس او کارت واخلئ. کېدای شي د بازارموندنې څانګې ته مو په کار ورشي او د توکو پېرنې ته یې وهڅوي.

له بده مرغه په افغانستان کې ډېری نندارتونه بهرنیان جوړوي او پخپله افغان سوداګر، صنعتکاران او وزارتونه په دې برخه کې ټنبلي ښيي. موږ تر اوسه د کتاب ملي بازار او نندارتون نه لرو، چې کتاب چاپوونکي پکې خپل کتابونه او امکانات نندارې ته وړاندې کړي. یوازې په کتاب هم اکتفا مه کوﺉ. د هغو وسایلو او امکاناتو بروشورونه هم راوړﺉ، چې تاسې یې د کتاب په چاپ کې کاروﺉ، ځکه دا کار د قراردادیانو او مشتریانو په راښکون کې مهم رول لوبوي.