keep-an-open-mind-101-happy-quotes-and-tips

څنګه خپل ذهن پرانیزئ؟!

پرانېستی او خلاص ذهن (Open Mind) سړی د افکارو له کنګل او کنټرولي حالته ژغوري.
هغه فکر، چې ستاسې پر روان او فعالیتونو حاکم دی، د ذهن پرانېستلو په وخت کې تغییر کوي.
یوڅوک فکر کوي، چې په خپل مسلک کې تر هرچا تکړه دی. هېچا ته ټیټه نه وايي او د هېچا پر وړاندې په خپل ضعف اعتراف نه کوي. هغوی خپل فکر همداسې روزلی، یا د فکر مسیر یې پر یوه داسې اړخ دی، چې ټول په خوشبینۍ او منفي ځان باورۍ ولاړ دی.
برعکس که ستاسې ذهن پرانېستی وي او په هر نوي تحول، نظر غور او فکر کوئ او د نورو نظر او وړتیاوو ته تن ږدئ، تاسې به د خپل فکر اکمال ته رسیږئ. د انسان فکر او عقل، چې څومره پخیږي، هومره یې ذهن ورسره پرانېستل کیږي، یا څومره یې، چې ذهن پرانېستل کیږي، هومره یې فکر ورسره صیقل کیږي.
ډېر کسان، چې نوي پوهنتون ته لاړ شي، ځانونه ورته اپلاتون او سقراط ښکاري.
دوی له یوه تړلي ذهن سره پوهنتون ته داخلیږي، خو وروسته یې، چې ذهن غوړیږي، فکر او نظر یې ورسره بدلیږي. یو کس خپل لومړنی کتاب چاپوي، ځان بیخي ترې ورک وي. فکر کوي، چې همدی دی، قدر او عزت یې باید وشي او خلک یې نظر او رایې ته درناوی وکړي. وروسته، چې لیسانس، ماسټري او دوکتورا اخلي، د چاپ شویو کتابونو شمېر یې ۱۰ او ۱۵ ته رسیږي، پوهیږي، چې هېڅ شی هم نه دی، ځکه ډېر داسې څه شته، چې دی نه پرې پوهیږي.
وايي، « سړی، چې په هیڅ نه پوهیږي، وايي، په هرڅه پوهیږم، خو، چې په هرڅه پوه شي، وايي، په هیڅ نه پوهیږم». دغه وینا په دغه ځای کې صدق کوي. دا هغه پړاو دی، چې انسان له تړلي ذهنیت او فکره یوه نوي پړاو ته داخلیږي. په دغه پړاو کې یې ذهن نویو تجربو او افکارو ته ځای ورکوي او زاړه یا شته باورونه پرې ننګوي.

پرانېستی ذهن سړي ته د خپل چاپیریال او نړۍ په اړه د نوي فکر او فکري بدلون وړتیا ور کوي.
فکري بدلون په دې معنا نه دی، چې سړی پر خپلې عقیدې شکمن شي. عقیده بېل څیز دی، ځکه دلته ډېر څه زموږ د ذهن او عقل له دایرې لوړ دي. پرانېستی ذهن او تفکر باید د عقیدې او راسخې ګروهې په ټینګښت کې مرستندویه تمام شي.
کله کله سړی د پرانېستي ذهن له امله زیان هم کوي. څومره، چې ذهن پرانیزي هومره پر خپلې بې سوادۍ اعتراف کوي. دا څیز حتمي دی. کیدای شي په موږ او تاسې کې ډېر داسې کسان وي، چې خورا ډیرې زده کړې یې کړې، خو له داسې پېښې او مسالې سره مخ کیږي، چې ځان په کې بې سواده ورته وایسي. حتمي نه ده، چې تاسې جامع الکمالات وئ. پر دې ترکیز مه کوئ، چې ډاکټر او انجنیر دې هم طبابت او انجنیري کوي او هم دې ښه لیکوال او ښه شاعر وي. یا شاعر او لیکوال دې خامخا یو ښه ژورنالیست او ارواپوه وي.
د علمي محدودې ټاکل د ذهن پرانېستلو پر وخت انسان د باور او فکر له بحران سره نه مخامخوي.
ذهن پرانېستل د ځان د تکمیلولو پر لور هڅه ده. انسان کله هم د خواهشاتو او امکاناتو د تکمیل حد ته نه شي رسېدای، خو تر ممکن حده پرې هڅه کوي. پرانېستی ذهن باید هیڅ وخت د انسان د فکر او باور د بحران لامل نه شي. که سړی په دغسې یوه بحران کې ښکیلیږي، هغه په پرانېستي ذهن یوازې ځان تخریبوي.
کله، چې د پرانېستي ذهن په وخت کې له دغسې ستونزې سره مخ کیږئ، د مثبتې ځان باورۍ پر لور لاړ شئ. پر بې سوادۍ ځاني اعتراف د سوادزده کړې په موخه وکاروئ، خو دا فرصت مه ورکوئ، چې ستاسې د فکر او ذهن د پرمختګ بهیر ودروي. پرانېستی ذهن سړی د هرچا د نظر، نیوکې، استدلال او وړاندیز اوریدو ته چمتو کوي او د سملاسي غبرګون پرځای یې انعطاف، زغم، قناعت او فکر کولو ته اړ باسي.
کوښښ وکړئ، خپل ذهن پرانېستی وساتئ او د ځان او ټولنې په تړاو یې مثبت وکاروئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.