Saving-Money-Indian-Economy

څنګه خپل جېب کنټرول کړو؟

 

((پیسې مې څه شوې، څه مې پرې وکړل، ډک جېب و؟ ، رانه ورکې نه وي، چا پټې کړې نه وي؟ نو، چې نه ورکې دي او نه چا وړې، بیا څه شوې؟)). کله- کله به تاسې له دا ډول ذهني پوښتنو سره مخ شوي وﺉ، ځکه تاسې د ځاني او کورني خرڅ لپاره بې پلانه جیب ته پیسې اچولې دي. نن مو ۱۰۰ ډالر مات کړي، خو د اونۍ په پای کې مو په جیب کې ۱۰ افغانۍ پاتې دي.

کله هم بې پلانه جیب ته ډېرې پیسې مه اچوﺉ. په جیب کې ډېرې پیسې ستاسې خواهشات ډېروي او د خواهشاتو پوره کول ستاسې جیب تشوي. که په جیب کې مو ۱۰ زره افغانۍ وي او په میرویس میدان کې د ځدراڼ مارکیټ مخې ته تېریږﺉ، خامخا به مو سترګې او زړه پر یوڅه لګېږي. زړه ځکه یادوم، چې ډېر ځله موږ د فکر پرځای د زړه خبرې هم اورو. موږ که د فکر له مخې عمل کوو، پلان او نتایج به یې سنجوو، خو که د زړه په غوښتنه عمل کوو، فکر او پلان ته اړتیا نه پیښیږي. د ډک جیب پرمهال موږ د زړه خبره اورو او زړه سملاسي پرېکړه کوي. پرته له دې، چې فکر وکړﺉ المارۍ مو خوښیږي، تختخواب، یا سرتختي او ژر یې پیرﺉ. موږ د زړه پر وړاندې پړه یو، که مینیږي مخه یې نه نیول کیږي، که څه یې خوښیږي او په جیب کې مو یې د رانیولو توان وي، اخلو یې، خو د فکر پر بنسټ جوړ شوی پلان د بدلون وړ دی.

د کابل په څېر په لویو ښارونو کې ژوند کول ګران پرېوځي، خو که د اړتیا او خواهش ترمنځ په توپیر قایل شو، پیسې سپمول ناشوني نه دي. ډوډۍ، برېښنا، اوبه او کالي اړتیاوې دي، خو المارۍ، تختخواب، موبل او فرنیچر تر ډېره خواهشات دي. پر دې تاسې هم پوهیږﺉ، چې خواهشات نه پوره کیږي. که نن مو عادي نوکیا موبایل واخست، سبا کمره دار اخلئ، بل ورځ مو ایفون ته زړه کیږي، یا که نن مو سراچه واخسته، سبا مو کرولا، بله ورځ ټوډي، بله ورځ لکسیس او نورو موډلونو ته زړه کیږي، خو که اړتیا اصل وګرځوﺉ او خواهش فرع، بیا به مو جیب ژر نه خالي کیږي.

ما د یوه کرولا موټر د اخستلو نیت درلود. درې ځله لوګر ته پسې لاړم، دوه درې ځله مې کابل کې وکتل، خو کومه بیه، چې ما له زړه ورته اېستلې په هغه بیه مې موټر نه دی موندلی. زه باید پر دې هم فکر وکړم، چې د کور کرایه ورکوم، د ماشومانو د ښوونځي فیس ورکوم، د برېښنا او اوبو بېل راځي، یو شمېر توکي مې استهلاک کېږي، باید نور نوي هغه وپیرم، پر دې ټولو دپاسه که موټر واخلم، په تېلو، موبلایل، عوارضو او …پسې به یې ورسیږم که نه؟

دا ټول باید زموږ په ذهن او فکر کې ترسیم وي.

زموږ په پخواني دفتر کې یو اداري مدیر و. دفتر ته یې ټول وسایل وپیرل او د راتلونکي کال د بودجې اټکل یې هم کړی و. کال چې پوره شو، د څو کمپیوټرونو په ګډون ډېر توکي استهلاک شوي وو، خو له ده سره یې وار دمخه سنجش نه و او نږدې وه، چې دفتر له سقوط سره مخامخ شي. پر کار پوه کسان په کال او پنځو کلونو کې د توکو د استهلاک سنجش کوي او هغې ته ځانګړې بودجه وباسي، خو که بې پلانه کار کیږي، بیا دا له ځان وژنې پرته بل څه نه دي.

د دې ستونزو د مخنیوي او د جیب د کنټرول لپاره باید موږ بازار ته له پلان سره سم ووځو. که چېرې مو په سر کې د توکو د پېرلو لپاره پلان نه وي، د زړه له مخې باید عمل ونه کړو، ځکه زړه ډېر څه غواړي او ډېر څه موږ په اقتصادي لحاظ له پښو غورځوي.

ځینې خلک ګرانبیه توکو ته لومړیتوب ورکوي، په داسې حال کې، چې ارزانبیه یې هم اړتیا پوره کوي. یا د منډيي پرځای د دریشي او بوټ اخستلو لپاره شهر نو او نورو لوکسو پلورنځیو ته ځي. تاسې باید په دې پوه وﺉ، چې د منډيي او شهر نو د دوکانونو د کرایو او نورو لګښتونو ترمنځ د ځمکې او اسمان فرق دی.

دوکانداران د یوه جنس له قیمت سره د خپل دوکان د کرایې، برېښنا بېل او نورو مصارفو سلنه هم یوځای کوي، ځکه خو که یوه عادي نکټايي په منډيي کې په ۱۰۰ افغانۍ وي، په یوه لوکسه مغازه، یا د شهر نو په پلورنځیو کې به یې په ۵۰۰ افغانۍ درباندې پلوري.

موږ ډېرځله په دې شرمېږو، چې له رېړۍ نه سودا واخلو، یا د سړک پر سر دوکان او غرفې ته سر ورښکاره کړو، خو دا عیب نه ګڼو، چې د رېړۍ د ۱۰ افغانیو توکی په یوه لوکسه مغازه کې په پنځوس افغانۍ اخلو. ملایان وايي، په شرع کې شرم نه شته. که په رېړۍ کې مو ښه او باکیفیته جنس وموند، په اخیستو کې یې شرم مه کوﺉ، ډېر لیلامي توکي له نویو توکو باکیفیته راوځي. تاسې دلته خپله تجربه او ذکاوت وازمویئ.