Argue

څنګه استدلال وکړو؟

له همیانۍ ورځپاڼې څخه

استدلال په بحث او مشاجره کې د فکري تولید د تقویې مهم اړخ دی.
استدلال معمولا د یوې موجه فرضیې پر بنسټ وړاندې کیږي. که څوک له دلیل پرته د یوڅه د اثبات په لټه کې وي، معنا یې دا ده، چې له څراغ پرته په شپه کې مزل کوي. استدلال د څراغ حیثیت لري او دغه څراغ د انسان له پراخې مطالعې او ژور فکر نه رغیږي.
څوک، چې له قوي استدلال پرته بحث ته ځي، داسې مثال لري لکه له وسلې پرته، چې جګړې ته ځي. بې استدلاله خلک ډېری قهر کوي، غوسه کوي او بالاخره جګړه کوي.
هغوی د خپلې خبرې او نظر د تایید لپاره معقول دلایل نه لري او کوښښ کوي لوړ وغږیږي، پر مقابل اړخ نیوکې وکړي، حاشیو ته لاړ شي، د مقابل اړخ شخصي حریم ته داخلیږي او ګواښ او خبرداری ورکوي.
عدم استدلال د انسان له، کمزوري علمیت، فکر او عقل نه سرچینه اخلي.
یو شمېر کسان سملاسي خپل فکراو عقل په کار اچوي او ژر د ځان لپاره دلایل پیدا کوي. هغوی، چې مقابل اړخ غږیږي، د خپلو راتلونکو خبرو لپاره استدلال ټکي را غونډوي. قلم ښوروي او یادښت یې لیکي. دوی منظم بحث کوي او له موضوع بهر نه وځي.
ځینې کسان هیجاني او د عواطفو ښکار وي. وېره او دفاعي انګېزه په کې را ټوکیږي. هغوی پر مقابل اړخ د برید ځواک له لاسه ورکوي او دفاعي بڼه خپلوي. دوی تر پایه د دفاعي دلایلو په لټه کې وي. تشریح او توضیح نه ورکوي، خو د دفاع هره روا او ناروا لاره لټوي. داسې وخت، چې انساني فکر په بحراني حالت کې وي، انسان پر خپل فکر کنټرول نه لري او غوسه او بې حوصلې وي، په بحث او مشاجرو کې یې ګډون معقول نه دی. په دغسې شرایطو کې انسان د فکر کولو او استدلال فرصت له لاسه ورکوي او جګړې ته چمتو وي.
د غوسې په وخت کې د انسان په وجود کې ادرنالین چټکیږي او ځواک یې شل سلنه ډیریږي.
په دغسې وخت کې اکسیجن ته اړتیا ډېریږي، د انسان رګونه پړسیږي او د مغزو د فکر کولو ځای له کاره غورځي.