news-1458545834-2595_large

ځوانیمرګه قنديل بلوچ

عبدالحمید صیاد-
سرخط ورځپاڼه –
په کار خو دا وه چې د قندیل پر وژلو درې ورځې مخکې ما لیکنه کړې وای، خو په لومړي سر کې مې فکر کاوه چې لوستونکي به وايي چې هلکه څه قندیل دې راټينګه کړې، بل کار دې نه‌شته، په همدې نجلۍ پسې نښتی يې او یا هم ځينو به انګېرله چې ګنې خامخا مې د ښکلو نجونو په برخه کې په اوړو کې څه شګه شته، حال دا چې نه زه په عقيدوي لحاظ دومره ښوېيدلی یم او نه هم له ماډلونو سره کومه مینه لرم، زما د قنديل هغه څه خوښ وو چې مسلمانانو ته پکې لوی خیر پروت و او د اسلام په جامه کې يې د اسلام د دښمنانو څېرې خلکو ته بربنډولې.

سره له دې چې د نن وخت ډېری مذهبي خلک، په تېره د پاکستان مفتیان ځانونونو ته د دې حق ورکوي چې د لوی خدای د قهر او رحم په پرېکړو کې ځانونه شریک کړي او د جنت او دوزخ شهادتنامې او ستاینلیکونه په دې دنیا خلکو ته ورکړي، حال دا چې د دوی دغه کړنه په ښکاره کفر او شرک دی.

په هغه دنیا کې سزا او انعام ورکول يوازې د لوی خدای په واک پورې اړه لري او که دا کار په دې دنیا کې ځینو خلکو کولای شوای؛ نو جوته ده چې د الله جل‌جلاله په واک او سترتیا کې خلل او ګډوډي پېښېده.

لوی خدای د ځمکې اسمانونو او تر دې ور ها خوا د ټولو کایناتو واکمن دی، دا په هغه پورې اړه لري چې څوک بښي او که نه، کېدای شي چې په یوه وړوکي نېک کار يو لوی ګناهګار وبښي او يا هم یوه لوی عابد او پرهېزګار ته په يوې کوچنۍ تېروتنه لویه سزا ورکړي.

د دې خبرې د ثبوت لپاره ګڼ احادیث شته او له دې حدیث څخه خو ډېر خلک خبر دي چې يوه لویه زناکاره ښځه خدای په دې وبښله چې یوه تږي سپي ته يې له څا اوبه ورکړې وې.

خو زموږ په تېره بیا په پاکستانۍ ټولنه کې د جنت مستحق يوازې هماغه خلک ګڼل کېږي چې لویه ږيره يې پرېښې وي، د کفر او جنت ټاپې ورسره وي، ښه خوراکونه او خیراتونه خپل شرعي حق ګڼي او تل يې خولې په اعتراض ډکې وي، حال دا چې د ټولو عباداتو موخه دا ده چې د یوه انسان خیر بل ته ورسېږي، خو کله چې د خیر همدا خبره د دغو خلکو په رسوا کولو کې وي، پایله يې د قندیل په څېر شي چې د مفتي عبدالقوي تر رسوا کولو لږ ورځې وروسته ووژل شوه.

په پاکستان کې دا ډول مرګونه او وژنې یوه عامه خبره ده. ډېره کله د هغه ځای لوی خلک يوه چا ته وايي چې فلانی انسان ووژنه، دومره پیسې درکوم.

تر وژلو وروسته همدا خلک د پاکستان د قانون له مخې په لنډه موده کې قاتل خلاصولای هم شي او له دې سره خبره خلاصه شي.

د روژې په میاشت کې هغې د پاکستان د یو وتلي ملا مفتي عبدالقوي سره ځیني سلفي تصویرونه خپاره کړې وو چې پر دې ملا یې د خلکو ډیر انتقادونه راپوروته کړل او د میاشتې د لیدو له ملي کمیټې څخه  د مفتي عبدالقوي د ایستلو سبب شول .
د روژې په میاشت کې هغې د پاکستان د یو وتلي ملا مفتي عبدالقوي سره ځیني سلفي تصویرونه خپاره کړې وو چې پر دې ملا یې د خلکو ډیر انتقادونه راپوروته کړل او د میاشتې د لیدو له ملي کمیټې څخه د مفتي عبدالقوي د ایستلو سبب شول .

له ځوانیمرګې قندیل سره همدا لوبه وشوه، ورور يې ورته بهانه کړ، هغه وويل چې د کورني شرم په خاطر يې دا کار وکړ، حال دا چې که د شرم خبره وای، دا خو څه نوې خبره نه وه، د قنديل کلونه کلونه کېدل چې ماډله وه، سندرې يې ويلې، خو چې د مفتي عبدالقوي څېره يې خلکو ته ښکاره کړه، لږ موده وروسته يې انجام مرګ شو، خو که خبره لږ نوره هم وڅېړل شي، يوازې د مفتي د اصلي څېرې ښکاره کول يې د وژنې لپاره بسنه نه کوي، هغې په خپله ويډيو کې ويلي وو چې له ما سره د نورو ډېرو لویو خلکو ويډيوګانې هم شته چې هغه به هم خپرې کړم.
هماغه و چې د پاکستان څارګرې ادارې د مفتیانو په پلوي د ځوانې قنديل مرګ ته مټې رابډ وهلې او په پوره بې‌رحمي يې ووژله.

دا سمه ده چې قنديل به ګناهګاره وه، ازاده نجلۍ به وه، دا د هغې شخصي کارونه وو، خو يو شی چې ټولو خلکو ته يې د یوه ځلنده پیغام په توګه پرېښود، هغه د رښتیا او حقيقت ويل او خلکو ته ښوول و.

قندیل د سقراط په څېر د حقيقت قرباني شوه او همدې کار ته يې باید د قدر په سترګه وکتل شي، هغې خپل ځان د رښتیا ويلو لپاره نذرانه کړ، حال دا چې تر اوسه ډېرو مفتیانو چې ځانونه د دین پتنګان ګڼي، کله هم داسې توره و نه کړه، خو ځوانه قندیل د رښتیا ویلو په سپېڅلې لاره کې ځوانیمرګه شوه.