Afghans-Villagers-from-Kapisa-province

پینټاګون : عام افغانان د طالبانو د واکمنۍ پرتله اوس د کم خوندیتوب احساس کوي

د امریکا د دفاع وزارت یو راپور وايي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې ولسي مرګ ژوبله په تیرو اوو کلونو کې تر ټولو لوړ حد ته رسیدلي، د افغانستان ولسي خلک تر بل هر وخت د کم مصونیت احساس کوي .

پینټاګون په افغانستان کې د امنیتي وضیعت په اړه دا راپور د جمعې په ورځ خپور کړی دی .

په راپور کې ویل شوي ، په داسې حال کې چې افغان حکومت پر ګڼو کڼ میشتو مرکزونو او د ارتباط پر مهمو کرښو واک لري ، په دې هیواد کې د وسلوالو فعالیتونو مقاومت دا هیواد بې ثباته کړی دی .

د پینټاګون دا راپور وايي ، افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو هغه هڅې شنډې کړي چې د پراخو سیمو د نیولو لپاره یې کولې ، خپلې وړتیاوې یې زیاتي کړي او په ګڼو برخو کې یې پرمختګ کړی دی . خو سره له دې هم راپور ۲۰۱۵ م کال د افغان ځواکونو لپاره سخت او مرګونی بللی .

د افغانستان د ولسي خلکو څخه یوې نظر پوښتنې څرګنده کړې چې دوی تر بل هر وخت د کم خوندیتوب احساس کوي . په دې نظر پوښتنه کې په سلو کې ۴۲ کسانو ویلي چې امنیتي وضیعت د طالبانو د واکمنۍ په مقایسه بدتره شوی دی .

ملګري ملتونه چې له ۲۰۰۹ م کال راهیسې په افغانستان کې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې حساب کوي وايي، په داسې حال کې چې وسلوالو طالبانو د خپلو ځانمرګو او نور بریدونو مخه ګڼ میشتو سیمو ته اړولې ، د ولسي خلکو مرګ ژوبله په ۲۰۱۵ م کال کې په تاریخي ډول لوړه شوه او د روان ۲۰۱۶ م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې همداسې لوړه پاتې وه .

ددې میاشتې په پیل کې د امریکا ولسمشر د امریکايي قومندانانو پر غوښتنه په افغانستان کې میشتو امریکايي ځواکونو ته د طالبانو خلاف د بریدونو لپاره پراخ واکونه ورکړل .

د ولسمشر بارک اوباما د پلان له مخې نوموړې به دې خپلې ولسمشرۍ د دورې تر پای ته رسیدو پورې چې راتلونکي جنوري کې پای مومي په افغانستان کې د اوسنیو امریکايي سرتیرو شمیر له ۹۸۰۰ څخه ۵۵۰۰ ته راکم کړي . خو اوس ویل کیږي چې ښايي ولسمشر اوباما د امریکايي پوځي قومندانانو په غوښتنه په اوسني شمیر کې کوم کمی رانه ولي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.