887233_472850279435765_1843444010_o

پوهنیار نجیب الله حسن زوی، د کابل پوهنتون استاد

پوهنیار نجیب الله حسن زوی، د کابل پوهنتون استاد

بشر د پیدایښت له ورځې د ژوندانه د پرمخ بیولو او ښه کولو لپاره هڅه او هاند کوي. د دې هڅو او کوښښونو په لړ کې د انسانی ټولنې په ژوندانه کې د پام وړ بدلون رامنځ ته شوی دي او بېلابېل کاروبارونه را ټوکیدلي دي، ترڅو د بشري ټولنې د اړتیا وړ شیان او خدمتونه تولید کړي. نن ورځ د کسب او کار چاپیریال ډېر مغلق او تغیرموندونکی دی. کرنیز مشاغل (Agribusinesses) له دې هاخوا د چاپیریالي او اقلیمي شرایطو څخه هم اغېزمن کیږي. نوځکه د کاروبار پیلول او پرمخ بیول وخت پر وخت د شرایطو تحلیل او ځیرنې ته اړتیا پیدا کيږي. د سوات ځیرنه د کسب او کار د شرایطو د تحلیل یوه وسیله ده. د سوات ځیرنه له موږ سره مرسته کوي، چې د خپل کاروبار پیاوړتیاوې، کمزورۍ، شته فرصتونه او ممکنه ګواښونه په ګوته کړو. په دې توګه له کاروبار له پیاوړتیاوؤ او فرصتونو څخه د کمزوريو او ممکنه ګواښونو په له منځه وړولو کې پوره ګټه واخلو او خپلې ګټې لوړې بوځو.

که چېرې د یوه کاروبار مدیر د خپل کسب او کار له پیاوړتیاوؤ، کمزوريو، فرصتونو او ممکنه ګواښونو څخه خبروي، په آسانۍ سره کولای شي له هغوی څخه د خپل کاروبار په وده او پراختیا کې ګټه واخلي. د دې لپاره چې زموږ هېوادوال هم د سوات ځیرنه وپیژنې او له هغه څخه د خپل کاروبار په مدیریت کې پوره ګټه واخلي، دې لیکنې ته سمون ورکړل شوى دى.

د سوات ځيرنه (SWOT Analysis)

سوات (SWOT) په حقیقت کې یو مخفف دی چې د څلورګونو انګریزي کلمو له لومړنیو تورو څخه ترکیب شوی دى، ترڅو یادول یې آسانه شي. دا څلورګونې کلمې په لاندې ډول دي:

پیاوړتېاوې S = Strengths کمزورتیاوې W = Weaknesses
ګواښونه T = Threats فرصتونه O = Opportunities
پورتنى څلوکليمې په ښکاره د سوات د ځیرنې ماهیت بیانوي. د سوات ځیرنه یوه وسیله ده چې د کاروبار پیاوړتیاوې، کمزورتیاوې، فرصتونه او ممکنه ګواښونه ترڅېړنې لاندې نیسي. په بله ژبه، د سوات ځیرنه ټول هغه ننۍ (پیاوړتیاوئ او کمزورۍ) او بهرني (فرصتونه او ګواښونه) فکتورونه چې د یوه سازمان په بریالیتوب او ناکامۍ کې ټاکونکى رول لري، بررسي کوي. په دې توګه د سوات ځیرنه د سازمان اوسنى حالت څرګندوي او اجازه راکوي چې د سازمان راتلونکى تګلورى په سمه توګه وټاکو.

د سوات ځیرنه په پرېکړو نیولو، پلان جوړولو او د ستونزو لپاره د جامع حل لارو په موندلو کې خورا ارزښت لري. همدارنګه، د سازمان د پیاوړتیاوؤ او فرصتونو څخه په ښه توګه ګټه اخیستلو او د کمزوريو او ممکنه ګواښونو د ناوړه اغېزو په کمولو کې د سوات ځیرنه بنسټیز رول لوبوي. د کرنیزو کاربارونو په ګډون ټول مشاغل د سوات له ځیرنې څخه د بېلابېلو موخو لپاره کار اخیستلای شي. مثلاً د بزنس پلان جوړول، د مارکېټ تحلیل، د سیستم تحلیل او داسې نور.

د سوات د ځیرنې جوړښت (Structure of SWOT Analysis)

د سوات ځیرنه په ټولیزه توګه له څلورو فکتورونو ترکیب شوې ده (پیاوړتیاوې، کمزورۍ، فرصتونه او ګواښونه) چې دوه فکتورونو یې دنني (پیاوړتیاوې او کمزورۍ) او دوه نور یې بهرني فکتورورنه (فرصتونه او ګواښونه) شمېرل کیږي. داخلي فکتورونه د سازمان په دننه سیستم پورې تړلي دي او د سازمان تر ادارې او کنترول لاندې راتلای شي. بهرني فکتورونه د سازمان له کاري چاپیریال څخه سرچینه اخلي او تر ډېر بریده د سازمان په واک کې نه دي. په دې توګه لومړۍ ډول فکتورونه د سازمان داخلي یا کوچینۍ چاپیریال (Internal or Micro-Environment) او دويم ډول د سازمان بهرنۍ یا لوی چاپیریال (External or Macro-Environment) تشریح کوي. د سوات د ځیرنې څلورګوني فکتورونه په لاندې ډول تعرفیږي:

پیاوړتیاوې (Strengths): په ټولو هغو داخلی فکتورونو باندې دلالت کوي چې د مؤخو په لاسته راوړلو کې له سازمان سره مرسته کولای شي.

کمزورۍ (Weaknesses): په ټولو هغه داخلي فکتورونه باندې اطلاقیږي چې سازمان ته د مؤخو د لاس راوړلو په لاره کې خنډونه را منځ ته کولای شي.
فرصتونه (Opportunities): ټولو هغه باندنیو فکتورونو ته ویل کیږي چې له سازمان سره د مؤخو په لاس ته راوړلو کې مرسته کولای شي.

ګواښونه (Threats): ټولو هغه باندنیو فکتورونو ته ویل کیږي چې اهدافو ته د رسېدو په لاره کې سازمان ته خنډونه رامنځ ته کولای شي.

له پورته څلورګونو فکتورونو څخه دوه يې مثبت (پیاوړتیاوې او فرصتونه) او دوه یې هم منفی فکتورونه (کمزورۍ او ګواښونه) ګڼل کیږي. که چېرې یو متشبث د خپل تشبث په پیاوړتیاوؤ، کمزوريو، فرصتونو او ممکنه ګواښونو باندې پوه وي، خپلې مؤخې په مؤثره توګه ترلاسه کولای شي. د سوات ځیرنه ټاکلى جوړښت لري چې معمولاً د یوه منظم جدول بڼه پیداکوي. د سوات جدول پورته څلورګونو فکتورنو ته په پام سره په څلورو برخو وېشل شوى دى. په لومړنیو دوه قطارونو کې یې داخلي فکتورونه او په لاندینیو دوه قطارونو کې یې بهرنیو فکتورونو ته ځای ورکړل شوى دى. همدارنګه لومړنۍ ستون یې مثبت فکتورنو او دويم ستون یې منفي فکتورنو ته ځانګړى شوى دى. د سوات جدول په لاندې ډول دى:

د سوات د ځیرنې په لړ کې باید هڅه وشي چې د څلورګونو فکتورونو لېست ډیر اوږد نشي او یواځې ډېر مهم عوامل په پام کې ونیول شي. د سوات ځیرنه په فردي او ګروپي توګه ترسره کېدای شي چې ګروپي ډول یی غوره برېښي. وروسته له دې چې د سوات ځیرنه بشپړه شوه، لاندې پوښتنو ته مناسب ځوابونه پیداکړي:
مثبت فکتورونه (Positive Factors) منفی فکتورونه (Negative Factors)
داخلي فکتورونه (Internal Factors) پیاوړتیاوې (Strengths) کمزورۍ (Weaknesses)
S W
بهرني فکتورونه (External Factors) فرصتونه (Opportunities) ګواښونه (Threats)
O T

١- څنګه کولای شو چې د سازمان پیاوړتیاوې د شته فرصتونو څخه د غوره ګټه اخیستنې لپاره وکارو؟

٢- څنګه کولای شو چې د سازمان پیاوړتیاوې د ممکنه ګواښونو د مخنیوي لپاره استعمال کړو؟

٣- څنګه کولای شو د سازمان په کمزوريو برلاسي شو، څو له فرصتونو څخه سمه ګټه واخلو؟

٤- څنګه د سازمان کمزورۍ را ټیټولى شو، ترڅو په ممکنه ګواښونو برلاسي شو؟