afghan-currency

پور چاته ورکړو او څنګه یې بېرته واخلو؟

په کال نیم کال کې خامخا تاسې د خپلو ملګرو د پورغوښتنې له مواردو سره مخ کیږﺉ. هغوی، چې ستاسې اقتصادي وضعیت ښه وویني، خامخا پور غواړي. موږ دا په ژوند کې تجربه کړي، چې ډېر کم کسان پور ورکولو ته زړه ښه کوي:

((کاشکې یوه اوونۍ مخکې دې ویلي وای! د کاروبار لپاره مې بل چاته ورکړې! په ګروي کې مې ورکړې! یاره اوس خو بیخي تش لاس یم!))، دا هغه پلمې دي، چې موږ یې نورو او نور یې موږ ته کوي.

په اوسمهالې نړۍ کې ډېر کم داسې کسان پیدا کیږي، چې تاسې ته په ورین تندي ډېر پور در کړي، ځکه دا اوس یو متل ګرځېدلی، چې ښه مه کوه، بد به نه مومې.

ډېرځله د پور او پیسو پر سر نږدې ملګري خپه کیږي، ځکه پور ورکوونکی یې ترې غواړي او مقابل اړخ پرې ځان ناګاره اچوي، یا نن او سبا ته یې ځنډوي. دغه مساله ددې لامل ګرځي، چې ملګري له پور ورکولو ځان وغړوي.

ځینې خلک دا سپارښتنه کوي، چې که چا ډېرې پیسې پور غوښتې ورته ووایاست، چې نه یې لرم. خو ایا دا حل لاره ده؟ طبیعي ده، چې مقابل اړخ مو خپه کیږي او بیا کېدای شي په ټول عمر هم تاسې ته د پور لپاره لاس اوږد نه کړي.

واړه پورونه ورکړﺉ، خو که د سترو پورونو غوښتنه کوي، بانکونو او بډایو کسانو ته یې راجع کړﺉ. ۵۰ زره افغانۍ دومره شی نه دي، ملګرى پرې مه خپه کوﺉ، خو که ۵۰۰ زره افغانۍ غواړي او پوهیږﺉ، چې پر وخت یې نه شي درکولای، بیا پلمه ورته وکړﺉ.

د پور ورکولو پرمهال تر ټولو مهم څیز د پور د اړتیا سنجول دي. ځینې خلک د موټر اخيستلو، یا بل شوق د پوره کولو لپاره پور غواړي، داسې کسانو ته پور مه ورکوﺉ. په دې کار سره یو خوا تاسې د خپل ملګري د اضافه خرڅۍ مخه نیسى او له بل پلوه هغه له پوره ژغورى، خو که موټر د کاروبار لپاره پیري، بیا یې ترې مه سپموﺉ.

زما یادیږي، څو کاله وړاندې مې په پېښور کې یوچا ته ۵۰۰ ډالره حسنه پور ورکړی و. هغه مهال ډالر د کلدارو پر وړاندې په ۷۰ کې و، خو کله یې، چې پور بېرته را سپاره، د ډالرو پرځای یې کلدارې راکړې او بیا ددې پرځای، چې په ۹۰ کې یې حساب کړي، د اویاوو له مخې یې راته حساب کړې وې. ما هم غږ ونه کړ، خو اوس مې پور ورکول بیخي بند کړي دي.

که چېرې ستاسې یو ملګری دوکان یا کوم بل وړوکی کاروبار پیلوي، د غوښتنې په صورت کې پور ورکړﺉ، ځکه کېدای شي په دغه پور د هغه سوداګري پراخه شي. یا ورسره شریک شي، چې هم ستاسې ګټه وشي او هم د هغوی کار وشي. خو که پوهیږى، چې ملګری مو سرپه سر تاوان کوي، یا یوازې د پور په پیسو ژوند چلوي، دې ته یې وهڅوﺉ، چې پور وانخلي او ځان ته کار او روزګار ومومي.

ډېر داسې خلک پیدا کیږي، چې ژوند په پورونو کوي. بیا، چې د لور د ولور پیسې واخلي، یا یې څوک له بهره ورته را ولیږي، پورونه پرې لنډوي. زه داسې یو کس پېژنم، چې په کور ناست دی، نه کار کوي او نه تجارت، خو شاوخوا ۹ لوڼې لري او پر هره یوه له څلورو تر پنځو لکو افغانیو ولور اخلي. داسې کسان په دې نه ارزي، چې تاسې پور ورکړﺉ. دوی ته د کار کولو او لاس ګټلې روزۍ د خوند احساس ورکړﺉ.

هېچا ته له تضمین او سند پرته پور مه ورکوﺉ. که چا ته زر افغانۍ هم ورکوﺉ، لاسلیک او سند ترې اخلى، ځکه په ژوند اعتبار نه دی په کار او تاسې هم نه شى کولای، چې د صله رحمي په نامه خپل ټول پورونه د مړو په ارواوو پسې وبښى.
ډېر کسان په پور منکریږي، یا له یاده یې وځي او ستاسې پیسې هدر ځي. په پور چا څوک نه دی مړ کړی، نو ښه داده، چې واردمخه له ځان سره د پور په تړاو سند او تضمین ولرﺉ. زما په یاد دي، چې یوچا ته مې ۳۰ زره افغانۍ ورکړې وې، چې راته ویې ساتي، خو دوه میاشتې وروسته په دې نه پوهیدم، چې دا دیرش زره افغانۍ مې چېرې ورکې کړې دي. پس له ډېرو سرګردانیو اړوند کس راته وویل، چې ۳۰ زره افغانۍ یې راته ساتلې دي. ددې ستر لامل داو، چې ما پر خپل ذهن تکیه کړې وه او د یادښت په کتابچه کې مې راسره لیکلې نه وې.

وايي، د پورونو راټولول داسې دي، لکه سړی، چې خپل ځان ډنګروي او پور اخستل هم داسې دي، لکه سګرټ څکول، چې هرڅومره یې پریږدې، بیا هم پرې راګرځې.