Taliban-Kunduz-1

په کندوز کې طالبان ولې له پښو نه غورځي؟

د ترهګرو دایمي ځاله؛

په کندوز کې دولتي مدیریت کمزوری دی او دې کمزورۍ کې ناقانونه وسله‌والو یا اربکي ځواک بد رول خپل کړی دی.

هغوی ظاهراً کندوز ساتي، خو د هغوی قومندانان له طالبانو سره نور پټ تعاملات لري، دوی طالبانو ته پیسې وسلې او حتا د عملیاتو نقشې ورکوي.

دوی له یوې خوا د امنیتي داوطلب ځواک په نامه له دولته امکانات شپېلوي او له بلې خوا بیا د جنګ دوام د ځان په ګټه بولي او له طالب سره یې ناتعریف شوې رابطه ده.

په کندوز کې ډېرې داسې جایدادي شخړې اوس اوس راپورته شوې چې که طالب یې دوی ته و نه ګټي، بل هیڅ امکان نه‌شته چې یو سړی دې د خپل جایداد مالک شي.

دا کار چا وکړ؟ د شخړو دا زړي ځايي جهادي قومندانانو وکرل او ټوله سیمه یې کور په کور سره اخته کړه.

له وړمې ورځې راهیسې د کندوز پر قلعه‌زال باندې د طالبانو جګړه روانه ده، مقابل لوری، یانې دولتي او محلي ځواک یوازې د دفاع په حال کې دي او هڅه کوي، دا شرمندګي پېښه نه‌شي چې د ولسوالۍ تعمیر هم د طالبانو لاس ته وغورځي.

تر دې ورها خوا په امام صاحب ولسوالۍ کې هر سهار ماښام ډزه ډوزه وي، طالبان له نږدې کلیو مرمۍ اوروي، خلک نیسي، لارې ته راوځي او عادي ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

د امام صاحب طالبان د نور کندوز په پرتله سخت دریځي خطرناک او هره شېبه ګواښ پېښوونکي دي.

دغه راز دشت ارچي او خان‌اباد هم ناامن دي او په اړوندو سیمو کې یې طالبان هم د خپلې خوښې عملیات کوي او هم لارو ته راوځي چې مسافر وشوکي.

کله چې د کندوز پر مرکز د طالبانو له خوا برید وشو، یو تصور دا وه چې ځايي وزګارو زلمیانو د هغوی ملاتړ وکړ او د ښار نیولو ته یې د چور په تابیا د خپلې بې‌کارۍ له زاویې لاره ورموندلې وه.

چارواکيو هم ویل چې طالب پر خپل ځای، خو عوام یې ډېر د فرېب ښکار شول او د پیتاوي نالوستي او وزګار ځوانان یې په دې شعار له ځان سره مست کړل چې ښار به ونیسي او غنیمت ولجه به کورونو ته راوړي، خو کله چې په کندوز کې جګړه درېیمې ورځې ته ورسېده، خلکو ته په زبات ورسېده او دولت ته روښانه شوه چې د کندوز طالبان د افغانستان تر بل هر ځای سخت دریځي، خروړي، بې‌رحمه، منظم، مخ په بره او سازماندهي شوي دي.

دوی تر څو ورځو د کندوز کوڅې په ولکه کې ساتلې او اکثرو یې د نورو طالبانو په څېر د سر لوبه نه کوله، بلکې د ژوندي پاتې کېدو په قیمت یې امنیتي دولتي ځواک مصروف ساته.

د کندوز طالبان په ښاري کوڅو او کورنو کې دومره ډېر وخت پاتې شول چې اوس د کندوز ښار هر وګړی د ښار له نااشنا ګاونډي، د هغه له بام او د هغه له باغچې وېره لري، یو پر بل شک دی چې دې ګاونډي به طالب ساتلی وي او هغه بل فکر کوي چې دې ګاونډي به طالب ساتلی وي.

په کندوز کې د دې جګړې په ترڅ کې طالبانو د روحیې او رواني جګړه وکړه، د دوی مقاومت د دې سبب شو چې کندوزیان فکر وکړي چې که په ویاله کې یو وار اوبه تېرې شوې، بیا به خامخا راځي او تر ننه کندوزیان په دې وېره کې دي چې ښايي طالبان یو وار بیا د کندوز ښار ونیسي او امنیتي ځواکونه له ښاره وتښتي.

اساسي مسلې دوه دي؛

اول دا چې د کندوز اکثره طالب قومندانان بهرنیان دي چې له ډېره وخته په سیمه کې اوسېدلي، له جغرافیا سره بلد شوي، ملګري او ډلې یې پیدا کړې او د ارامۍ په وخت یې هغوی د توپک چلولو او ماین خښولو، چریک وهلو او خرپ ترپ عملیاتو په برخه کې ښه روزلي دي.

تر ټولو مهمه یې دا ده چې دوی ښه جنګي مدیریت کوي او په ټولو ساحو تسلط ساتي.

دویمه مسله دا ده چې په کندوز کې دولتي مدیریت کمزوری دی او دې کمزورۍ کې ناقانونه وسله‌والو یا اربکي ځواک بد رول خپل کړی دی.

هغوی ظاهراً کندوز ساتي، خو د هغوی قومندانان له طالبانو سره نور پټ تعاملات لري، دوی طالبانو ته پیسې وسلې او حتا د عملیاتو نقشې ورکوي.

دوی له یوې خوا د امنیتي داوطلب ځواک په نامه له دولته امکانات شپېلوي او له بلې خوا بیا د جنګ دوام د ځان په ګټه بولي او له طالب سره یې ناتعریف شوې رابطه ده.

په دې برخه کې ډيری خلک د همدې ناقانونه وسله وال ځواک د ظلم او جبر په لحاظ له طالب سره یو ځای شول.

په کندوز کې ډېرې داسې جایدادي شخړې اوس اوس راپورته شوې چې که طالب یې دوی ته و نه ګټي، بل هیڅ امکان نه‌شته چې یو سړی دې د خپل جایداد مالک شي.

دا کار چا وکړ؟ د شخړو دا زړي ځايي جهادي قومندانانو وکرل او ټوله سیمه یې کور په کور سره اخته کړه.

اوس طالبان د سیمې له اختلافاتو، د خلکو له مجبوریت، له سټراټیژیک موقعیت، د دولت له کمزوري مدیریت او په امنیتي ځواکونو کې له نه هماهنګۍ او دغه راز له خپل نفوذ څخه کار اخلي او په کندوز کې خطرناکه جګړه کوي.

کندوز حتا د یوې ورځې له‌پاره نه دی ارام شوی، کندوز هره شېبه د سقوط له خطر سره مخ دی.

مهمه نه ده چې د ښار زړه امن دی، خو ډېرې نږدې کوڅې دي چې د شپې په‌کې طالبان ګرځي یا یو نیم ګرنېټ اچوي.

مهمه نه ده چې محلي راډیو د ډېموکراسي له‌پاره نشرات کوي، خو هلته په هره ولسوالۍ کې د طالبانو جرګې او صحرايي محکمې دي، په کلیو کې سخت او کنګل قوانین پلي کېږي او طالب له دې لارې د خلکو پر ماغزو او ککرو مسلط دی.