scmp_18feb08_bz_xinao3_dus_2088_5125937

په کانکور کې له دری ځله ناکامۍ تر میلیاردرۍ « وانګ یوسو» ژوند

د انسانانو ډېره برخه له دې کبله نه ناکامېږي چې وړتیا نه لري، بلکې د ناکامۍ تر ټولو ستر لامل یې د خپلې وړتیا نه تشخیص وي. د وړتیا له تشخیص پرته له هغې ګټه پورته کول ناشوني دي او کله چې تاسې له خپلې وړتیا ګټه پورته نه کړی، د بري تمه هم ډېره پر ځای نه ده.

ځینې کسان په هغو برخو کې چې وړتیا نه لري، د کار په دوام سره یوازې خپله انرژي ضایع کوي.

چینایی « وانګ یوسو» دری ځله د کانکور په ازموینه کې ناکام شو.

تر درېیم ځل ناکامۍ وروسته پوه شو چې د زده کړو دوام یې په خیر نه دی او باید د ښه ژوند لپاره د یوې بدیلې لارې په لټه کې شي.

له همدې کبله یې سوداګرۍ ته مخه کړه. له ډېر کوچني کاره یې پیل وکړ. په لومړیو وختونو کې یې وربشې او بیر پلورل.

په دې برخه کې تر څو کاله کار وروسته یې په ۱۹۸۶ کال کې یو ځل بیا خپل لوری بدل کړ او د ګاز پلور ته یې مخه کړه.

ده دغه مهال په کوچنیو ډبو کې ګاز پلوره. په همدې وخت کې د چین حکومت د ګازو د پلور په برخه کې ځینې اصلاحات رامنځته کړل او نوموړي له دې کبله چې له وړاندې د ګازو د پلور په برخه کې کار کړی و، له دغو اصلاحاتو ګټه پورته کړه.

په هوبي ولایت کې یې د ګازو څو زېرمې واخیستې او د « لانګ فانګ» په نوم یوې پراختیايي سیمې ته د ګازو رسولو تړون یې ترلاسه کړ.

تر همدغه تړون وروسته د نوموړي د کاروبار د پراختیا پړاو پیل شو. هغه اوس په چین کې د ګازو د وېش یوه ستره شبکه لري چې له برکته یې میلیاردر دی.
د چینايي کاروباریانو د بیوګرافۍ په کتاب کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې د «اي اېن اېن» په نوم د طبیعي ګاز د وېش دې شبکې تر ۲۰۱۰ کال پورې خپل فعالیتونه په ۱۴ ولایتونو کې ۸۰ ښارونو ته وغځول.

د وېش دا شبکه پر څلورنیم میلیونه کورونو سربېره ۱۳۵۰۰ کمپنیو ته هم ګاز رسوي.

د فوربس مجلې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د جنورۍ د ۱۶ مې نېټې د شمېرو له مخې د وانګ یوسو پانګه دوه اعشاریه ۹ میلیارده ډالره بلل شوې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۹۰ یم او په چین کې ۴۰ ام ځای لري.

۵۱ کلن وانګ واده کړی او د چین په لانګ فانګ سیمه کې ژوند کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.