1

په کاري ساحه کې د شپږو خبرو له کولو ځان وساتئ!

ژباړه –
هغه کسان چې په دفترونو او ادارو کې کار کوي اکثره يې دا مني چې ورسره په اداره کې ټول کارکونکي داسې کیږي لکه د خپل کورنۍ کسان خو بیا هم ځينې داسې خبرې په ژوند کې شته چې باید خپلو همکارانو ته ونه ویل شي.
بریالي خلک کله هم د خپل زړه خبرې له هر چا سره نه شریکوي، نو تاسو هم هڅه وکړئ چې په خپل دفتر کې څو کارونه بیخي ونه کړئ.

په سیاسي مسالو بحث مه کوئ:
که چېرته تاسو په یوه اداره کې کار کوئ نو غوره داده چې خپل سیاسي لید لوری او فکر له همکارانو سره شریک نه کړئ او د سیاسي بحثونو نه ډډه وکړئ. ځکه ستاسو سیاسي فکر ستاسو د شخصیت څرګندونه کوي. دا ښکاره ده چې په سیاسي مسالو کې هر کس خپل نظر او خپل فکر لري نو دا هم امکان لري چې ځينې کسان ستاسو له نظر او فکر سره مخالف وي، دغه کسان چې تاسو سره په یوه اداره کې کارکوي خو فکري مخالفت درسره لري کولای شي تاسو ته سختې ستونزې راولاړې کړي.
نوغوره ده چې په خپله کاري ساحه کې له سیاسي بحثونو او خبرو ډډه وکړئ، هسې نه چې دا ډول بحثونه درته ستونزه پیدا کړي او ان له ادارې ستاسو د شړلو لامل شي.

هیڅ چاته د ناپوهه فکر مه کوئ:
په هره اداره کې ځينې داسې کسان هم وي چې په ځينو کارونو یې سر نه خلاصیږي او یا ستاسو په نظر په چارو سم نه پوهیږي. خو که تاسو د هغوی مرسته نه شئ کولای نو دا خو کولای شئ چئ د هغوی په اړه نورو همکارانو، یا کار کونکو ته د هغوی د ناپوهۍ په اړه خبرې ونه کړئ او د هغوی له توهین کولو ځان وساتئ.
ځکه که تاسو هغوی پسې خبرې وکړئ او یايې پښې ووهئ تاسو ته کومه ګټه له دې نه رسیږي، خو ستاسو په اړه به نور داسې فکر وکړي چې تاسو د خپل ځان د ښه ثابتولو لپاره پر نورو پسې خبرې کوئ او هغوی ناپوهه ښکاره کوئ چې دا چاره ستاسو د منفي کریکټر څرګندونه کوي او په اداره کې مو اعتبار کمیږي. ددې پر ځای چې ګټه درته وکړي بلکې شخصیت ته مو زیان اړوي.

په دفتر کې د خپل معاش په اړه خبرې مه کوئ:
ته او ستاسو کورنۍ ضرور پوهیږي چې ته د میاشتې څومره معاش اخلې، نو په دفتر کې يې له همکارانو سره یادول ضروري خبره نه ده. که تاسو خپلو همکارانو ته د خپل معاش په اړه ووایئ چې دومره دی یا دومره نه دی ممکن دا کار درته په راتلونکې کې ځینې ستونزې راولاړې کړي، ځکه هر کس به خپله تنخوا ستاسو له تنخوا سره پرتله کوي چې تر تاسو کمه اخلي که زیاته او کله کله به ستاسو ورځينې کار هم ستاسو د معاش سره پرتله کوي، چې ممکن ځينې کسان چې په اداره کې درسره یو ځای کار کوي له همدې امله درته ځينې ستونزې وزیږوي.

مه وايئ چې خپله دنده کې په تنګ یئ:
کله چې تاسو داسې خبرې کوئ، ممکن ځينې نور کارکونکي په دې باندې سخت خوشاله شي چې ستاسو خپل کار خوښ نه دی او کله چې دا اوازه په ټول دفتر کې خوره شي ستاسو په اړه بیا نور د یو منفي کس په اړه فکر کوي او شخصیت مو زیانمنیږي.
په یاد ولرئ چې په دفتر کې ډېر کسان ستاسو د ځای نیولو هیله لري، نو هڅه وکړئ چې خپلې خبرې له نورو سره شریکئ نه کړئ.

د خپل شخصي ژوند په اړه خبرې مه کوئ:
دا سمه ده چې موږ په دفتر کې کابو پوره ورځ تېروو او خپلو نورو همکارانو ته د کورنۍ د غړو په شان فکر کوو، مګر هڅه وکړئ چې تاسو د خپل تېر او شخصي ژوند خبرې له خپلو همکارانو سره شریکې نه کړئ.
داسې هم نه ده چې په دفتر کې هر کارکونکی ستاسو دوست دی او هغه ستا هغه خبرې چې ورته کوې يې داسې تعبیر کړي لکه څنګه چې يې خپله تاسو کوئ. خپلې شخصي خبرې او کیسې یوازې هغو کسانو ته وکړئ چې تاسو ته ډېر نږدې وي او په راتلونکې مو په وړاندې نه ودریږي.
ضروري نه ده چې ستاسو د تېر ژوند کیسې د هر چا خوښې شي، ممکن ځينو ته خوند ورنه کړي او ستاسو په اړه ناسم قضاوت او فکر وکړي، نو ښه ده چې له دې کار هم تېر شئ.

د نوې دندې لټه:
کله هم خپلو همکارانو ته په دې اړه مه وایئ چې تاسو د یوې بلې دندې په لټه کې یئ، ځکه دا خبره تاسو ته په کاري چاپېریال کې جدي ستونزې راولاړوي او ددې امکان هم شته چې تاسو به بله دنده هم نه وي پیدا کړي او شته دنده به مو له لاسه ووځي. نو تر هغې مو چې بل ځای کې دنده نه وي اخیستي او تړون پاڼه مو ورسره نه وي لاسلیک کړي د خپلو همکارانو سره پرې بحث مه کوئ.
ددې لپاره چې په کاري چاپیریال کې درته ستونزې پیدا نه شي، غوره ده چې پورته یادو شویو خبرو ته پام وکړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.