په کابل کې د پولیسو پر بسونو د برید په تړاو د څو چارواکو دندې وځنډول شوې

افغان ولسمشر وروسته له هغې د کورنیو چارو د وزارت د څو لوړپوړو چارواکو دندې وځنډولې چې د میدان وردګ پولیسو تعلیمي مرکز د فارغانو د کاروان په بسونود انتحاري برید په هکله د څېړنو موظف پلاوي د خپلو موندنو راپور ور ته وړاندې کړ.

د ارګ یوه خبرپاڼه وايي، په دې اړه پرون مازیګر د ولسمشر غني په مشرۍ جوړې شوې غونډې کې د څیړونکي پلاوي څخه د توضیحاتو غوښتنه وشوه او د راتلونکو اقدماتو په اړه بحث وشو .
د ارګ په خبر پاڼه کې راغلي :

” غونډې ټینګار وکړ، سره له دې چې د انتقال لپاره په دسته جمعي توګه له ټرانسپورټي بسونو څخه د عدم استفادې په هکله د جمهور رئیس لارښوونه موجوده وه، مسوولینو په واضح توګه د جمهور رئیس د دې حکم د تطبیق او خپلو ټولو مکلفیتونو په برخه کې بې غوري کړې ده.

مخصوصاً په دې دلیل چې د ملي امنیت عمومي ریاست د کورنیو چارو وزارت اړوندو مسوولینو ته د خطر او تهدید د تشخیص په هکله له مخکې څخه خبر ورکړی وو، خو مسوولینو د دندې په ترسره کولو کې د انتقال په موخه لازم تدابیر نه وو نیولي او د راپور موندنې ښیي چې د انتقال شیوې په تغیر کې یې هم بې غوري کړې ده.“

د ارګ خبر پاڼه وړاندې کاږي چې ولسمشر له سلا مشورې او د کمیسون د راپور له اوریدو وروسته ددې اقداماتو حکم ورکړی :

 

اداري اقدامات:

د کورنیو چارو وزارت د اوله درجې مسوولینو په توګه د لاندې کسانو دندې وځنډول شوې:

۱: د اداري معینیت دفتر رئیس او د جلب او جذب عمومي قوماندانۍ سرپرست مل پاسوال محمد حسن عالمي.

۲: د جلب او جذب عمومي قوماندانۍ رئیس ارکان مل پاسوال عبدالمجید صادقی

۳: د تعلیم او تربیې عمومي قوماندان پاسوال الهام وردک

۴: د تعلیم او تربیې قوماندانۍ مرستیال مل پاسوال سردار محمد کوهدامني

۵: د میدان وردک پولیسو تربیوي مرکز قوماندان مل پاسوال جلالدین رګبار

همدارنګه کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه وشوه، د پنځو تنو نورو ټیټ رتبه کارکوونکو دندې چې د میدان وردګ پولیسو تعلیمي مرکز فارغانو د امنیت د تامین او تصمیم نیولو مسوولیت یې درلود، وځنډوي.

ارګ زیاتوي ، د کورنیو چارو وزارت ته په ټینګه لارښوونه وشوه چې د اکاډمیو د زده کوونکو د تګ راتګ لپاره ټول اقدامات او امنیتي تدابیر برابر کړي.

ولسمشر غني ټينګار کړی ، هغوی چې د هېواد بچیان له خطر سره مخامخوي کړنې یې په هیڅ وجه د منلو وړ نه دي.

جزایي څېړنې:

ارګ وايي په دې غونډه ولسمشر لارښونه وکړه چې د کورنیو چارو وزارت دې هغه کسان چې دندې یې ځنډول شوي تر څارنې لاندې ونیسي، د اوسنیو څېړنو له بشپړېدو وروسته د جرمي څېړنو په موخه د هېواد نافذه قوانینو ته په پام او په دنده کې د بې غوري د تشخیص پر بنا د وظیفوي اغفال د څېړنې په موخه د هېواد لوی څارنوالۍ ته معرفي شي.
د ارګ خبرپاڼه وايي : په دې دلیل چې موږ له بې اصوله دښمن سره مخ یوو، د هېواد د امنیتي او دفاعي د ټولو اولو ردو مسوولیت او مکلفیت دی چې له هر ډول بې غوري ډډه وکړي او د دندو په ترسره کولو کې لازم دقت وکړي.

ارګ وايي ولسمشر د ناستې له ګډون کوونکو سره له لازمو مشورو وروسته پر هغوی چې بې غوري کوي او د افغانستان پر دښمنانو چې جنایتکارانه اعمال ترسره کوي د قانون د تطبیق په موخه قاطع او سخت اقدامات تر لاس لاندې نیولي دي.

په دې غونډه کې کې د جمهور رئیس دویم مرستیال محمد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس سیدیوسف حلیم ، د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور، د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي، د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون مشرې ډاکټر سیما سمر، د لوی څارنوالۍ د څېړنو مرستیال نور حبیب جلال، د جمهور رئیس ستر سلاکار نادر نادري، د عدلي او حقوقي چارو د مشورتي بورډ رئیس نصرالله ستانکزي او د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو سره د مبارزې عمومي رئیس عبدالغفار سیدزاده حضور درلود.

افغان ولسمشر نن په روغتون کې د میدان وردګ د پولیسو د اکاډمۍ د ټپیانو پوښتنې ته هم ورغۍ او ډاکترانو یې سپارښتنه وکړه چې هغه ټپیان چې په کابل کې یې د درملنې امکان کم وي بهرنیو هیوادونو ته دې واستول شي .

تر دې مخکې ولسمشر اشرف غني او نورو افغان چارواکو ددې پېښې په ترڅ کې د وژل شویو کسانو د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ .

دوه ورځي وړاندې د کابل په څنډه د کمپنۍ په سیمه کې د پولیسو د روزنې له مرکز څخه د نویو فارغ شویو سرتیرو پر بسونو دوه ځان وژونکې چاودنې وشوې چې لږ تر لږه ۳۲ کسان یې ووژل او تر اتیاوو زیات نور یې ټپیان کړل .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.