Nipal

په کابل ځانمرګي او بدخشان کې بمي چاودنې ۲۲ کسان ووژل

په افغانستان کې په جلا جلا بریدونو او چاودنو کې د دوشنبې په ورځ تر ۲۲ زیات کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي .

په کابل کې پر هغه موټر ځان وژونکی برید کې چې نیپالي امنیتي قراردادیان یې انتقالول ، لږ تر لږ څوارلس نپیالیان وژل شوي او د کابل د اوسیدونکو په ګډو ۹ تنه ټپیان شوي دي .

ویل کیږي ځان وژونکي د چاودیدونکو موادو بار موټر د سهار د ګڼې ګوڼې پر مهال په بنايي سیمه کې د هغه نیپالیانو له موټر سره ټکر کړی چې د کاناډا د سفارت د امنیتي ساتنې دنده یې ترسره کوله.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي ، د سهار د شل کم شپږو بجو په شا اوخوا کې یو ترهګر خپل موټر د بنايي په سیمه کې د نیپالي کارمندانو له موټر سره وچوه . د کورنیو چارو د وزارت د اعلامیې په وینا په دې کې ۱۴ نیپالیان وژل شوي ، نهه تنه نور چې پنځه یې نیپالیان او څلور یې افعانان دي ټپیان شوي دي .

د کورنیو چارو وزارت ویلي وسلوالو طالبان په ښآرونو کې په دا ډول چاودنو غواړي د جګړې په ډګر کې خپلې وروستۍ ماتې پټې کړي .

د نیپال د بهرنیو چارو وزارت ویلي ، دوی په دې اړه چې کابل کې یې پر اتباعو برید شوی په پاکستان کې د خپل سفارت له لارې معلومات راټولوي .

په کابل کې په همدې ورځ یو مقناطیسي بم چاودنې د کابل د ولایتي شورا یو غړی او شپږ تنه نور ټپیان کړي .

د کابل پولیس وايي بم د ولایتي شورا د غړي عطا الله فیضاني په موټر پورې نښلول شوی و او چیلستون په سیمه کې یې چاودنه وکړې . ددې برید د دوو ټپیانو وضیعت نازک ښودل شوی دی . نژدې دوه اونۍ مخکې د ولسي جرګې یو بل استازی شیرولي وردګ په کابل کې په یو برید کې ووژل شو.

اخوا په بدخشان کې د ګڼې کوڼې په یو بازار کې ایښودل شوی بم چول شوی چې لږ تر لږ اته کسان یې وژلي دي . د بدخشان د والي ویاند نوید فروتن ویلي ، دا چې د یو شمیر ټپیانو وضیعت نازک دی د مړو شمیر زیاتیدلی شي .

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، ترهګرو د بدخشان د کشم ولسوالۍ په بازار کې په یوې کراچۍ کې چاودیدونکي مواد ځای پر ځای کړي وو چې چاودنې یې اته ولسي خلک وژلي او شپاړس نور ملکیان یې ټپیان کړي دي .

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د ټویټر په یو پوسټ کې د کابل د برید پړه پر غاړه اخیستې ده . د بدخشان د چاودنې مسولیت لا هم چا نه دی منلی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.