karobar

په ژوند کې د بریالیتوب دیرش رازونه

ليکوال : ناپليون هيلو
ژباړه : حليم
**************
ولې په کسب و کار کې ځینې خلک بریالي او ځینې ناکامه دي؟

ډېر داسې کسان به مو لیدلي وي، چې د ښه استعداد په خوا کې پوره امکانات هم لري، خو بیا هم بریالي نه دي او د دې برعکس داسې کسان هم کم نه دي، چې نه لوړ استعداد لري او نه هم پوره امکانات، خو بریالي دي. ښایی د ډېرو ذهنونه د دغه کار د لامل په اړه پوښتنو مشغول کړي وي. له بل لوري یو شمېر نور بیا غواړي په دې پوه شي چې څنګه بریالي کېدای شي، د موفقیت لارې ګودرې کومې دي چې په مرسته يې سړى برياليتوب ته رسېدلى شي.

یو عالم وايي:

په نړۍ کې هر کار د ځان لپاره اصول او طریقې لري، چې زده کیږي، بریالیتوب هم کوم استثنايي او چانسي شى نه دی چې یوازې د څو کسانو په برخه کېداى شي، بلکې داسې څیز دی چې هر څوک یې وړتیا موندلی شي یعنې برياليتوب ته رسېدل یوه مهارت ته اړتيا لري او دغه مهارت په زيار او هڅو زده کېداى شي. په دې اړه په نړیواله کچه ډېرې څېړنې شوې دي او ډېر کتابونه، رسالې او مقالې پرې لیکل شوی دي. نو که غواړئ د ناکامی لارې ګودرې و پېژنئ او له دې لارې د کامیابۍ او بریالیتوب په رازونو پوه شى، نو د ناپيليون هېل لارښوونې درسره مرسته کولى شي.

که تاسو په کوم کار بریالي نه یاست پوه شئ چې لاندې یو عامل په کې رول لوبولی دی پیدا یې کړئ او د ترمیم یا اصلاح لپاره یې هڅه و کړئ.

۱- په ژوند کې د ټاکلي هدف نشتوالی:
هغه کسان چې په ژوند کې کومه ټاکلې موخه نه لري تل ناکامه دي، ځکه د حرکت او خوځښت لپاره يې انګېزه نه شته چې ويې هڅوي او د بریالیتوب لپاره یې لېواله کړي. هغه څېړنې چې په نړۍ کې ترسره شوې ښیي چې له ۱۰۰ کسانو ن۹۷ یې مشخصه موخه نه لرله چې دا یې د ناکامۍ تر ټولو مهم دلیل دى.

۲- د پرمختګ او انکشاف لپاره لېوالتیا نه لرل:

هغه کسان چې د پرمختګ او پیشرفت تلوسه نه لري هم په ژوند کې ناکام دي. دغه ډول وګړي چې یوه مقام ته ورسیږي، بیا ورسره له هغه نه د لوړېدو پلان نه وي. یانې بریالي کسان چې کله یو ځای ته رسیږي سمدلاسه د لا نور لوړېدو برنامه جوړوي، د پرمختګ د پلان نه لرل هم د ناکامه وګړو ځانګړنه ده.

۳- نا کافي تحصیلات:

ناکافي تحصیلات هم د ماتې او ناکامۍ یو ستر لامل دی، خو له نیکه مرغه چې دا خلا په ډېرې اسانۍ ډکېدلی شي. تاسو یوازې کولی شى یو سند ولرئ له دې ور هاخوا د خپلو معلوماتو د زیاتولو او په خپلې کاري برخه کې د لا ښې لوړې پوهې تر لاسه کولو لپاره مطالعه و کړئ، څومره چې مو وسه وي مطالعه وکړئ، په نړۍ کې هغه کسان چې لوړو مقامونو ته رسیدلي ثابته شوې ده چې په خپله اړونده څانګه کې یې ډېره مطالعه کړې ده چې پربنسټ یې وروسته ګړندي پرمختګونه کړي. څېړنو ښودلې چې پورتنی نیمګړتیا د ډېرو د ناکامۍ او ماتی سبب شوې ده. لوړه پوهه نه یوازي تاسو سره په خپلې کاری برخه کې مرسته کوي بلکې ورسره خپل مشتریان، کارکونکي او نور بانفوذه خلک مو هم تر اغېز لاندې راځي چې کولی شي په پرمختګونو کې مو در سره ډېره مرسته وکړي.

۴- د نظم او ترتیب نه لرل:

نظم او ترتیب د ځان کنټرولولو ته وایي یعنې دا چې د خپلو منفي خاصیتونو پر وړاندې مقاومت وکړئ، ټولې هغه نیمګړتیاوې چې وخت مو ضایع کوي او د ټنبلۍ لامل مو ګرځي له ځانه ایسته کړئ، لکه یو شخص په فیسبوک روږدی دی، خو وایی اوس پرې عادت شوی یم، ځان ترې نشي خلاصولی دا ډول کسان په ژوند کې غیر منظم دي، غیر منظم خلک که څومره لوړ استعداد او ډېر امکانات ولري د بریالیتوب چانس نه لري. د ناکامه کسانو په ژوند کې دا ستونزه هم ډېره ده، نو که بریالیتوب غواړئ تل به د خپل نفس،تنبلی او نورو هغو عادتونو او کړنو پر وړاندې چې وخت مو خوشې ضایع کوي مقاومت کوئ یانی ځان به منظموئ.

۵- د سالمې روغتیا نشتوالی:

څېړنو ثابته کړې هغه کسان چې سالمه روغتیا نه لري هم په پای کې له ماتې سره مخ کیږي، روغتیا د بریالیتوب لپاره یو اساسي شرط دی، پام مو وي چې خپلې روغتیا ته به ډېر پام کوئ کله چې له یوه عادي درد سره هم مخ کیږى، ژر یې درملنه کوى، ګورئ چې روغتیا مو په بریالیتوب کې ډېره ونډه لري، نو ځکه تل ورته پام کوى.په لویه کې هغه موارد چې درته جسمي ستونزې پیدا کوي په لاندې ډول دي چې باید ترې ځان و ساتل شي:

۱- پرخوري یا د مضره خوراکونو خوړل.

۲- منفي فکرونه کول او یاهم ډېر سوچونه کول.

۳- ورزش نه کول.

۴- په ناسالمه توګه تنفس کول او یاهم د سالمې هوا نشتوالی.

۵- په نورو داسې موضوعاتو فکر کول چې رواني روغتیا ته مو زیان رسوي لکه د جګړو او یاهم نورو شخړو او مړینو راپورونه.

۶- د کوچنیوالي د وخت نا مطلوب چاپیریالي اغیزې:

ځینې داسې خراب عادتونه او خاصیتونه چې له کوچنیوالي له ناوړه دوستانو او یاهم نا سالم چاپیریاله مو کسب کړي وي چې دا عادتونه هم ستاسو شخصیت ته ټکان ور کوي او په پای کې مو له ماتې سره مخ کوي، خو له نیکه مرغه هر ډول عادت بدلیدلی شي، هڅه وکړئ هغه عادتونه چې شخصیت ته مو ټکان ورکوي له ځانه لیرې کړئ، یوازې ټینګه اراده دا کار شوني کولی شي.

۷- تنبلي او هوساینه:

هوساینه او د نن کار سبا ته پاتې کول د ماتې او شکست ډېره مهمه سرچینه بلل شوې، دا عادت تل په کمین کې ناست وي چې بریالیتوب مو در څخه لوټ کړي، دې عادت په ژوند کې ډېرو ته شکست ورکړی او استعدادونه یې ورته خوشې ضایع کړی دي. هر څوک یې پدې غولولی چې ودرې مناسب فرصت لاسته راشي.داسې بهانې په لاس در کوي چې تر مناسب فرصته به صبر و کړم بیا به یې و کړم. په دغه عادت د لاسبری کېدو اسانه لاره داده چې صبر مه کوئ، وخت ته انتظار مه کوئ، بلکه سمدلاسه لاس په کار شئ، له شته امکاناتو سره پیل وکړئ ډېر ژر به مو نور امکانات هم لاس ته درشي. دا دومره ناوړه خاصیت دی چې کلونه کلونه درته د تنبلی لپاره بهانې په لاس در کوي او ډیر مناسب فرصتونه به درنه ضایع کوي، له دې خاصیت نه د ځان خلاصولو اسانه طریقه همداده چې د کوم کار فکر درسره پیدا شو او ګټور و ترسره کوه یې بل وخت ته یې مه پرېږده.
٨- مداومت او پشتکار نه لرل:

ډېر کله به مو لیدلي وي چې یو کار په ډېر ښه ډول پیلوو، ډېر ښه فکر راسره وي او ښه نقشه ورته جوړوو، خو له بده مرغه بیا یې په نیمه کې پریږدو. ځینی نور بیا داسې دي چې په لومړي پړاو کې چې لږ د ناکامۍ احتمال یې تر سترګو شي له کار لاس واخلي او خپله نقشه را ټوله کړي دا ډول خلک نژدې ټول یې له ناکامۍ سره مخ کیږي، که بل کار شروع کړي، هغه کې هم دا ډول چاره کوي.

نړیوالو څیړنو ښودلې چې بریالي کسان چې کله یو کار پیل کړي بیایې تر هغه چې سرته نه وي رسولی پریږدي یې نه، پشتکار او مداومت داسې خاصیت دی چې ډېر غبی کسان یې هم لوړو پرمختګونو ته رسولي دي، هغوی چې مداومت او پشتکار لري، کار کوي، موانع له مخې لرې کوي تر دې چې موانع دومره ستړي کوي چې خپله نور ترې لاره چپوي. مداومت او پشتکار د ناکامۍ احتمال بیخي له منځه وړي.

۹- منفي شخصیت:

د منفی لیدلوري لرونکی شخصیت تل له ناکامۍ سره مخ وي، دا یوه رواني ستونزه ده چې متاسفانه په نړۍ کې ډېر خلک پرې اخته دي. منفي شخصیت لرونکي که د یوه کار ۹۵سلنه شونتیا وویني، نو په هغه پاتې ۵ سلنه هم دومره بدګمانوي چې فکر کوي کار یې نه کیږي. بریالیتوب د ګډو هڅو یوه ټولګه ده یاني د نورو د مرستو په پایله کې بریالیتوب رامنځته کیږي، خو منفي شخصیت والا وګړي خلک په ځان نه شي راټولولی او یوه ګډ هدف په لوري یې نه شي رهبری کولی. همدارنګه ارواپوهان سپارښتنه کوي چې له منفی لید لرونکو خلکو تل ډډه کوئ او ورسره ډېره ناسته پاسته مه کوئ، ځکه چې تاسو هم په پای کې زړه نازړه کوي.

۱۰- د جنسي خواهشاتو نه کنټرولول:

جنسي موضوعات داسې څه دي چې انسان کار، زیار او هڅو ته تشویقوي، خو که په سم لوری هدایت نه شي ډیرې ویجاړونکې پایلې درلودلی شي او په پایله کې انسان له درنو ماتو سره مخ کوي، تجربو ښودلې هغه کسان چې د دې برخې په کنټرولولو کې پاتي راغلي، شته کامیابۍ یې هم له ناکامۍ سره مخ شوی دي.

۱۱- په پرېکړو کې د کلکې ارادې نشتوالی:

بریالی اشخاص په ارامۍ پرېکړې کوي او په پرېکړو د بیا کتلو لپاره بیړه نه کوي، خو ناکامه کسان بیا په خپلو پرېکړو کې ورو عمل کوي، تل یې ارادې بدلیږي او سوچونه تشویشونه ورسره مل وي. په پرېکړو کې زړه نازړه توب او تنبلي د یو بل وروڼه دي چېرته چې یو یې شتون ولري بل یې هم ورسره وي. نو که بریالیتوب غواړئ دا خاصیت په ځان کې وژنئ، کنټرولوئ به یې او اجازه به نه ورکوئ چې له ماتې سره مو مخ کړي.

۱۲- د وېرې او ډار شپږګوني وسایل:

وېره او ډار د پرمختګ پر وړاندې لوی خنډ دی، هغه کسان چې په ژوند کې زړورتیا نه لري ډېر لږ آن هېڅ د بریالیتوب چانس نه لري، ناپیلیون وایي: زړورتیا د انسان د ټولو خاصیتونو پادشاه دی چې د ټولو خاصیتونو ارزښت ورپورې تړلی، معمولا د نړۍ په ټولو نوموتو او بریاليو کسانو کې سخت دا خاصیت غښتلی دی، زړه نا زړه توب او تردد چې له وېرې سرچینه اخلي د ټولو ماتو سرچینه ده. وروسته به په خپلواک ډول د وېرو په بېلابېلو ډولونو چې د بریالیتوب او پرمختګ مخه نیسي رڼا واچوو.

۱۳- له اندازې وتی احتیاط:

هغه کسان چې له اندازې زیات احتیاط کوي نشي بریالی کیدای چې بالاخره د نورو پاتې شونو ته پاتي کیږي، له حده زیات احتیاط عینا د بې احتیاطۍ په څېر دی، دا ډول کسان تل له اندېښنو او تشویشونو سره مخ وي او په هواره لاره هم لسګونه خنډونه ویني، دا ډول کسان نه یوازې بې خونده ژوند لري، بلکې ورسره بریالی شخص هم له ناکامی سره مخ کوي. که بریالیتوب غواړى ژوند به مو له دې ګندګۍ نه ساتئ، افراط او تفریط رواني ناروغۍ دي چې تل باید ورڅخه ځان و ساتل شي. په ژوند کې ډېر فرصتونه شته چې که په داسې ناوړو عادتونو درنه ضایع نه شي.

۱۴- د نا مناسبو کارکونکو او همکارانو ټاکل:

دا هم په ډېرې اقتصادي مسايلو کې د ماتې یو فکتور دی، هغه شرکتونه یا اشخاص چې وړ کارکونکو په ګمارلو کې پاتې راځي بالاخره ماتیږي، پیاوړي او ژمن کارکونکي نه یوازې د یوه شخص یا کمپنۍ یا بلې کومې ادارې په بریالیتوب کې مهمه ونډه لري، بلکې ورسره د ريیس لپاره هم د ډاډ او روحي ارامتیا او خوښۍ یوه تکیه وي. اقتصادي او رواني پوهان وايي داسې ملګري او کارکونکي ځانته وټاکي چې د ملګرتیا وړتیا مو ولري، هغه کسان چې څنګ یې له دغه ډول کسانو تش دي د بریالیتوب ډېر لږ چانسونه یې په برخه دي.

۱۵- د نا مناسب کسب او یا رشتې ټاکل:

دا یوه منل شوې تجربه ده چې په داسې کار کې چې مینه ورسره نه لرى، بریالی کېدل امکان نه لري، هېڅکله پر هغه څه خپل وخت مه ضایع کوئ چې مینه ورسره نه لرئ ځکه په کې پرمختګ نه شی کولی، دا د پرمختګ له اساسي او بنسټیزو اصولو څخه دی چې داسې کسب یا کار به ټاکى چې مینه ورسره لرى او له زړه نه په کې پرمختګ کول غواړى، دا ډېره مهمه ده، د نړۍ د اتلو او نورو بریالیو کسانو په ژوند کې چې کومه څېړنه شوې ټولو ویلي چې له خپل کار سره یې مینه درلوده او همدې مینې ورته د بریالیتوب او اتلولی زمینه برابره کړې. تل هڅه کوى خپل ذوق پیداکړى او په هماغه کار کې بوخت شى، ځکه پرته ترې بریالیتوب او اتلولي ستونزمنه څه چې ناممکنه ده.

۱۶- د ژوند ملګري کې ستونزه:

ښځه یا خاوند د انسان د تسکین او ډاډ لپاره ده نو باید چې په خپله خوښه او زړه وي. که څه هم په ډیري ټولنو کې دې موضوع ته په کمه سترګه کتل کیږي خو معتبرو څیړنو ثابته کړې هغه کسانو چې په مناسب او له خپلې خوښې سره سم واده نه دی کړی بالاخره په ژوند او کسب و کار کې له ماتې او شکست سره مخامخ شویدي یاني دا چې د که د ښځې او میړه ترمنځ صمیمانه اړیکې نه وي په پایله کې میړه ته رواني ناروغی پیدا کیږي چې پرمختګ ورته نه یوازي ستونزمن کیږي بلکې ور سره ژوند کې ورته نورې ډېرې ستونزې هم پیدا کیږي.

۱۷- غیرمتمرکز فعالیتونه:

دا به مو ډېر اوریدلي وي چې وایي همه کاره هېچ کاره، بالکل دا متل سم دی، که په نړۍ کې د اختراعاتو، اکتشافاتو، علمي پرمختګونو او نورو اتلولیو سرچینه لټول شوې، نو ثابته شوې چې دا پرمختګونه د هغو کسانو په مټ رامنځ ته شوي چې ټول تمرکز یې یوه برخې او یوه موضوع ته اړولی دی او تل یې په یوه کار ځان بوخت کړى دی. پراګنده او خپاره مسولیتونه مه قبیلوئ، ځکه په هېڅ یوه کې هم سم بریالی کیدای نه شى. خپاره او خواره واره کارونه کول مو نه په وړتیا کې بدلون راولي او نه هم داسې نایابه او ګټور فرصتونه په لاس در کوي؛ بلکې سردردي، سرګرداني او آن د ژوند خوند پیکه کوي، دا داسې عادت دی چې د ډېرو بااستعداده خلکو استعدادونه یې خوشي او بې ګټې ضایع کړي دي.

۱۸- بې حسابه خرڅ کول:

فضول خرڅي او بې حسابه خرڅ کول د پوه وګړو کار نه دی، بلکې دا د نا پوهو کړنه ده. هغه کسان چې په خرڅ کولو کې احتیاط نه کوي پای له ناکامۍ اوماتې سره مخ کیږي. تل مو سپما عادت وګرځوئ، هر وخت د خپلو پیسو یوه برخه سپما کوئ، د فالتو پیسو لرل انسان ته د زړه ډاډ او قوت ورکوي او د زړورو پرېکړو په کولو کې ورسره مرسته کوي. د دې برخلاف هغه کسان چې سپما نه لري د کار د نشتوالی په صورت کې ډېر ټیټ معاش او یاهم ټیټ عاید باندې هم راضي کیږي چې دا چاره یې بیا بالاخره له ناکامۍ سره مخامخوي.

۱۹- د لېوالتیا نه لرل:

هغه کسان چې له خپل کار و کسب سره مینه نه لري نشي کولی، نور کسان په دې اړه لېواله کړي، څېړنو ثابته کړې چې له خپل کار سره مینه او لېوالتیا هغه عامل دی چې د بریالیتوب کړکۍ پرانیزي او برعکس نشتوالی یې د ناکامۍ او ماتې سبب کېږي، له همدې امله ارواپوهان وایي که غواړئ په خپل کسب و کار کې بریالي او نور هم پرې را مات کړئ، نو لومړی باید خپله ورسره مینه او لېوالتیا ولرئ. همدارنګه لېوالتیا او مینه لیږدول کیږي چې که له تاسره څومره لېوالتیا وي په مقابل طرف ستا لېوالتیا اغېز کوي او هغه هم لېواله کیږي.

۲۰- د زغم او صبر نشتوالی:

صبر او زغم هم د بریالیتوب او پرمختګ له سترو عواملو شمېرل کیږي، صابر سړی خامخا خپلو موخو ته رسیږي، چینایان یو متل کوي وایی: که سرعت مو د مېږتون هومره هم وي، خو چې مزل کوئ خپل هدف ته به رسیږئ. د ډېرو با استعداده وګړو د ناکامۍ او ماتې لاملونه چې پلټل شوي څرګنده شوې چې تر بریالیتوبه یې حوصله نه ده کړې او کار یې په نیمه کې پرېښى. صبر او زغم د بریالیتوب کنجۍ ده، که له ژوند نه دا ماده لرې کړې بریالیتوب ورسره یوځای الوزي. برایان تریسي وایی: صبر او حوصله په هر کار کې د بریالیتوب کنجۍ ده، خو بیا په تجارت کې سره زر دی، که دا خاصیت نه لرى تجارت بیخي مه کوئ.

۲۱- د اعتدال نه مراعاتول:

په هر څه کې اعتدال ساتل په کار دي، خو خصوصا ډېره هڅه وکړئ چې د مشروباتو په څښلو کې له ډېرې میانه روۍ نه کار واخلئ لکه د چای، قهوې او داسې نور څېزونو. څېړنو ثابته کړې چې په نوموړو توکو کې د اعتدال نه ساتل د بریالیتوب ستر خنډ دی. همدارنګه په جنسي اړیکو کې افراط هم د وګړو په ناکامۍ کې ډېر رول لرلی دی.

۲۲- له نورو سره په همکارۍ کې ستونزې:

هغه کسان چې له نورو سره د مرستې او همکارۍ په برخه کې ستونزې لري د بریالیتوب ډېر چانسونه له لاسه ور کوي، له نورو سره د نه همکارۍ ستونزه هغه څه دي چې په هېڅ کسب وکار کې د منلو نه دی. د ډېرو وګړو په ناکامۍ او ماتۍ کې دې عامل هم دروند رول لرلی دی که دا خاصیت تاسو کې وي هڅه و کړئ د تمرین له لارې یې اصلاح کړئ.

۲۳- بې زحمته شتمني:

هغو کسانو ته چې له پلرونو او یا هم نورو داسې لارونه شتنمي پاتې وي او ډېر زیار او زحمت یې په کې ندی زغملی ډېر ژر له ماتې او ناکامۍ سره مخ شوی دي. هېڅکله په دې مه خوښیږئ چې یو څه پرته له زیار او هڅې لاسته راوړى، ځکه د هغوی عمر ډېر لنډ وي، تل ځان په زیارکښۍ روږدی کړی، ځکه که وروسته له ماتې سره هم مخامخ شئ ژر یې بیرته جبرانولی شئ. څېړنو ثابته کړې چې له زیار او زحمت پرته د مقام یا شتمنۍ تر لاسه کول له بېوزلۍ او تنګلاسۍ نه هم خطرناکه دی.

۲۴- د رښتینولی نشتوالی:

په نړی کې هېڅ داسې څیز نه شته چې له رښتینولی سره سیالي و کړای شي، دا داسې یوه ځانګړنه ده چې د هر انسان زړه ته دوست وي که دښمن زور کوزیږي، په بریالیو کسانو کې دا خاصیت ډېر ژور وي او برعکس دروغ او دوکه د ډېرو وګړو د ماتې او ناکامۍ سبب شوي دي. ښایي د موقت وخت لپاره یو شخص تکتیکي دروغ ووايي خو همیشګي پرې په هېڅ ډول نه شي توجیه کیدلی، دا ډول خلک ژر وي که وروسته بالاخره خپل شهرت او نوم له لاسه ورکوي، نور پرې بې باوره کیږي او په پای ورته په زړونو کې کینه پیدا کیږي، څوک ورسره مینه نه کوي او له مرستې اوهمکارۍ نه یې هم غاړه غړوي چې په خپله بالاخره ماتیږي.
۲۵- ځان پالنه او ځان غوښتنه:

دا دوه وژونکي ناروغۍ هم د بریالیتوب ستر دښمنان دي، دا وړ خلک له خلکو سره نزدیکت او وړ چلند کول نه خوښوي، کبرجن او په ځان مین وي، نورو ته په ټیټه او ځان ته په ډېر اهمیت قایل وي. پایله داشي چې خلک ترې لرې شي، څوک ورسره مینه نه کوي، اړیکې یې ترمنځ وشکیږي او په پای کې په زړونو کې ترې کرکه پیدا شي. له همدې امله دا وړ خلک د بریالیتوب چانس نه لري او تل به ناکامه وي.

۲۶- په اټکلي توګه چارې ترسره کول:

دا هم د ناکامۍ یو عامل دی، د دې خاصیت لرونکي خلک تر یو منظم پروګرام او د واقعیتونو له مخې کارونه نه ترسره کوي، بلکې هر کار په اټکل او بې برنامه ګۍ کوي، دا عامل هم د استعدادونو ترڅنګ وخت ضایع کوي، د پرمختګ په لاره کې خنډونه جوړوي او په پای کې انسان ستړی، ستومانه او لالهاندوي او کار ته شا کړي.

۲۷- د کافي شتمنۍ او تجربې نشتوالی:

په کار کې د کافي شتمنۍ او تجربې نشتوالی هم په پایله کې وګړي له ناکامۍ سره مخامخوي، له دې ځایه هم د شتمنۍ ارزښت په ډاګه کیږي، ځکه هغه کسان چې کافي شتمني نه لري ذهني او روحي ارامي نه لري چې په ترڅ کې یې په موضوعاتو سم او وړ ډول تمرکز نه شي کولی، نو ځکه ورنه د معقولو پرېکړو تمه هم نشي کېدای. نو تل له معقولې لارې د شتمنۍ ترلاسه کولو لپاره هڅه کوئ، فعالیتونه ترسره کوئ او په نویو لارو چارو غور کوئ.

۲۸- له ماتې وېره:

دا نړیواله تجربه ده هغه کسان چې له ناکامۍ وېرېږي په ژوند کې د کامیابۍ چانسونه له لاسه ور کوي له همدې امله یو عالم وايي که په کوم کار کې بریالیتوب غواړئ، نو مخکې به ترې د خپلې ناکامۍ او ماتې احتمالات دوه چنده کوئ. تل په کارونو په دې هیله پیل کوئ چې په کې ناکامیږى او ماته خورى.

د یوې سروې له مخې چې په نړۍ کې ترسره شوې یاد عامل د ډېرو خلکو د کامیابۍ چانسونه ضایع کړې دي، له بلې خوا د نړۍ د میلیاردرانو او نورو اتلو کسانو له ژوند لیکونو نه هم څرګندیږي چې هر یوه یې په پیل کې یو ستر ریسک په ځان منلی دی. یوه خبریال د ای. بي. اېم له موسیس توماس جي واتسون نه پوښتنه وکړه چې څنګه یې دا چټک بریالیتوبونه په برخه شویدي هغه ورته په دې حیرانونکي عبارت ځواب ورکړ: که چټک بریالیتوب غواړى د ناکامۍ او ماتې احتمال به مو دوه چنده کوى.

۲۹- له رښتینو او وړو کسانو سره ناسته پاسته:

ناسته پاسته او مجلس د انسان په ژوند،بریالیتوب او پرمختګ کې حیاتي ونډه لري، ښایي دا به مو اوریدلي وي چې وايي ښه دوست د عطار په څېر دی، که هېڅ خیر یې در ونه رسیږي هغه خوشبویي خو یې در رسیږي او ناوړه ملګري د اهنګر په څېر دى چې که نور هېڅ بد یې در ونه رسیږي ها سپرغۍ خو به یې در الوزي. د نړۍ تجربو ښودلې چې هغه کسان چې له بریالیو وګړو سره یې ناسته پاسته کړې بالاخره هماغه ډول بریالي کسان ترې جوړ شوي او کومو چې له ناکامه خلکو سره ملګري کړې بالاخره خپله هم په ژوند کې مات شویدي. نو له څومره بریالیو او لوړ فکرو کسانو سره چې مو وسه کیږي اړیکې و ساتئ، وخت په وخت یې پوښتنه کوئ او له تجربو، فکر او نظرونو یې ګټه واخلئ.