160605174540_ramadan_640x360_bbc_nocredit

په ډېرو اسلامي هېوادونو کې روژه دوشنبه پیلېږي

سعودي عربستان کې چارواکو ویلي، چې دوشنبه د جون میاشتې شپږمه ورځ به د روژې مبارکې لومړۍ ورځ وي.

قطر، متحدو عربي اماراتو او د سیمې یو شمېر نورو هېوادونو هم ورته اعلان کړی. دغه اعلان په یادو هېوادونو کې د میاشتې له لیدو وروسته شوی.

په افغانستان کې چې په دودیز ډول روژې او اخترونه له سعودي سره هم مهاله لمانځل کېږي، سترې محکمې ویلي چې روژه به پر دوشنبه پیلېږي.

د مصر دارالافتاء هم ویلي چې د روژې میاشت ولیدل شوه نو “یکشنبه د جون ۵ مه به د شعبان وروستۍ او دوشنبه د جون ۶مه به د روژې لومړۍ ورځ وي”.

همداراز د خلیج په نورو هېوادونو کویټ، متحده عربي امارات، قطر او بحرین، مصر او اسټرالیا کې به هم دوشنبه د روژې لومړۍ ورځ وي.

د روژې پیل او د اختر ورځې ټاکل تل د اسلامي هېوادونو تر منځ یوه ناندریزه مسئله ده او آن دیني پوهان هم نه دي توانېدلي چې د حل لپاره یې لار راوګوري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.