accommodation

په څه ډول هوټل کې و اوسیږو؟

زموږ هر کس یوه نه یوه ورځ په سفر وځي او مجبور دی، چې په هوټل یا میلمستون کې و اوسیږي. یو شمېر کسان، چې یوڅه ډېر وخت تېروي، یا یې شمېر ډېر وي، د معاملاتو د لارښوونې د دفاترو په مرسته اپارتمان یا هم کرايي کور نیسي. له بهره، چې زموږ یو شمېر افغانان د ودونو لپاره رادرومي، ډېری یې د دوو او دریو میاشتو په مخه کرايي کورونه نیسي.

د هوټل یا استوګنې د ځای په انتخاب کې باید له خورا دقت نه کار واخستل شي. که تاسې څو تنه د یوې میاشتې یا له دې زیات وخت لپاره په سفر وځﺉ، ستاسې لپاره تر ټولو ښه لاره داده، چې یو اپارتمان یا کرايي کور ونیسﺉ. په کرايي کور او اپارتمان کې تاسې خپله دیګ کولای شﺉ، جامې مینځلای شﺉ او دا ډول سل او زر نور کارونه، خو که په هوټل یا میلمستون کې اوسﺉ، په دې ټولو به پیسې ورکوﺉ.

زه یوځل جرمني ته تللی وم، په کوم هوټل کې، چې اوسېدو، د یوه وخت ډوډۍ بیه یې ۳۷ یورو وه او یو بوتل د څښاک اوبه یې په اووه یورو راباندې حسابولې. یوه ورځ مې ملګرو ته وویل، چې دا خو ډېره ګرانبیه ډوډۍ ده او د بدخوندۍ له امله ټوله رانه پاتې کیږي هم، ځکه خو باید د یوې بلې حل لارې په لټه کې شو. د شپې له خوا مو پوره یوساعت مزل وکړ، چې د عراقیانو پر یوه برګر پلورنځي ورسیخ شوو. یو برګر په دوه نیم یورو و، خوند او لذت یې د هوټل له ۳۷ یورويي ډوډۍ ډېر ښه و. نور هره ورځ همدې برګر پلورنځي ته راتلو او پیسې مو هم ټولې بچت شوې.

د هوټل انتخاب او د قیمتونو ارزول یې خورا مهم دي. هغه هوټلونه، چې د سیل او سیاحت یا سمندر غاړې ته نږدې پراته دي، خوراکونه، د کوټې ورځنۍ کرایې او نور خدمات یې خورا ګران دي، خو داسې هوټلونه هم شته، چې خدمات یې ارزانه او معیاري دي. تاسې باید داسې هوټل یا میلمستون ته لاړ شﺉ، چې ستاسې د کار او هدف اصلي موقعیت ته نږدې وي. په دې توګه مو د ټکسي کرایه سپمیږي او د ډوډۍ پر وخت کولای شﺉ بیرته هوټل ته راشﺉ. دا ضرور نه ده، چې په کوم هوټل کې اوسیږﺉ ډوډۍ او چای هم هملته وخورﺉ، شاوخوا وګورﺉ، چې چېرته ستاسې په طبع ارزانه او ښه ډوډۍ پیدا کیږي، همغلته یې وخورﺉ. زه خپله، چې هرځل بهر ته ځم ډوډۍ کوم افغاني، هندي او پاکستاني هوټل ته رسوم، ځکه سړی یې د ډوډۍ په خوند پوهیږي او له نورو یوڅه ارزانه هم وي.

هغه هوټلونه، چې په لرغونو او سیاحتي سیمو کې وي، شاوخوا یې پلورل کېدونکي توکي او خدمات هم ګرانبیه وي. که اقتصادي فکر کوﺉ داسې هوټلونو ته مه ځﺉ.

په افغانستان کې معیاري هوټلونه او میلمستونونه کم دي او په معیار برابر یې د افغانانو لپاره ګران پریوځي. ډېر ځله موږ خپلې شپې د دوستانو کره تیروو، یا یوه منځني هوټل او میلمستون ته شپه وړو، په دې توګه دلته په کور دننه د هوټل انتخاب هومره ستونزمن نه دی، خو په نوره نړۍ کې ځکه ستونزمن دی، چې بیې او له ښارونو سره نابلدي کله کله لګښتونه ډېروي.

مخکې له دې، چې د خپل هدف پر لور سفر وکړﺉ، په ګوګل کې د اړوند ښار د هوټلونو لیست او بیې وګورﺉ. تاسې کولای شﺉ د هند د هر ښار د هوټل بیې وګورﺉ، د کوم هوټل یا میلمستون بیه چې درته مناسبه ښکاري، کوټه پکې ونیسﺉ. دا کار ټول انلاین کېدای شي. بله ښه لاره یې داده، چې خپل کوم ملګري ته احوال ورکړﺉ، چې ستاسې له ورتګ مخکې درته ارزانه او مناسب هوټل کې کوټه ونیسي.

د هوټلونو د ډوډۍ کیفیت، د کوټې څرنګتیا، هرکلی، د ماشومانو ځای ځایکی، وړیا خدمات او هرڅه د هوټلونو په ټوریسټي پاڼو کې موندل کیږي. د وړیا خدماتو په تړاو باید ځان ډاډمن کړﺉ او بیا ترې ګټه واخلﺉ، ځکه کله کله په عادي اوبو هم پر تاسې ډېر لګښت راځي.

موږ د بن ښار په ډریزن هوټل کې هره ورځ له باره اوبه، جوس او پیپسي جات څښل. پیسې یې نه چارج کېدې، خو په برلین کې هرڅه راپسې حسابېدل. زموږ د یوې کوټې ملګرو هرڅه پاک کړي وو، وروسته یې، چې پام شو د څښاک پیسې یې د کوټې تر کرایې زیاتې شوې وې.

ډېرخلک څو میاشتې مخکې په هوټلونو کې کوټې ریزرف کوي، دا کار په دې ښه دی، چې کېدای شي یوڅه تخفیف درکړل شي، خو دا باید ستاسې د سفر له پلان سره سم وي. یانې که تاسې د سیل او سیاحت په موسم کې په هوټل کې ځای نیسﺉ، ډېر به ګران وي، خو که ځای مو یو دوه میاشتې مخکې نیولی وي، کېدای شي ارزانه درته پرېوځي. ددې ترڅنګ دا هم په پام کې ونیسﺉ، چې هوټل مالیه درباندې وضع نه کړي، ځکه ځینې هوټلونه د کرایو د ټیټ ښودلو په خاطر مالیه نه ښيي، خو د هوټل پرېښودو پر وخت بیا مالیه اخلي.

په بهر کې معمولا له ۱۲ بجو وروسته د Check out وخت دی، چې میلمانه هوټل پریږدي. که نیت مو وي، چې له هوټله نن وځﺉ، ۱۲ بجې مو باید کوټه پرېیښې وي.