13580433_306812129651303_7367058719176684401_o

په پوځي لیکو کې د استخباراتي څار اړتیا جدي ده

سرخط ورځپاڼه – ډېری افسران وايي چې دوی په خپلو لیکو کې د ځینو خلکو په اړه شکمن دي، خو له بده مرغه داسې کومه پالیسي وجود نه لري چې د امنیتي کسانو په اړه په دقت سره اقدام وشي یا هغه شکایتونه په خوندي توګه تر مراجعو ورسول شي چې د لیکو دننه د دښمن د شتون زبات کوي.

د میدان وردګو د امنیه قومندان په موټر کې د طالبانو د استخباراتي مسوول نیول کېدل د دې ادعا د ثبوت له‌پاره کره شواهد دولت ته په لاس ورکړل،‌ خو په دې سربېره قومندان په وظیفه کې ناست دی او د پولیسو د هغه کاروان د انتقال په انتظام کې یې هم ونډه لرله چې ځانمرګی ورباندې وشو او تر څلوېښتو زیات پولیس پکې شهيدان شول.

سوال دا دی چې دولت په نظامي لیکو کې د ترهګرو او ترهګرپالو د مخنیوي پالیسي ولې نه بدلوي؟

افغان دولت د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د امنیت د ټینګښت له‌پاره یوه زړه ناکاره پالیسي لري، دپالیسي کمزورتیا او په سیسټم کې نواقصو په سلګونه ځله د افغان امنیتي ځواکونو ژوند اخيستی دی.

د کابل د وروستۍ پېښې په شمول د افغانستان په امنیتي ځواک کې دننه لسګونه پټې چاودنې شوې او مرګ ژوبلې یوازې د دولت د حیثیت له کبله پټې ساتل کېږي.

ډېری افسران وايي چې دوی په خپلو لیکو کې د ځینو خلکو په اړه شکمن دي، خو له بده مرغه داسې کومه پالیسي وجود نه لري چې د امنیتي کسانو په اړه په دقت سره اقدام وشي یا هغه شکایتونه په خوندي توګه تر مراجعو ورسول شي چې د لیکو دننه د دښمن د شتون زبات کوي.

د ټوپ دښتې له پولیسي روزنیز مرکز څخه د ځوان پولیسو کتار پرته له پلان او برنامې په رڼا ورځ پرته له ګزمو او امنیتي اطمنانه د ښار پرخوا رامارش کړل شو.
سره له دې چې له کورنیو چارو وزارت سره د امنیتي ځواکونو پر کاروانونو سلګونه د برید زړې بېلګې پرتې وې، خو دا مسله یو وار بیا عادي وګڼل شوه او کاروان یې د بلا خولې ته وتاړه.

شواهد په ډاګه کوي او هم د کاروان ژغورل شوي ځینې پولیس ادعا کوي چې په موټرونو کې د شخصي جامو کسان وو چې دوی نه پېژندل او ادعا کوي چې بریدونه له دننه طراحي شوي وو.

دې ادعا ته اوس دولت او قضا هم نوی رنګ ورکړ چې پرون یې لس افسران د غفلت او شک په تور محاکمې او پوښتنو ګروېږنو ته وړاندې کړل.

دا مسله په ثبوت رسوي چې دولت ښه پوهېږي چې په سیسټم کې دننه خورا ډېر ترهګر او د ترهګرو ملاتړي شته او له دې لارې دوه هدفه ترلاسه کول غواړي؛
اول دا چې ځینې نظامي افسران له بهرنیو استخباراتو سره ګڼدلي دي.

دویم دا چې ځینې نظامي افسران له طالبانو او کورنۍ ضد مافیا سره خوږې اړیکې او شاید مالي‌تعاملات لري.

د میدان وردګو د امنیه قومندان په موټر کې د طالبانو د استخباراتي مسوول نیول کېدل د دې ادعا د ثبوت له‌پاره کره شواهد دولت ته په لاس ورکړل،‌ خو په دې سربېره قومندان په وظیفه کې ناست دی او د پولیسو د هغه کاروان د انتقال په انتظام کې یې هم ونډه لرله چې ځانمرګی ورباندې وشو او تر څلوېښتو زیات پولیس پکې شهيدان شول.

سوال دا دی چې دولت په نظامي لیکو کې د ترهګرو او ترهګرپالو د مخنیوي پالیسي ولې نه بدلوي، دا موضوع له غفلت سره تړلې ده، ‌له اوله سره هم د جلب و جذب اوسنۍ سټراټېژي ناکاره ده، خو په دې سربېره ځینې بېروني کړۍ او طالبان په اسانۍ توانېږي چې ځینې مهم کسان په بیه واخلي یا یې په اعتماد کې واخلي.

له طالبانو سره د دې خلکو مشارکتونه د یوې اوږدې مودې په ترڅ کې رامنځ ته کېږي، اما دولت په خپلو لیکو کې استخباراتي سیسټم کمزوری کړی دی.
هیڅ داسې پېښه تراوسه رسوا شوې یا لااقل مطبوعاتو ته نه ده راوتلې چې په امنیتي لیکو کې له طالبانو سره د تړاو په تور کوم کس تر برید وړاندې نیول شوی وي.

اوس اکثره تازه دمي پولیس وېرېږي چې دوی مصوون نه دي، دوی د شپې په ارامه خوب نه‌شي کولای، دوی پر خپلو ډېرو اعتمادي ملګرو هم بې‌اعتماده دي او هم پر خپلو قومندانانو بې‌باوره دي.

د هلمند د یو امنیتي مقام او هم د میدان وردګو د امنیتي مقام په اړه د دولت بې‌تفاوتي د دې سبب شوه چې پولیس خپله له دولت څخه ووېرېږي او هغه شېمه له منځه لاړه شي چې روحیه تقویه کوي او امنیتي ځواکونه له خپل چوکاټ د باندې په غلیم پسې ځغلي.

ځینې سرچینې وايي چې د نشه‌يي توکو قاچاقچیان ځینې نظامي افسران په بیه اخلي‌، یا یې بلک مېل کوي، دوی پخوا تر دې چې دولت ته کار وکړي، هغو بانډونو ته کار کوي چې یا د دوی شخصي ژوند په خطر کې اچوي‌، یا د دوی ګټې.
په دې حالت کې سړی قیاس کولای شي چې ډېرې زیاتې استخباراتي پیسې د افغان ځواکونو په لیکو کې د غلیم له خوا مصرفېږي او دا خطرناکه لوبه ده.

د یوې کوټلې حل لارې په توګه افغان دولت باید د پولیسو او سربازانو د هویت له کړاوه ځان مطمین کړي. دا کار د استخباراتي مالوماتو په ذریعه کېدای شي او د دې ترڅنګ بله اساسي لاره دا ده چې د پولیسو او سربازانو افسرانو بېک‌ګراونډ، تمایلاتو او ګذشتې ته مراجعه وشي، د دوی ډېټابېسونه وکتل شي، د دوی علایق وڅېړل شي، په دندو کې د دوی ریکارډ وکتل شي چې څومره صادق وو او څو ځله په وظیفوي غفلت یا پټو توطیو تورن شوي دي.

دا کسان باید مجازات شي او هغه پولیس چې په مېړانه او وطندوستۍ لیکو ته شامل شوي‌، باید مطمین کړل شي.

که استخباراتي سیسیټم خپل دقیق اقدام و نه کړي او د امنیتي ځواک لیکې یو وار بیا له څاره تېرې نه کړي، د دې خطر شته چې د افغانستان امنیتي ځواک د بې‌اعتمادۍ او ډار په مسیر ورمخ شي او دا هغه پایله ده چې پاکستان یې غواړي، یانې د افغانستان د امنیتي ځواک کاواکتیا.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.