14670858_353899524942563_6150631298911199277_n

په پوهنتونو کې د افراطیت تدریس

مولوي عبدالغفور پېروز

وتلي ایراني مفکر مجتهد شبستري په خپله یوه مقاله کې لیکلي وو چې د حقوقو او سیاسي علومو استادان او محصلان د افراطیت تر اغېز لاندې نه راځي، مګر له بده‌مرغه د نوموړي دا خبره زموږ د حقوقو او سیاسي علومو د استادانو او محصلانو په حق کې د صدق وړ نه ده، ځکه دلته د پوهنتونونو په دې پوهنځیو کې هم افراطیت داسې وده کوي لکه د شرعیاتو په پوهنځي کې.

د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي یوه محصل راته کیسه کوله چې زموږ په صنف کې استاد د یوه لیکچر پر مهال د قران‌کريم او اساسي قانون تر منځ پر پرتله خبرې کولې او و یې ویل؛ د مسلمانانو اساسي قانون قران دی، بل قانون ته هیڅ اړتیا نه‌شته، که څوک د اساسي قانون په نوم بل قانون جوړوي؛ نو په حقیقت کې د قران مقابله کوي چې دا یو ناروا عمل دی.

محصل وايي، ما له دې استاده پوښتنه وکړه چې ایا پر اساسي قانون عمل کول ناروا دي؟ نو د دې پر ځای چې زما پوښتنې ته سم منطقي ځواب ووايي سخت په غوسه شو او سپک سپوري یې پیل کړې. جالبه لا دا وه چې زموږ د صنف له ۸۵ محصلانو یوازې زه یې د دې فکر مخالف وم، نورو ټولو ورسره تایيد کړه او زما په اړه یې ویل چې دا وهابي دی او یا هیڅ شي ته عقیده نه لري. دا په داسې حال کې چې له موږ سره د حکومت بېلابېل رسمي ماموران هم زده‌کړې کوي چې ځیني یې ان د استخباراتو په برخه کې دنده اجرا کوي.

زموږ په پوهنتونونو کې نو داسې پېښې استثنايي شکل نه لري، بلکې ډېری استادان او محصلان مو لا هم د ولسواکي، انتخاباتو، ملتپالنې، په سیاست او نورو ټولنیزو برخو کې د مېرمنو د فعالیت، د مذهبي مسایلو په اړه د حکومت د بې‌پرې چلند (Secularism)، نړيوالو بشري حقوقو او عصري اقتصادي سیسټم په اړه منفي نظر لري.

ستونزه دا ده چې دلته ډېری کسان هڅه کوي په خپل مسلک کې د پراخې، هراړخیزې مطالعې او زده‌کړې پر ځای ځان د یوه ښه متقي مسلمان په توګه مطرح کړي چې له همدې امله زموږ پوهنتونونه تر اوسه د یوې مدرسې په څېر ښکاري او چاپېریال یې ټول د کوم اکاډمیک مرکز پر ځای د تیوروکراسي د پلویانو له خوا داسې اشغال شوی چې د علمي بحثونو پر ځای پکي د ټاپو او ايډیالوژي پر بنسټ د نړۍ د وېش خبرې ډېرې دي.

اسلامي خلافت، د کفارو پر وړاندې د کرکې څرګندونه، له خپل حکومت سره د غیرشرعي کړنو د ترسره‌کولو په نوم مخالفت، له خشونته پر ډکه مبارزه باور، د تهذیبي او مذهبي نرګسیت پر بنیاد د تېر تاریخ ځینې شعاري ویاړونه او د خپلو ټولو ستونزو پړه پر نورو اچول، هغه ټکي دي چې زموږ په پوهنتونونو کې شپه ورځ ورباندې بحث روان وي. همدغه ډول ذهنیت کرکې، خشونت، له حکومت سره دښمني او مذهبي توندلارۍ ته زمینه برابروي.

زموږ په پوهنتونونو کې د ملتپالنې، عصري پرمختګ او علم ته د تشویق، انسانیت، عاطفې او بشري خواخوږي تدریس په ذره‌بین نه ښکاري. د افراطیت تر عمومي مقولو لاندې د توندلاري فکر ټول شعارونه اوس هم د دیني لارښوونو په توګه د استادانو او محصلانو د ړانده باور یوه برخه ده.

له بده‌مرغه زموږ حکومت نه اوس او نه هم پخوا د دغسې ذهنیت د تیوریکي بنسټونو خنثی کولو ته پاملرنه وکړه. همدا وجه ده چې اوس زموږ خپل خلک زموږ د حکومت پر وړاندې کارېږي. ډېری استادان او محصلان د خپل حکومت له امکاناتو ګټه اخلي، خو د همدغه حکومت پر ضد سخت پارونکي تبلیغات کوي.

ځکه دلته لا هم قانون او دین سره په ټکر کې ګڼل کېږي، دلته لا هم دین او ملتپالنه د یو بل مخالف ګڼل کېږي، دلته لا هم نړۍ د ایډیالوژي پر اساس وېشل کېږي او بالاخره دلته هره معاصره مقوله د پردو د فرهنګي او فکري یرغل په نوم د بي‌دیني تر ټاپې لاندې د شنډولو وړ بلل کېږي.

که موږ ته نړۍ هر څومره پیسې او وسلې راکړي، خو چې ذهنیت مو جوړ نه‌شي تر هغه وخته به د علم او پرمختګ له کاروان سره یو ځای نه‌شو. زموږ خلک تر اوسه هم له فکري پلوه د ډبرې په عصر کې ژوند کوي. د حکومت او ویښو څېرو لومړی مکلفیت دا دی چې د خشونت هر ډول افکار له منځه یوسي. په تېره علمي او اکاډمیکو مرکزونو له دغسې زهرجنو افکارو وژغوري، ځکه زموږ د ستونزو اصلي ریښه هم په خلکو کې د دغسې افراطي افکارو شتون دی چې زموږ دښمنان ورڅخه هر وخت زموږ په مقابل کې په ډېره اساني ګټه اخیستلای شي.