Social Media
Social Media

په ټولنیزو رسنیو کې د بازار موندنې اړوند څو ټکي

انټرنېټ ته د خلکو د لاسرسي له زیاتوالي سره په یوه وخت د هغو کسانو شمېر هم ورځ تر بلې زیاتېږي چې ټولنیزې رسنۍ کاروي. څومره چې د دغو کاروونکو شمېر زیاتېږي، په هماغه اندازه په کاروبار کې د ټولنیزو ارزښت هم لوړېږي. همدې ارزښت ته په کتو ډېری شرکتونه او کاروباریان د خپلو تولیداتو لپاره د مشتریانو د موندلو په موخه له دې ارزښتمنې وسیلې کار اخلي.

سره له دې چې په لومړي نظر په ټولنیزو رسنیو کې بازار موندنه ساده ښکاري؛ خو له تجربې او دقت پرته اقدام زیان هم رسولی شي.
په دې لنډه مقاله کې هڅه کوو په ټولنیزو رسنیو کې د بازار موندنې لپاره اړین توکي په لنډو در وښيو.

لومړی اصل: غوږ ونیسئ

د دې لپاره چې په ټولنیزو رسنیو کې بریالۍ بازار موندنه وکړئ باید غوږ ونیسئ. تاسې په ټولنیزو رسنیو کې د بازار موندونکي په توګه باید لومړی د خپلو محصولاتو د مشتریانو غوښتنې ته غوږ ونیسئ او وروسته د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره مټې را بډوهئ.

دویم اصل: کیفیت

دا په یاد ولرئ چې په ټولنیزو رسنیو کې رقابت تر هغه څه چې فکر یې کوی ډېر ستونزمن دی. تاسې که د خپلو محصولاتو په اړه ۱۰۰ با کیفیته او د لوستلو وړ مطالب شریک کړی، تر دې ډېره غوره ده چې ۱۰ زره بې کیفیته او داسې مطالب دې شریک کړی چې له مشتریانو سره ستاسې اړیکه نه شي ټینګولی.

درېیم: صبر

«که صبر وکړئ له غورې به حلوا جوړه کړئ» صبر په ټولنیزو رسنیو کې د بازار موندنې په برخه کې ډېر مهم دی. په ټولنیزو رسنیو کې هېڅ مارکېټېنګ او تبلیغاتي کمپاین په یوه شپه کې نه شي بریالی کېدای، نو له همدې کبله د هغې د بریا لپاره صبر ته اړ یاست.

څلورم: لاسرسی
په ټولنیزو رسنیو کې د بازار موندنې د اغېز لپاره دا باید خلکو ته ور وپوهوئ چې تاسې په هر ځای کې له دوی سره یاست. د لاسرسي وړتیا په دې معنا ده چې تاسې باید په متواتر ډول د خپلو محصولاتو اړوند مطالب په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړئ، څو مخاطبین مو درک کړي چې تاسې په هر ځای کې حضور لری.

پنځم: اغېز

داسې بازار موندنه او تبلیغات چې پر مخاطب اغېز ونه لري بې ګټې دي. د ټولنیزو رسنیو د یوه بازار موندونکي په توګه هڅه وکړئ چې د خپل وخت یوه برخه په ټولنیزو رسنیو کې د بازار موندنې د اغېز پر ارزولو ولګوئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.