peace_tv-zakir_naik

په هندوستان کې یو شمیر مسلمانانو د ذاکر نایک خلاف د اقداماتو غوښتنه کړې

هندي رسنۍ وايي دغلته یو شمیر اسلامي عالمانو د اسلامي مبلغ ذاکر نایک د محاکمې غوښتنه کړې ده .

راپورونه وايي چې د مسلمانانو یوې ډلې چې دیني عالمان هم په کې شامل دي ذاکر نایک سخت دریځۍ ته په لمن وهلو تورن کړی دی او ددې هیواد له امنیتي ادارو یې غوښتي چې ددې پارونکي مبلغ پر ضد دې اقدامات وکړي او دده له خوا خپریدونکي تبلیغاتي ویډیو ګانې، کتابونه او تلویزوني چینل دې بندې کړي .

د جمعې په ورځ د اتراپردیش ایالت په مرکز کې د ګنج په نوم جومات کې یو شمیر دیني عالمانو د ذاکر نایک د هغو بیانونو په اړه خپل اعترض په ډاګه کړ چې د دوی په وینا په کې عام مسلمانان سخت دریځۍ ته هڅول کیږي .

یو شمیر هندي رسنیو د هندوستان د ځینو دیوبندي عالمانو له قوله ویلي چې ذاکر نایک د سعودي عربستان په ملاتړ په هند او نوره نړۍ کې د اسلام د سلفې بڼې ترویج کوي ، او په دې برخه کې یې سعودي عربستان مالي ملاتړ کوي .
د هندوستان د دیني عالمانو د شورا سکرتر مولانا جواد ویلي ، ‌ذاکر نایک په خپلو ویناوو کې د ترهګرو ملاتړ کوي .

په عین حال کې د هندوستان یو بل وتلي عالم مولوي یعقوب عباس ویلي ، ذاکر نایک باید د نورو سخت دریځو او اورپکو په څیر د عدلي او قضايي ادارو تر څار لاندې ونیول شي .

د هندوستان د کورنیو چارو وزیر ویلي چې ذاکر نایک د سولې په نوم د خپل تلویزوني چینل د چلولو قانوني اجازه نه لري .

اخو په بنګله دیش کې چارواکو د یکشنبې په ورځ وروسته له هغې د ‌ذاکر نایک د سولې ټي وي چې له هندوستان څخه په بنګله دیش کې هم خپرونې کوي بند کړ چې په راپورونه کې وویل شول ، د ډاکې پر یو ریستورانټ کې د وروستي خونړي برید یو شمیر بریدګر د ‌ذاکر نایک ویناوو دا ډول بریدونو ته هڅولي وو.

د بنګله دیش حکومت د کابینې په یوې ځانګړې غونډه کې همدارنګه پریکړه کړې چې په بنګله دیش کې دننه د جوماتو د ملا امامانو ویناوې به څاري څو ډاډمنه کړي چې دیني عالمان خلک په دې هیواد کې وژنو او بریدونو ته ونه هڅوي .

په بنګله دیش کې په تیرو دوو اونیو کې دوه خونړي بریدونه وشول . یو یې پر یو کفي ریسټورانټ و چې وسلوال ګڼ بهرنیان برمته کړل او د امنیتي ځواکونو سره جګړه کې تر دیرشو زیات بهرنیان ووژل شول . ورستی برید هم دغلته د اختر په ورځ وشو چې مرګ ژوبله یې اړولې ده .

ذاکر نایک له پیشې روغتیايي ډاکتر دی خو د افغانستان په شمول په ټوله نړۍ کې د یو اسلامي مبلغ په توګه ګڼ شمیر پلویان لري .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.