920767_479799165407543_1395773987_o

په نړيوال اقتصاد کې د بريکس ونډه

لیکوال : لطف الله لطف

بریکس له پنځو هېوادونو(برازیل، روسیې، هند، چین او سویلي افریقا) څخه جوړ شوی سازمان دی. د یاد سازمان غړي هېوادونه له یوې مودې راهیسې هڅه کوي چې د نړۍ په اقتصادي ډګر کې د خپلو اړونده هېوادونو نفوذ پیاوړی کړي.

په دې موخه یادو هېوادونو څه موده وړاندې په سویلي افریقا کې غونډه وکړه. مګر دغه غونډه د غړو هېوادونو د هیلو سره سمه تر سره نه شوه. د بریکس تر ټولو ستره موخه داده چې څنګه وکولای شي د نړیوالې سوداګرۍ او اقتصادي پرمختګ په موخه نړیوالي مالي ادارې را منځته کړي. د دغه سازمان تر ټولو لومړی ګام دا دی چې یو پیاوړی پرمختیایي بانک رامنځته کړي، چې وکولای شی چې د لوېدیځ پلوه مالي ادارو لکه د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک سره د سیالۍ جوګه وي. د سازمان ټول غړي تر اوسه نه دي توانیدلي، چې دا هیله یې په واقعيت بدله شي.

د یاد سازمان مشرتابه همدارنګه دا سلا هم کړې ده، چې مخ پر ودې هېوادونو کې د بنسټیزو پروژو لپاره د بسپنې چارې په ګډه تنظیم او رامنځته کړي. پردې سربېره دوی همدا راز د سوداګرۍ په اړه یو شمېر پرېکړو ته سره رسیدلي دي، خو د پاموړ پرمختګ يې نه دی رامنځته شوى.

بریکس سازمان د تېرو نړیوالو مالي کړکیچونو له کبله رازېږېدلى دی، برازیل ، هند ، چین او روسیه هڅه کوي، چې د امریکا او لویدیځ له اقتصادي ستونزو څخه ځانونه ډ ډې ته کړي او غواړي د خپلو هېوادونو سوداګریزې اړیکې له ډالر او یورو سره یو څه راکمې کړي او پر ځان بسیا اقتصاد ولري.

په پیل کې دا سازمان د هند، برازیل، روسیې او چین په نوښت رامنځته شو. وروسته بیا دوی په شریکه سویلي افریقا ته بلنه ورکړه، چې د دغه سازمان غړې شي له دې بلنې څخه موخه جغرافیوي او ستراتیژیکه وه.

دوی غواړي له سویلي افریقا څخه د دروازې کار واخلي او نورو افریقايي هېوادونو ته ورننوځي.

د بریکس سازمان غړي هېوادونه اوسمهال د نړۍ 40% نفوس جوړوي، چې نږدې درې بیلیونه وګړي کیږي. د دې ترڅنګ دا سازمان د نړۍ یو پر پنځمه برخه ناخالص کورني تولید لري.

د نړیوال بانک د راپور له مخې د نړۍ نیمایي اقتصادی وده په همدې سیمه کې را منځته کیږي. په نړۍ کې د سویلي افریقا اقتصادي دریځ د نورو غړو هېوادونو په پرتله ډېر کمزوری دی. چين په دغه سازمان کې تر ټولو ستر رول لري. په دې کې شک نشته چې د اقتصادي پرمختګ لپاره بریکس خورا مهم دی، مګر که چین له دغه سازمان څخه ووځي نو بیا یې ارزښت دومره ستر نه دی.

امریکا اوسمهال د نړۍ یو پر پنځمه برخه ناخالص کورنی تولید کوي چې دا په یوازې ځان له بریکس سره برابر دی.

د بریکس په اړه یو لړ مهمې پوښتنې تر اوسه بې ځوابه پاتې دي. ایا د بریکس سوچه بڼه اوس هم پاتې ده؟ او که یوازې هر څه هند او چین ته پاتې دي؟ ایا په سازمان کې افریقا د هند او چین سره په انډول کې ده او که نه؟ ایا سویلي افریقا، د افریقا نورو برخو ته د دروازې په ډول کار کوي که نه؟ د دې پوښتنو په اړه په لندن کې د اقتصادي چارو کاربوه مایکل کوکس وایي:

زما په انده په بریکس کې د سویلي افریقا ور ګډول د ځمکني سیاست له مخې محاسبه شوی دي. دا موږ ته د سویلي افریقا سیمه ییز ارزښت را په ګوته کوي. که د سویلي افریقاد دریځ د روښانه کولو په موخه سوداګریزو شمېرو ته وګورو نو ښه به وي، لس کاله مخکې د بریکس او سویلي افریقا تر منځ د سوداګرۍ کچه شل بیلیون ډالر وه، نن ورځ دا کچه ۲۵۰ بیلیون ډالرو ته رسیدلې ده. که څه هم سویلي افریقا دومره پیاوړې نه ده مګر یوازې د دروازې په څېر به هم و نه کارول شي. سویلي افریقا له ډېر سوچ وروسته بریکس ته ننوتې ده. د اقتصادي ودې په برخه کي سویلي افریقا تر اوسه کوم د پام وړ پرمختګ نه دى کړى، خو د اقتصادي لاسته راوړونو په موخه سویلي افریقا وپتیله چې بهرنی نړۍ ته لاس وغځوي، چې د پانګونې او سوداګرۍ پر مټ خپل اقتصاد د نړۍ په کچه سیال کړي.