13511578_1027181967330224_1857337585_n

په ناهیلیو کې د هیلو څرک

لیکوال: شرین اغا غورځنګ

موږ چې کله د انسان نوم یادوو ذهن ته مو د انسان شكل را مخامخ کېږي، چې دوه لاسونه، دوه پښې، پوزه، دوه غوږونه، دوه سترګې او….لري. خو نه، انسان دا نه دی بلکې انسان په دې یاد شوي جسم كې دننه پروت دی چې پېژندنه یې ډېر ګران کار دی.

انسانیت له روحانیت سره رابطه لري ځکه چې بې روحه جسم کوم ارزښت نه لري. سمه ده كه انسان جسمي ناروغي ولري طب به يې درملنه وکوي، كه رواني ناروغي ولري ارواپوهنه به یې درملنه وکوي خو كه انسان له عاطفې، مینې او احساسه وکړېږي درملنه به یې په داسې الفاظو کوو چې ځان د هغو په هنداره کې وګوري. همدا الفاظ موږ ته د مینې او عاطفې قوت رابخښي زموږ په روان او تر دې چې په حواسو هم اغېزه کوي او د ځان په لور مو جذبوي دغه د جذابيت قوه څه نا څه ګران کار دی ځکه په فکر کې هر انسان د عاطفې له اړخه څه نا څه غمونه، خوښۍ، شور، ولوله….او نور لري خو هر څوک يې د بيان قوه له ځان سره نه لري.

هغه انسانان چې هم له عاطفي پلوه بډایه دي او هم ور سره د بيان قوه شته خپل احساسات، غوښتنې، هیلې، ارمانونه … او نور د نثر یا شعر په بڼه خپلو رنځورانو ته رسوي. هو! په هر حال ” عمران لمر” هم داسې انسان دی چې هم د عاطفې په ګاڼه سنبال دی او هم د بیان قوه ور سره شته دغو دوه عناصرو دی مجبور کړ چې قلم را واخلي او خپلو رنځورانو ته د ځان په هنداره کې یو څو پاڼې کاغذونه په خپلو زرینو کرښو ونازوي، چې دغه نازونه یې د کتاب په بڼه را څرګنده شوه. کتاب ” بارانونه ” و نومول شو نثر دی او د ادبي ټوټو ټولګه ده.

د ادبي ټوټې په هکله استاد اسدالله غضنفر” د نثر لیکلو هنر” کې لیکي: د ادبي ټوټو په هکله ویل شوي دي چې د شلمې پېړۍ په پیل کې زموږ په فرهنګي حوزه کې د اروپا د رومانتیک شعر د منثورې ژباړې په نتیجه کې دا را ووته چې د ادبي ټوټې په نوم یو نوی ژانر فرهنګي دنيا ته راغی. ادبي ټوټه د شکل په لحاظ د نثر په جامه کې ده، خو مقاله یې ځکه نه بولو چې تخییلي ژانر دی او داستان یې ځکه نه بولو چې د کیسې عناصر نه لري. پنځوس شپیته کاله پخوا استاد الفت غوندې لویو لیکوالانو ادبي ټوټې لیکلې او د ادبي ټوټو ټولګې یې برابرولې خو په دا را وروسته لسیزو کې ځینو كره کتونکو ادبي ټوټې یو مړ ژانر وګاڼه دوي وايي:

ادبي ټوټې د برسېرنو احساساتي مضامينو د بيان وسيله ده نو ځکه یې ادبي ارزښت ته د شک په سترګه و کتل. خو په1380هجري لمريز کال کې د مصطفی سالک غوندې لیکوال د هنري نثرونو يو كتاب چې ” د اوښکو مسکا” نومیږي، چاپ شو او په نوموړي كتاب” نورالحبيب نثار” سريزه وكښله او پدې سریزه کې ویلي وو:

{ چې د اوښکو مسکا د ښاغلي سالک ادبي ټوټې دي.] د اوښکو مسکا د نثر د پوخوالي، د جملو موسيقي، د خيال ښکلا، نویو ترکیبونو او د فکرد ژور والي له نظره په اوسني پښتو ادب ښه اضافه ده. هغوي چې ادبي ټوټې مړ ژانر ګڼي كه دا كتاب ولولي ممكن خپله خبره بیرته واخلي. د لمر بارانونه هم له ورته ښکلاوو برخمن دي، تر ډېره يې د زړه خبرې کړي.

په بارانونه کې ښاغلي لمر كښلي دي: بارانونه زما د ژوند یوه برخه ده، چې په لیکلې بڼه مې انځور کړې ده، بارانونه زما د یوازیتوب خبرې دي، بارانونه زما د مجبوريتونو خبرې دي. رښتیا هم که بارانونه په دقت ولولو له ماشومتوبه نیولې بیا د ځوانۍ تر یاغي دورې پورې ټولې ناهیلۍ، کړاوونه، زړه چاودون، له تیارو ویره، بې وسي، يوازيتوب، زړه ته زاري… او نور پکې انځور شوې دي.

همدا بارانونه دي چې د عمران لمر د ژوند ناهیلی انځور زموږ په وړاندې ږدي، موږ ته دا جوتوي چې لمر له خپل ژونده څومره ځورېدلی دی، د زمانې طوفانونو له چا بیل کړی دی، جبر او تحمل څه لوبې پرې کړي دي؟! بارانونه تر ډېره د ناهیلیو ټولګه ده خو دا په دې معنا نه شي كېدلای چې بارانونه دې یوازې خلک د غم په خاطر ولولي، بارانونه له ځان سره د رحمت باران په څېر ګڼ پیغامونه لري. نا هيليو انسانانو ته د هيلو هڅه وربخښي، ځورېدلو انسانانو سره څو لحظې د زړه خواله کوي، د هغوي فكر د ژورو شېبو عمق ته رسوي، ورته درد من سكون وركوي او هغوي د خپلې ناهیلې خیالي دنيا څخه څو قدمه وړاندې وړي. له دې سره سره خلک دې ته هم متوجه كوي لکه څنګه چې هېواد ښه رهبر ته اړ دی او بې سرنوشته هېواد رنځور دی همداراز زړه هم جانان ته اړ دی، بې مينې زړه رنځور دی. بارانونه موږ ته د ژوند تیرولو لار په څو زرینو کرښو کې راښایي او د وخت په ارزښت تاکید کوي چې ژوند تیریږي، انتظار نه وباسي.

نیک بخته انسان هغه دی چې ځان د ژوند لوړو پوړیو ته ورسوي. زه چې د لمر استعداد ته په دې کم عمر کې ګورم، نو ډاډه کېږم چې د پښتو د ادب په لاره کې به بريالی مزل وکړي او د ژوند په شګلنه دښته د مينې او عاطفې زيات بارانونه واوروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.