dddPG

په مرمیو کې خوب ، مینا نظري

لیکواله : مینا نظري
د ورځې دولس نیمې بجې وې د کابل له ښاره مو حرکت وکړ. په لاره نږدې یو نیم ساعت تېر شو، د شیرازي بابا زیارت ته نږدې موټر له تورغزېدلي سړک نه وګرځېدو، په موټر کې چپه چپتیا وه،

ـ وروره زموږ لاره دې خوا نه ده
ـ هو پوهېږم خورې د دې ورور لاره لږ له سرکه چپه ده نو ځکه ورسره وګرځېدم

زړه مې بیرته ارام شو پینځه شپږ دقیقي به تللې و ځوان هلک چې ورسره یوه سپینه ګرده ښځه هم وه موټروان ته وویل: خیروسې استازه راځئ له موږ سره لاړ شئ دمه به جوړه کړی،

ـ ژوندی اوسې ډاله مې خلاصه کړې کالي مو واخلئ.

هلک ورتېر شو ډاله یې په ډب وویشته موټر یې راتاو کړ ایینه یې سمه کړه

ـ دا کوچیان دي کلونه وشول چې دلته ژوند کوي اوس یې دلته کورونه جوړ کړي هغه لوی لوی کلاوې د دوی
دي.

ـ ښه ښه ماویل چې د دې ځای د خلکو غوندې خبرې یې نه کولې

مور مې د چادرۍ له تتې جالۍ ور وکتل ویې ویل: ښه دا به هماغه ملاخیل کوچیان وي.

ـ هوهو هماغه دي.

په خامه لار کې موټر په ورو ورو روان و له یوه نږدې کوره یو کس راووتو، موټر وان ورباندې غږ وکړ: ملا صیب ښه یې؟ ملا صیب په منډه منډه د موټر خواته راغلو سترګې یې له رنجو ډکې وې توره ګرده ګیره یې ښه په خوند توره کړې وه.

ـ تر دې بازاره تللم.
ـ راځه راځه کینه.
-دومره لاره نه وه خو ددې ماینونو له لاسه یو قدم هم نشو تلی، چې دا ماینونه یې چېرته ایښي و سخت درز یې شو؟
-څه وایې!
-ولې تاونه ورېده؟
-نه ولا!
-هغه دی، شین دود یې تر اوسه ښکاري، خو که له ما یې اورې په دې بله لار لاړ شه کیدای شي نور هم چاودنه وکړي.
-شک ونکړي اوس به په موږ شروع وکړي.
-نه نه دا لاره یو څه امن ده.

زړه مې په درزا شو خورځه مې په غیږه کې ناسته وه هغه مې ژر څملوله مور ته مې وکتل، هغه پوی شوه چې سخته ورېدلې وم خو راته یې څه ونه ویل. ماشومې هڅه کوله چې جګه شي خو ما نه پرېښوده ویل یې: اوفففففف ولې مې ویده کوې زه باغ ته ګوم پریمېږده.

کورته مې بیا وکتل: مورې کاش دا نجلۍ مو له ځان سره نه وی راوستلې.
د مور په ځای مې موټروان ځواب راکړ: څه خبره نشته اوس وځو له دې ځایه.
ریښتیا هم ووتو دوی ورسره بلد و هېڅ ویره یې نه وه.

تر بیکاه بیا نو ارامي وه کله چې کورته ورسېدو د کورخلکو ویل چې یو طالب یې وژلی خو ډېره ارامي وه. زما هم خبره هېره شوه. ذهن مې ارام و. د شپې لس بجې وې هوا ګرمه وه د باندې ووتم په هغه کور کې چې میلمه وم د یوې پوښتې په ډډه کې و خونې د پوښتې په سر وې. زه او ملګرې مې لاندې اوبوته ښکته شو. یو ناڅاپه د مرمیو باران جوړشو هېڅ نه پوهېدم څه وکړم، مخامخ یې غوا ګانې تړلې وې دواړه پرتې وې موږ چې پرې ورمنډې کړې و مو وېرولې هغوی له موږ نه وېرېدې اوموږ له انساني وحشته. ملګرې مې شاته تله هرڅومره چې یې کولای شوی ځان یې دیوال ته نږدې کوو. زما سترګې پاس اسمان پورې نښتې وې تر څنګ مې تړپ شو له ډاره مې ورکتلای نشوی، خو چاره نه وه ورو مې وکتل چې ملګرې مې نه وه نږدې و چې زړه مې ودرېږي، له یو سوري مې یې غږ واورېده:

لاس راکړه هله چې له ډاره مړه شوم، د فون ګروپ مې ولګوو ګورم چې غویجل ده.

ما چې ددې څېرې ته وکتل ډار رانه هېر شو له خندا ورته شنه شوم او دا هم سخته غوسه وه له هغې ځایه څو شيبې وروسته مخ پورته روانې شوو د کور خلکو ویل نور څه نشته یو دوې ډزې یې وکړې مه وېرېږی.

موږ هم ومنله هملته د باندې مو د ځای بند وبست وکړ ملګرې مې په لمانځه ودرېده زه پرېوتم پینځه دقیقې لانه وې تېرې چې سرې مرمۍ مو تر سترکو په تېزی تېرېدې هغې په لمانځه کې منډه کړه ما هم هرڅه پرېښول کوټې ته لاړو د کور یوه پیغله بی غمه ویده وه نه یې له مرمیو ویره وه نه یې له غږ نه، خو ما تر سهاره د پولیسو غږ اورېده دوی د نږدې پوښتې پرسر و هره مرمۍ مې یې شمېرلې زړه مې درد احساسولو.

سهار وخته د کابل پر لور را روان شو د سړک پر سر یو ځوان په سپینو جامو کې په سرو وینو رنګېدلی پرووت و.

مینا نظري