لغمان

پرلغمان خپلو وکيلانو اور پورې کړی

د لغمان ځينې وکیلان غیرمسوول وسله‌وال لري، ځينې يې طالبان ساتي، يو شمېر يې خپل منځي لانجې او بدۍ پالي، له همدې امله ناامنۍ د لغمان تر مرکز پورې رارسېدلې دي.

موده مخکې په ولسي جرګه کې د لغمان د یوه وکیل له کوره د غیرقانوني ټلېفونونو سيم باکس دستګاه وایستل شوه، له دې امله چې چارواکي له زورور وکيله وېرېدل، نو نوم يې په ډاګه نه کړ او نه يې هم د دې دستګاه په تړاو پلټنې وکړې، خبره هماغه وخت غلې شوه.

د ولايتي شورا ډېری غړي هم په خپلمنځي لانجو او کشمکشونو کې ښکېل دي. کال مخکې د ولايتي شورا وکيل يوسف ملنګزي د يادې شورا د مرستيال اجمل وفا ورور له څلورو کسانو سره د ښار په منځ کې وويشت، اوس ملنګزی په زندان کې دی، د ملنګزي د لانجې په څېر ډېرو نورو بديو هم سر راپورته کړی، ښه بېلګه يې د ولايتي شورا د وکيل پر موټر چاودنه ده چې اوس مات هډونه په روغتون کې پروت دی.

ځايي خلک شکايت کوي چې د لغمان ولايت امنيتي حالت ورځ تر بلې ترينګلی کېږي، د ناامنيو اصلي لامل ځايي زورور او ناقانونه وسله‌وال دي، خو پړه يې پر طالب اورپکو اچول کېږي او کريډېټ يې هغوی اخلي.

ټولو وسله‌والو په لغمان کې د طالب په نوم وسله پورته کړې چې تر ټولو زيات يې په الينګار، اليشنګ او بادپښ کې فعاليت کوي او ځايي طالبان بلل کېږي.

له تېرو څلورو ورځو راهيسي د الينګار اړوند نږدې پنځه‌لس کلي لکه نوره، حکيم اباد، حرمل، کټل، ساپیو کلا او نورو کې حالت د تېر په پرتله ترينګلی شوی، جګړې شدت اخيستی، پر ځينو پوستو وسله‌وال هم ورختلي دي.

ځايي مشران وايي، يو شمېر وکيلان له طالبانو سره لار لري او ځينې يې بيا خپله وسله‌وال ساتي، دوی د ځمکو د ترلاسه کولو له‌پاره د واک د نمايش جدي کار روان کړی دی.

“خپله په کابل کې ناست دي، خو په خلکو يې کلي سره تپۍ اړولي دي.”

ځايي سرچينې وايي، ځينو وکيلانو ان د سيمه‌ييزو پوليسو تشکيل هم ورخپل کړی دی، يوه کاذبه هسته يې تشکيل کړې، له پارلمانه نيولې، تر ولايتي شورا او امنيتي ادارو پورې خپل لينونه او کسان لري، د چا زور ورباندې نه رسېږي.

دوی يو د بل کسان په نښه کوي، دا چاره په ښکاره په طالب وراړول کېږي، خو د پردې تر شا ټول د مافيا غړي، د ځمکو غاصبين، د واک تږي او زورور دي.

خلک همدا يوه ډله پېژني چې دا طالبان دي، په اصل کې طالبان هومره په زور کې نه دي، که وي هم د همدې زورورو له برکته دي.

“ټول همدا د زورورو شخصي وسله‌وال دي چې ځينې يې اوس اوس په طالبانو بدل کړي دي، د دوی ښه بېلګه د پارلمان يو وکيل دی چې موده مخکې يې له کور څخه د سيم باکسونو يوه دستګاه وايستل شوه، له دې امله چې په لغمان کې ځان ته يکتاز وايي، نو نه يې نوم په ډاګه شو او نه يې هم دوسيه وچلول شوه. له دغو زورور محلي اداره هم وېرېږي، له اړې ورځې غاړه ورسره وړي، ځکه چې يو کس يې په ولايتي شورا کې، بل يې د يوه ولايت امنيه قومندان او خپله د پارلمان غړی دی.”

د ولايتي شورا ځينې غړي وايي، په ياده شورا کې هم ځينې وکيلان په بديو اوښتي، کال مخکې د ولايتي شورا يوه وکيل يوسف ملنګزوی د شورا د مرستيال اجمل وفا ورور له څلورو کسانو سره د ښار په منځ کې په نښه کړ، ملنګزوی اوس په زندان کې دی، خو دې ته ورته ډېر نور خپلې لانجې او بدۍ لري.

تر دې ورها خوا تېره اوونۍ د ولايتي شورا د يوه وکيل پر موټر هم چاودنه وشوه چې وکيل په‌کې شديد ټپي شوی او ساتونکی يې ووژل شوی دی.

ځايي خلک وايي، امنيتي حالت اوس د والي تر سويه اوچت شوی، والي يوازې خلکو ته هيله بخښونکي خبرونه ورکوي، خو اوس ناامني د ولايت په مرکز او ښار کې جدي ده، هيڅوک ځان خوندي نه احساسوي.

د لغمان د ولايتي شورا مرستیال اجمل وفا وايي، حالت نور له کنټروله وتلی، که امنيتي ارګانونه سره همغږي نه شي، د لغمان له‌پاره بېړني اقدامات و نه شي، نو لغمان به له ناورين سره مخ شي.

دی وايي، موږ له اړې ورځې وسلې او وسله‌وال ګرځوو، که امنيت ښه وي، موږ به خپلې وسلې ډاياګ ته وسپارو، خو حالت داسې دی چې موږ د حکومت پر وړاندې راپورته کېدو ته هڅوي.

“نامسوول وسله‌وال نه‌شته، ټول طالبان دي، جګړه د ښار تر منځ پورې رارسېدلې ده.”

له هڅو سره سره د ولايت په نظر اخيستلو بريالي نه شوو.