په قبرس کې د پارلمان یوغړی پر خر سپور پارلمان ته ورغی – ویډیو

په یو ډیر هېښونکي اقدام د قبرس د پارلمان یو غړی پر خره سپور د پارلمان ودانۍ ته ورغی.

د راپورونو له مخې د قبرس په پارلمان کې د ترکي ګوند یو غړي عارف البیرق چې د قبرس ترک ګوند مرستیال هم دی هغه مهال خلک حیران کړل چې د اعتراض په توګه پر یو تور خر سپور پارلمان ته ننوت .
ویل کیږي د پارلمان دي غړي په قبرس کې د ګازو ، تیلو او موټرو په لوړو بیو د اعتراض په توګه د خره چلولو ته مخه کړې .

نوموړی چې د خره پر غاړه کې یې یو نمبر پلیټ هم اچولی و، تر هغې مخکې چې پارلمان ته ورسیږي له لارو کوڅو په داسې حال کې تیر شو چې شا او خوا د نندرچیانو د خندا اوازونه اوریدل کیدل .

نوموړی خبریالانو ته ویلي و چې د پارلمان د ودانۍ مخې ته راټول شي او دده عکسونه واخلي څو یې اعتراض په پراخه پیمانه په رسنیو کې منعکس شي .

قبرس د مدیترانې په ختیځ کې په یو ټاپو پروت هیواد دی چې د اروپايي ټولنې غړیتوب لري خو د اروپا د نورو هیوادو په مقایسه یې اقتصاد ښه نه دی . په دې وروستیو کې دغلته د تیلو بیې لوړې شوې دي .