_90392225_pixx

په فرانسه کې پرونی بریدګر ۳۱ کلن تونسي ښودل شوی

فرانسې د کورنیو چارو وزارت وايي ، د پنجشنبې په ماښام د لارۍ موټر په وسیله برید کې چې ددې هیواد د نیس په ساحلي ښار کې وشو ، څلور اتیا کسان وژل شوي لسکونه نور ټپیان دي چې د اتلسو ټپیانو وضیعت خراب دی .

فرانسوي پولیس وايي د نیس ښار د پرون ورځې بریدګر یو تونسي الاصله فرانسوی وو چې په تونس کې زیږیدلی دی . نوموړی لا د مخه فرانسوي پولیسو د وړو جنايي جرمونو په ځینو پېښو کې په لاس لرلو پیژانده خو ددې هیواد د استخباراتي ادارو تر څار لاندې نه وو .

د فرانسې ولسمشر د جمعې په ورځ په یوه تلویزوني وینا کې دا یو ترهګر برید وباله .

بریدګر سپین رنګې لارۍ د دوه کیلومټرو په واټن د هغو خلکو په ګڼه ګوڼه کې وځغلوله چې د فرانسې د ملي ورځې د لمانځلو په جشن کې د اور لوبې د نندارې لپاره راټول شوي وو .

بریدګر په دې سمندرغاړې کې لسګونه کسان د موټر لاندې کړل ، او بالاخره پولیس وتوانیدل چې موټر چلونکي ووژني .
چارواکي وايي، د ۱۹ ټنو په دې درنه لارۍ کې یې د یو تونسي الاصله فرانسوي اسناد موندلي دي چې یودیرش کلن و او اصلا په تونس کې زیږیدلی وو .

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ په خپله وینا کې وویل ، پر فرانسې دا برید په داسې ورځ شوی چې دې هیواد خپل ملي ورځ چې د ازادي سنبول دی لمانځله .

ملګرو ملتونو ، د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ، د جرمني صدراعظمې ، بریتانیا او د نورې نړۍ مشرانو د فرانسې دا برید غندلی دی او له فرانسې سره یې یووالی ښودلی .

تر اوسه کومې ډلې ددې برید مسولیت پر غاړه نه دی اخیستی خو په تیرو اتلس میاشتو کې دا ډول نور دوه بریدونه په فرانسه کې د اسلامي دولت وسلوالې ډلې کړي دي .

د یادونې وړ ده چې فرانسه له کلونو راهیسې د افریقا او منځني ختیځ په کړکیچونو کې یو له ښکلیو هیوادونو څخه دی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.