13726781_313725042293345_8421901611707925675_n

په غور کې ناموسي وژنې؛ که دولت ځان ناګاره کړي، ځان به وشرموي

 

په غور او هرات کې د ځان سوځونې زرګونه پېښې ثبت دي. هلته کورنی تاوتریخوالی په اوج کې دی او محاکم نه دي توانېدلي یا یې نه دي غوښتي چې د کورنیو په خپل منځي شخړو کې دخیل شي، عدالت پلی کړي، مېرمنې له دې فلاکت بار حالته وژغوري او یا لږ تر لږه د خلکو وساطت وکړي.

په غور کې تر کورني تاوتریخوالي ورها خوا طالب بل لوی افت دی، دوی اکثره کورنۍ لانجې چې د مېرمنو پر سر راولاړې شوې وي، په طلاق پای ته رسوي، خو بیا هڅه کوي چې طلاقه شوې مېرمن یوه طالب ته نکاح کړي. دوی اکثراً کورنۍ بلک مېل کوي او کله چې کورنۍ په‌خپل عزت وډاره شي، نو مجبوره شي د طالب خبره ومني او نجلۍ یو چټل طالب ته په نکاح ورکړي چې تر دې وړاندې یې دوه نورې مېرمنې هم په زور کړې وي.

څوارلس کلنه زهرا د خپل خاوند له خوا شهيده شوه، کورنۍ یې وايي، لومړۍ یې پرې تېل وپاشل او بیا یې وسوځوله، هغه چې روغتون ته ورسول شوه، په ګېډه یې ماشوم و او تر مرګ وړاندې هغه ماشوم ضایع شو. ډاکټران وايي، د زهرا حالت خراب و او دوی و نه کولای شول هغه وژغوري.

د زهرا مور او پلار چې لا پخوا له غوره فراري وو او په هرات کې اوسېدل، اوس کابل ته راغلي او د پارلمان په څنګ کې یې د اعتراض او حق غوښتنې په خېمه کې اړولي دي.

دوی وایي، د لور خسرګنۍ یې ګواښلي او اوس د شهيدې شوې لور په بدل کې بله نهه کلنه ماشومه ورڅخه غواړي.

د هغوی د ژوند داستان ډېر ټراژیډیک دی، زهرا په شپږم ټولګي کې وه، هغې غوښتل روښانه اینده ولري، قاضي شي او د نورو مېرمنو د حق غوښتنه وکړي، خو لا خبره نه وه چې خپل حق یې د پټرولو په لمبو کې لولپه شو.

د زهرا خسرګنۍ دومره زوروره کورنۍ نه ده لکه څومره چې مخه ورته پرانيستې او پر یوه بې‌وزله کورنۍ تر دې حده ظلم کوي.

د زهرا پلار وايي، ډېرې دروازې يې وټکولې، ډېر دربارونه يې وننګول، خو هیچا يې د لور پر وړاندې پروت ګواښ جدي و نه ګاڼه.

“دا نجلۍ هر وخت وهل ټوکل کېده، هر وخت به زموږ او دوی ترمنځ شخړه وه، خو موږ بې‌وزلي وو او له هغوی سره مو زور برابر نه و.”

د زهرا پلار عظیم څو پلا د ولايتي شورا د ریيس، د قومي مخورو، د ښځو چارو ریيسې او نورو ګڼو غوري مشرانو دروازې وټکولې، خو هیڅوک پیدا نه‌شول چې د زهرا داد ته ځان ورسوي.

په غور کې دا یوازې د زهرا کیسه نه ده چې په لمبو سوی وجود یې د جنایت د زبات له‌پاره دلیل شي، په غور کې د روغتون سړه خونه له جسدونو ډکه ده، هره ورځ حداقل یوه داسې پېښه کېږي چې د وهل شويو مېرمنو جسدونه یا دې سردخانې ته راوړل کېږي او یا د سیمې روغتون ته.

اکثره مېرمنې ځانونه سوځوي، خو د علت پوښتنه یې څوک نه کوي.

که دا بغاوت وي، خو علت یې باید وپوښتل شي چې مېرمنې ولې دومره مجبوره شوې یا چا مجبوره کړې چې پر ځان تېل وپاشي او تېلی ورته ووهي.

په غور او هرات کې د ځان سوځونې زرګونه پېښې ثبت دي. هلته کورنی تاوتریخوالی په اوج کې دی او محاکم نه دي توانېدلي یا یې نه دي غوښتي چې د کورنیو په خپل منځي شخړو کې دخیل شي، عدالت پلی کړي، مېرمنې له دې فلاکت بار حالته وژغوري او یا لږ تر لږه د خلکو وساطت وکړي.

په غور کې تر کورني تاوتریخوالي ورها خوا طالب بل لوی افت دی، دوی اکثره کورنۍ لانجې چې د مېرمنو پر سر راولاړې شوې وي، په طلاق پای ته رسوي، خو بیا هڅه کوي چې طلاقه شوې مېرمن یوه طالب ته نکاح کړي. دوی اکثراً کورنۍ بلک مېل کوي او کله چې کورنۍ په‌خپل عزت وډاره شي، نو مجبوره شي د طالب خبره ومني او نجلۍ یو چټل طالب ته په نکاح ورکړي چې تر دې وړاندې یې دوه نورې مېرمنې هم په زور کړې وي.

داسې ډيرې پيښې په غور کې رامنځ ته شوې، چې طالبانو په ځینو پاک لمنو ښځو له دې کبله دبدلمنۍ تور پورې کړ چې له دوی سره یې غاړه نه وړه، حتی په همدې اساس د طالبانو صحرايي محکمې دایرې شوې او بیګناه میرمنې یې پکې په دورو وهلې یا یې نورې سزاوې ورکړي دي.

تېر کال په فیروزکوه کې د یوې نجلۍ د سنګسار کیسه له همداسې یوې ماجرا راولاړه شوه، مقابل طرف طالب و، طالب هڅه کوله نجلۍ رام کړي. بیا پکې د طالبانو بله ډله دخیله شوه او هغوی له نجلۍ تمه درلوده چې نامشروع اړیکې ورسره ټینګې کړي. بالاخره د نجلۍ له‌پاره نوره سخته شوه او په دې تور سنګسار شوه چې له یوه بې‌ګانه هلک سره تښتېدله. هیچا ته ثابته نه‌شوه چې اصلي کیسه په طالب او د هغه په خواهشاتو پورې تړلې وه او نجلۍ هیڅ ګناه نه درلوده.

ځايي خلک شکایت کوي چې په غور کې محاکم، د بشري حقونو کمېسیون او د ښځو چارو ریاست مطلق بې‌تفاوته دي، حتا په ځينو وکیلانو تور دی چې په دا ډول قضیو کې لاس لري.

هلته د هیچا غږ نه اورېدل کېږي او همدا اوس د غور ډېری مېرمنې نیم تنه سوځېدلې په روغتونونو کې پرتې دي. ځايي خلک او متضررین وايي، دوی تمه لري چې له مرکزه یو پلاوی راشي د غور حالت وڅېړي او په محاکمو کې جدي اصلاح راولي.