په سعودي عربستان کې له بریدګرو یو پاکستانی و

 

پرون د روژه ماتې پر مهال په داسې حال کې چې خلک له سعودي عربستان څخه د اختر د میاشتې د لیدو د ښه خبر په تمه و ، د مدینې منورې په شمول ددې هیواد په درې ښارونو کې د ځانمرګو بریدونو خبرونه خپاره شول .

له دې څه یو تر ټولو مرګونی برید په مدینه منوره کې نبوي جومات ته څیرمه وشو چې څلور امنیتي سرتیري یې ووژل او پنځه نور یې ټپیان کړل .

تر دې مخکې په قطیف ښار کې شیعه مسلمانانو یو جومات ته نژدې چاودنې شوې وې . دغلته پولیسو د درې کسانو د جسدونو ټوټې موندلي دي .

د العربیه تلویزون ویډیويي راپور

جده چې د سعودي عربستان دویم لوی ښار دی دغلته د امریکا قونسلګرۍ ته نژدې یوه موټري بمي چاودنه شوې ده .

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزات ویلي دا برید د عبدالله ګلزار خان په نوم د یو پاکستاني له خوا شوی دی . د سعودي د امنیت یو چارواکي رسنیو ته ویلي چې بریدګر د امریکا قونسلګرۍ ته نژدې خپل موټر د یو جومات ترڅنګ وچوه چې لږ تر لږه دوه کسان یې ټپیان کړي دي .

سعودي چارواکي وايي چې ۳۴ کلن عبدالله ګلزارخان له خپلې کورنۍ سره په جده کې ژوند کاوه .

سعودي چارواکي وايي دا بریدګر ونه توانیده چې خپل چاودیدونکی واسکټ په سمه توګه وچوي ځکه خو یې پیژندل اسانه شول.

امریکايي چارواکو ویلي چې په دې بریدونو کې یې هیڅ تبعه ته زیان نه دی رسیدلی .

عبدالله ګلزارخان د تیرو لسو کلونو څخه د خپلې میرمنې او خسر سره جده کې اوسیده
عبدالله ګلزارخان د تیرو لسو کلونو څخه د خپلې میرمنې او خسر سره جده کې اوسیده

د سعودي د کورنیو چارو وزارت ویاند جنرال منصور الترکي رسنیو ته ویلي چې په جده کې مشکوک کس د برید پر مهال د امریکايي قونسلګرۍ پر مقایسه جومات ته نژدې و .

په مدینه منوره کې هم امنیتي مامورین وايي برید کونکي هڅه کوله چې د ماښام مانځه پر مهال نبوي مسجد ته ځان ورسوي .
په قطیف او جدي کې هم داسې ښکاري چې د بریدګرو اهداف د ماښام د روژه ماتې د ګڼې ګوڼې پر مهال جوماتونه وو .

دبرید پر مهال په نبوي جومات کې خلک د روژه ماتې حال کې 

دې بریدونو په سعودي عربستان کې د دا ډول نورو تنظیم شویو بریدونو په اړه ویره خپره کړې ده .

تر اوسه کومې ډلې ددې بریدونو مسولیت پر غاړه نه دی اخیستی خو د سعودي د امنیتي چارواکو له څرګندونو داسې ښکاري د داعش پر وسلوالې ډلې شک لري .

دې ډلې په تیرو دوو کلونو کې په سعودي کې د یو شمیر بریدونو مسولیت تر دې مخکې پر غاړه اخیستی دی .

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.