sleep-rex

په سخته ګرمۍ کې څنګه ښه خوب کولی شئ؟

یاران  

په دوبي کې نه یوازې د افغانستان په هوا کې چې دوبی یې تود دی ، په یخو هیوادونو لکه اروپا او نورو کې هم تودخه دومره لوړیږي چې ګوزاره ورسره ستونزمنه وي . د ورځې خو بیا هم یو چاره کیږي خو د شپې له خوا کله چې سړی خوب ته اړتیا لري ، لوړه تودخه خوب ګډوډوي او که ماشې هم ورسره مله شي نو بیا خو د سړي ټوله شپه په ویښه تیریږي .

دلته ځینې په تجربو ثابتې شوې سپارښتنې درسره شریکوو چې کیدای شي په توده هوا کې د ښه خوب زمینه درته برابره کړي .

ټول بریښنايي وسایل ګل کړئ

ښايي دا خبره به درته عجیبه ښکاره شي خو د موبایل له چارجر نیولې ، خپله تر موبایل ، لیپ ټاپ کمپویټر او نورو برېښنايي وسایلو ټول که روښانه وي او یا د برېښنا ساکت سره نښتې وي یوه د پام وړ اندازه تودخه تولیدوي چې که څو بریښنايي شیان سره یو ځای شي د یوې وړې بخارۍ کار ورکولی شي . نو په اوړې کې ښه ده چې داسې ناغوښتې بخارۍ ګل کړئ . د موبایلو چارجرونه له ساکیټونو وباسئ . موبایل مو ګل کړئ . لیپ ټاپ او نور ټول برېښنايي وسایل ګل کړئ . یوازې پکه او یا هم ایرکنډیشن که چیرې لرئ روښانه پریږدئ .
یخې اوبه او بستره

که چیرې تاسو خوب ته له تلو مخکې د اوبو یو یخ بوتل چې په یخچال کې ايښودل شوی وي خپل د خوب بسترې ته یوسۍ او هلته یې په روجايي او هغه څادر کې ونغاړئ چې پر ځان یې اچوئ، او نیم ساعت یې پریږدئ نو دا به په توده هوا کې ستاسو د خوب د ځای په سړښت کې مرسته وکړي . که یخچال نه لرئ چې یخې اوبې ترې واخلې په یو کلک پلاستیک مصنوعي یخ نغاړلۍ او په خوب ځای کې ایښودلی شئ . که مصنوعي یخ هم نه وي د عادي سړو اوبو بوتل په بستره کې تر خوب مخکې د څه وخت لپاره ونغاړئ .

په یخو اوبو لامبل

خپله هم خوب ته له تلو مخکې که ممکنه وي او اسانتیا ولرئ په یخو اوبو ولامبئ . دا به ستاسو د وجود تودخه کمه او تر څو ساعتونو به مو له ګرمۍ خوندي وساتي .

خپل د خوب کالي کنګل کړئ

که یخچال لرئ نو تر خوب یو ساعت مخکې خپل د خوب کالي په یو خوندي پلاستیک کې واچوئ او د یخچال په هغه برخه کې یې کیږدئ چې کنګل جوړوي . کله چې د خوب پر مهال دا ساړه شوي او کنګل شوي کالي واغوندئ نو تر ډیره به مو د وجود بهرنۍ تودخه کمه وساتي او ښه خوب به وکړی شئ . تاسو که سړې جامې واغوندئ او د ډیرې ګرمۍ احساس ونه کړۍ نو د ماشو د خوندیتوب لپاره پر ځان یو سوړ څادر هم زغملی شئ چې له ماشو به هم په امان کې اوسئ . همدارنګه ګولی شئ د خپل د خوب ځای څادرونه هم تر وده کیدو مخکې ساړه او کنګل کړئ .

تاري ( خامتا ) کالي واغوندئ

تاري یا نخې کالي له پوستکي سره مرسته کوي چې په اساني بهرنۍ هوا ورتیره شي ، ښايي ډیرې ښې وریښمین یا نورې جامې ولرئ خو د شپې د خوب پر مهال څومره چې تاري کالي ستاسو وجود سوړ ساتلی شي بل هیڅ ډول ټوکر دا کار نه شي کولی . ان تاسو کولی شئ چې د خوب د ځای څادر هم تاري ومومئ .

یو ګیلاس اوبه له ځان سره کیږدۍ

په ګرمۍ کې هر مهال د ډیرو اوبو څښل مهم دي ، او د خوب وخت هم له دې استثنا نه دي . ځان سره نژدې د څښلو اوبه وساتئ . دا نه یوازې ستاسو د وجود د اوبو د کمیدو مخه نیسي بلکې د تودې هوا په وړاندې ستاسو د وجود د تودخې په کمولو کې هم مرسته کوي .

د ورځې په جریان کې خونې ته د لمر د ورتلو لاره وتړئ

موږ اوریدلې چې باید کوټو ته لمر ورشي . خو دا کار په ژمي کې ښه دی . د اوړې په تودخه کې ښه ده چې د ورځې په بهیر کې د هغې کوټې پردې ښکته وساتئ چې د شپې په کې خوب کوئ څو لمر ورداخل نه شي . د لمر وړاندې که کوټې داخلې شي ، کوټه ډیره تودوي او په دیوالونو او بسترو کې یې تر ډیره د لمر تودخه جذبیږي . نو اوړې کې د خوب کوټو ته ډیر لمر مه پریږدئ په دې توګه به د شپې له خوا ستاسو د خوب خونې ډیرې سړې نه وي .

همدارنګه تر ویده کیدو یو ، یونیم ساعت مخکې د خونې کړکۍ پرانیزۍ څو خونه له تازه هوا ډکه شي .

له ویده کیدو مخکې ، کافي ، چای مه څښئ او دمه وکړئ

کافي او چای دواړه کافین لري چې ستاسو خوب ګډوډوي . پر دې سربیره په توده هوا کې دا دواړه څیزونه د وجود حرارت لوړوي . نو ځان ترې وساتئ . همدارنګه تر خوب یو دوه ساعته مخکې دمه وکړئ څو د وجود تودخه مو ډیره پورته نه شي .

تودخه لوړه ځي تاسو ښکته ولاړ شئ

تودخه لوړه ځي نو هڅه وکړئ چې د دویم چټ پر ځای په لومړي چت او د لومړي چټ پر ځای زیرزمینې کې ویده شئ . څومره چې ښکته ویده شئ هومره به تودخه کمه وي . ان د کټ پر ځای پر مځکه ویده کیدل هم د تودخې په کمښت کې اغیز لري . همدارنګه هڅه وکړئ چې د خپلې بسترې وسایل کم کړئ او څومره چې نرۍ بستره او څادرونه ولرئ هومره په توده هوا کې ښه خوب کولئ شئ .

لوند ټوکر

له ځان سره یو لوند دست پاک یا بل ټوکر نژدې کیږدئ او وخت ناوخت پرې د شپې پر مهال خپل مخ و لاس لامده وساتئ. همدارنګه مصریان په ګرمه هوا کې پر ځان لوند خو زبېښل شوی څادر اچوي چې دا هم له ډیرو کسانو سره په ښه خوب کې مرسته کوي . خو دا څادر باید دومره لوند نه وي چې د خوب ځای مو لوند کړي .

ښه خوب ستاسو په رواني او فزیکي صحت او ورځني کار مستقیمې اغیزې لرې ، په دې اړه له هیڅ شي سره جوړجاړی مه کوئ ان له تودې هوا سره هم .