_89996091_robot2

په روسیه کې یو روبوټ لارو کوڅو کې ترافیکې ګڼه ګوڼه رامنځ ته کړه

په روسیه کې یو روبوټ په خپل سر له لابراتوار څخه ووت او په ښار کې یې د ترافیکو ګڼه ګوڼه رامنځ ته کړه .

د روسیې په پرم ښار کې د پرومو بوټ شرکت ساینس پوهانو ویلي ، دې روبوټ ته ښودل شوي و چې څنګه په خپلواکه توګه حرکت وکړي. خو کله چې له یو اینجنر هیر شول چې ددې مرکز دروازه وتړي ، روبوټ له خپله مرکزه د ښار کوڅو ته راووت ، او تر پنځوس مترو حرکت وروسته یې بیټریو کار پرېښود.

یو کس له ګڼې ګوڼې څخه په ډکو سړکونو ددې روبوټ ویډیو ثبت کړې ده او په ټولنیزو ویب پاڼو کې یې خپره کړې ده .
ویل کیږي چې وروسته یو اینجنر بیرته لارو ته راوتلی روبوټ له سړک مرکز ته یووړ .

په روسیه کې یو شمیر اینټرنیټ کاري باور نه لري چې دا پېښه به رامنځ ته شوي وي . دوی وايي دا کار د ربوټ جوړونې دې مرکز د پاملرنې د وراړولو لپاره خپله کړی دی .

دې شرکت ویلي چې جوړ کړی روبوټ له انسانانو سره د چلن توانايي لري ، پوښتنو ته ځوابونه ویلی شي او لوري ښودلی شي .

د یادونې وړ ده چې په نړۍ کې د روبوټونه زیاتیدونکې استفادې یو شمیر اندېښنې راپورته کړي او ځینې پر دې باور دی چې ښايي ځینې ځواکمن روبوټونه د انسانانو له کنټرول ووځي او د بشري ټولنې په زیان تمام شي .

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.