14993563_1783304988590758_1213424718579821878_n

په خوست کې د کرکټ د نړیوال لوبغالي جوړولو کار بشپړ شو

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې په خوست کې د کرکټ هغه نړیوال لوبغالي د ودانۍ کارونه بشپړ شول چې د جرمني سفارت له خوایې مالي لګښت ورکړل شوی . دا د کرکټ یوه عصري او معیاري سټیډیوم دی .

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د خوست کرکټ لوبغالی چې د کرکټ نړیوالې شورا له معیار سره طرحه شوی، د نندارچیانو لپاره درې منزله احاطه لري. او د لوبغالي ترڅنګ په همدې لوبغالي کې د کرکټ روزنیزه اکاډمي هم اباده شوې ده .

14938170_1783304901924100_4447810683206033580_n

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش وایي چې، په دغه معیار سره د لوبغالي جوړول زموږ لپاره یو ویاړ دی. او دا به په افغانستان کې د نړیوال کرکټ د دودیدو سره مرسته وکړي .

د افغانستان کرکټ بورد وايي چې په همدې میاشت کې به په خوست کې د کرکټ دا لوبغالې په ځانګړو مراسمو پرانیزي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.