_90439199_034122582

په جرمني کې د بریدګر افغان زلمي کوټه کې د داعش بیرغ موندل شوی

په جرمني کې امنیتي چارواکي وايي ، هغه ۱۷ کلن افغان پنا غوښتونکي چې د باویریا په ایالت کې یې په یو اورګاډي کې پر خلکو د تبر او چاړه ګوزارونه وکړل ، د الله اکبر نارې وهلې.

دې افغان بریدګر د مخه تر دې چې د پولیسو په ډزو ووژل شي په پنځه کسان ټپیان کړل .

د جرمني د باویریا ایالت د کورنیو چارو وزیر یواښیم هیرمن په عامه تلویزوني څرګندونو کې ویلي پولیسو ددې افغان پنا غوښتونکي د استوګنې په کوټه کې پر لاس رسم شوی د داعش بیرغ موندلی دی .

اخو د اسلامي دولت د وسلوالې ډلې ( داعش ) رسنیو راپور ورکړی چې دا افغان بریدګر د دوی جنګیالی و .

د اعماق په نوم د داعش رسنۍ ویلي ، د جرمني برید د دوی یو افغان سرتیري ترسره کړی دی .

برید ګر د هغو ځانګړو پولیسو له خوا په ډزو وژل شوی چې په تصادفي توګه د پېښې سیمې ته نژدې و.

یواښیم هیرمن وايي، یو عیني شاهد د پولیسو بیړنۍ شمیرې ته په هماغه لومړني ټیلفوني تماس کې وویل چې بریدګر په اورګاډي کې د الله اکبر نارې وهي .

خو ددې سره د جرمني دې امنیتي چارواکي ویلي ، لا ډیر وختي دی چې د برید او بریدګر د انګیزې په اړه څه وویل شول .

له برید وروسته اورګاډی په وینو لړلی و
له برید وروسته اورګاډی په وینو لړلی و

جرمني چارواکي دا بریدګر افغان بولي خو دده د هویت په اړه یې نور جرییات نه دي ورکړي . دوی وايي دا افغان زلمي دوه کاله مخکې جرمني ته ورغلی او د تیر کال په مارچ میاشت کې یې د سیاسي پنا غوښتنه کړې وه .

جرمني چارواکي وايي، بریدګر دوه اونۍ مخکې له هغه کوره ایستل شوي چې تنکي ځوان کډوال په کې اوسیږي . او ورزبورګ سیمه کې یوې پالونکې کورنۍ ته سپارل شوي چې هغوی ځای ورکړی .

د جرمني پولیس دا مهال دده د پالونکې کورنۍ او دوستانو سره خبرې کوي څو د برید انګیزه معلومه کړي .

بریدګر په همدې ورزبورګ سیمه کې لومړی په اورګاډي کې څلور تنه په تبر او چړو ووهل ، وروسته هغه مهال چې په تېښته و له اورګاډي بهر یې پر یوه بله ښځه هم ګوزار وکړ .

عیني شاهدان وايي، ټول اورګاډی په وینو لړلی و او لکه د ”قصاب خانې “ په څیر ښکاریده .

د جرمني خبري اژانس وايي د برید پر مهال په اورګاډي د دیرشو په شا او خوا کې کسان سپاره و چې تر لسو زیات یې د وراوښتي شوک له کبله روغتون ته وړل شوي وو .

د سه شنبې په ورځ پولیسو د برید ګر مړی له هغه ځایه لرې کړ چې پېښه په کې رامنځ ته شوې وه .

چارواکي وايي د برید په قربانیانو کې دوه تنه چې د یوې چینايي سیالانۍ کورنۍ غړي دي په ناوړه روغیتايي وضیعت کې دي .

چارواکي یې د برید قربانیانو کې د یوې چینايي کورنۍ د دوو غړیو روغتیايي وضیعت ښه نه دی
چارواکي یې د برید قربانیانو کې د یوې چینايي کورنۍ د دوو غړیو روغتیايي وضیعت ښه نه دی

جرمني یوازې په تیر کال کې یو میلون پناه غوښتونکي ثبت کړي چې یوسلو پنځوس زره یې افغانان دي .

په داسې حال کې چې په جرمني کې لا د مخه د پناه غوښتونکو خلاف احساسات شته ، دا ډول برید به دا احساسات نور هم زیات کړي .

ددې افغان زلمي برید ښايي دغلته د هغو سلګونو زرو افغان کډوالو د پنا غوښتنې پروسه زیانمنه کړي چې دا مهال په جرمني کې د قبلیدو په تمه دي .

د جرمني پولیسو په دې اړه هم څیړنې پیل کړي چې ایا د پولیسو له خوا ددې چاړه او تبر په لاس بریدګر وژنه توجیه کیدلی شي او کنه .