د پژواک خبري اژانس دې تصویر کې د خاورو هغه ډیرۍ لیدل کیږي چې د دروازې جوړولو لپاره   ځای پر ځای شوې
د پژواک خبري اژانس دې تصویر کې د خاورو هغه ډیرۍ لیدل کیږي چې د دروازې جوړولو لپاره ځای پر ځای شوې

په تورخم کې د دروازې جوړولو کار ځنډول شوی

هغه خبریالان چې په تورخم کې روان کړکیچ له نژدې څاري ، وايي چې په تورخم کې وضیعت لا هم عادي شوی نه دی ، خو دغلته د پاکستاني لورې له خوا د دروازې د جوړولو کار یو ځل بیا دریدلی دی .

پاکستاني لوري د چارشنبې په ورځ وروسته له هغې چې پر اوربند توافق وشو ، ددې لانجمنې دروازې د جوړولو چارې له سره پیل کړې وې .

پژواک خبري اژانس په تورخم کې د خپل خبریال زیرک فهیم له خولې وايي، چې د دروازې جوړولو کار نن دریدلی . د ازادي راډیو او  ځینو نورو رسنیو  خبریالانو هم دغلته وضیعت ترینګلی بللی خو وايي چې د دروازې جوړولو چارې چې د چارشنبې په ورځ پیل شوې وې اوس بیرته دریدلې دي .

دوی وايي څرګنده نه ده چې دا کار  په موقته توګه دریدلی او یا پاکستاني لورې د افغان چارواکو هغې غوښتنې ته په پام ځنډولی چې وايي لومړې دې په دې اړه د افغانستان تایید تر لاسه شي .

دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې د ورځې په سهار په اسلام اباد کې افغان سفیر د دروازې د کار د پیل په اړه توند عکس العمل وښود او ویې ویل، له پاکستاني لورې سره یې د کار د بیا پیل په اړه هیڅ ډول توافق نه دی کړې یوازې په اوربند او کړکیچ د سوله ایز هواري لپاره د خبرو اترو په دوام سلا شوي دي .

(دا ویډیو پژواک خبري اژانس په خپله فیسبوک پاڼه کې خپره کړې او په تورخم کې ددې اژانس خبریال زیرک فهیم چمتو کړې)

بل خوا د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند خبریالانو ته ویلي چې پاکستان د افغانستان سره په تورخم کې راپیدا شوی کړکیچ د خبرو اترو له لارې هوارول غواړي .

نفیس زکریا وايي، افغانان د هغو کسانو له خوا چې سوله نه غواړي د مسلې په اړه ناسم پوهول شوي دي .

نوموړې ویلي چې له افغانستان سره یې اړیکې ښې دې او دوی د لا ښه کیدو غوښتونکې دي .
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ، د دوو هیوادونو ترمنځ دا ډول مسلې راپورته کیدل عادي بللي او خبریالانو څخه یې غوښتي چې د تورخم شخړې ته دې د جګړې نوم نه ورکوي .

په عین حال کې د تورخم دروازه لا هم د تګ راتګ لپاره تړلې ، او دواړو خواوو ته امنیتي ځواکونه ګوته په ماشه دي . ویل کیږي چې د دروازې د تړل کیدو له کبله د تورخم دواړو غاړو ته د سوداګرو مالونه بند پاتې دي او د افغانستان د سوداګرۍ د خونې د چارواکو په وینا یې تر اوسه میلونونه ډالره زیان اړولی دی .
په کابل کې د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ هم خبریالانو ته ویلي چې افغان سرتیرو د خپلې خاوره بریالۍ دفاع کړې خو افغان حکومت غواړې دا کړکیچ د خبرو له لارې هوار کړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.