160716032730_turkey_640x360_afp_nocredit

په ترکیه کې تر اوسه څه پېښ شوي ؟

داسې ښکاري چې په ترکیه کې د رجب طیب اردوغان پر ضد د کودتا هڅه ناکامه شوې ده .

په ترکیې کې د حکومت پر ضد د پوځي کودتا په هڅه کې تر اوسه پورې لږ تر لږه نوي کسان وژل شوي او ۱۲۰۰ نور ټپیان شوي دي .

راپورونه وايي چې دغلته د ۱۵۰۰ په شا او خوا کې هغه پوځیان چې پرې کودتا کې د برخې اخیستو تور دی تر اوسه نیول شوي دي .

کودتا د جمعې په ورځ ماښام اوه نیمې بجې په استانبول کې پیل شوه او ځاي پر ځای پوځي ټانکونه ودرول شول .

د پوځ یو ډلې دغلته دولتي راډیو تلویزون ونیوه او له هغې ځایه یې د ترکیې د نظام د واک کې اخیستو ادعا وکړه . دوی وویل چې په هیواد کې پر ګرځیدو راګرځیدو بندیز لګیدلی دی . او د ” امن شورا“ به نظام چلوي .

څه وخت وروسته د انقرې پر سړکونو هم پوځیان تر سترګو شول او جنګي الوتکو ددې ښار په فضا کې الوتنې پیل کړې .

وروسته په استانبول کې د تقیسم په مشهوره څلور لارې او انقره کې په پارلمان کې چاودنې واوریدل شوې .

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ، د ای فون په مرسته په تلویزون پیغام خپور کړ او له خلکو یې د کودتاچیانو خلاف د ودریدو غوښتنه وکوه .

اردوغان  وايي له هغو سره به د ملي خاینانو په توګه چلن وکړي چې ګودتا یې کړې
اردوغان وايي له هغو سره به د ملي خاینانو په توګه چلن وکړي چې ګودتا یې کړې

له دې اعلان وروسته په ګڼ شمیر کې عام ترکان سرکونو ته راووتل او د یاغي پوځیانو خلاف یې نارې ووهلې .

اردوغان چې په یو بل ښار کې و استانبول ته ورسید او ویې ویل چې حکومت پر ځای دی او د باغیانو خلاف به سخت اقدامات وکړي .

د رجب طیب اردوغان سیاسي اپوزیسون هم ددې کودتا مخالفت کړی دی .

پوځیان وايي د ترکیې د پوځ لوی درستیز هلوزي اکاري  چې کودتاچیانو یرغمل کړی و ژغورل شوی دی
پوځیان وايي د ترکیې د پوځ لوی درستیز هلوزي اکاري چې کودتاچیانو یرغمل کړی و ژغورل شوی دی

د افغان ولسمشر اشرف غني په شمول د نړۍ یو شمیر مشرانو هم ویلي چې د خلکو په رایو د ټاکل شوي نظام پر ځای د پوځي ځواک له لارې د نظاموونو رامنځ ته کول ښې پایلې نه لري او هیله یې ښودلې چې په ترکیه کې به اوسنی نظام پر خپل ځای پاتې شي .